نړۍ
لبنان کې د اسراییلو هوايي برید؛ د حزبالله د یوه جګپوړي قومندان په ګډون ۱۴ کسان وژل شوي
اسراییل پرون جمعه د لبنان د پلازمېنې بیروت په یوه ګڼ مېشته سیمه کې په یوه نادره برید کې د حزبالله یو جګپوړی قومندان وواژه.
دا په لسیزو کې په بیروت کې تر ټولو خونړی برید وچې د لبناني چارواکو په وینا، لږترلږه ۱۴ کسان پهکې ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
د اسراییل د پوځ ویاند ډانیل هګاري وویل، د بیروت په جنوب کې په دغه برید کې د حزبالله د ځانګړي رضوان ځواک مشر ابراهیم عقیل او د دې ډلې لس نورغړي ووژل شول.
حزبالله پرون د ورځې ناوخته په یوه بیان کې د عقیل وژل کېدل تایید کړل او هغه یې د دې ډلې یو له لوړپوړو مشرانو وباله.
د حزبالله ملاتړي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني دا یوه ناوړه حمله او له بشري حقونو سرغړونه وبلله او ویې ویل چې باید نړیواله ټولنه هغه په کلکه وغندي.
په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالي روزمیري ډیکارلو له ټولو هغو هېوادونو چې پر اسراییل او حزبالله نفوذ لري وغوښتل چې د شخړو د پراختیا د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.
په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي له امریکایي وګړو وغوښتل چې په اوس وخت کې لبنان ته له سفر کولو ډډه وکړي او هغوی چې هلته دې، فوراً دې له دې هېواده ووځي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د اوکراین ولسمشر د پوځي ملاتړ پر موضوع د بحث لپاره یوه غونډه کې برخه اخلي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي پرون ویلي، چې بله اوونۍ به په جرمني کې د اوکراین لپاره پوځي ملاتړ پر موضوع د بحث لپاره په یوه نړیواله غونډه کې برخه واخلي.
په دې غونډه کې چې فرانکفورټ ته نږدې د امریکا په یوه هوايي اډه کې کېږي، د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر جو بایډن په ګډون د اوکراین څه باندې ۵۰ متحدان برخه اخلي.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي په ټولنیزو شبکو کې ویلي چې د اکټوبر پر ۱۲مه د جرمني د رامشټاین په ۲۵مه غونډه کې چې د لومړي ځل لپاره د رهبرانو په سطحه دایرېږي، برخې اخیستو ته په چمتووالي بوخت دی.
زیلینسکي ویلي، په دې غونډه کې به د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د څرګندو او کوټلو اقداماتو طرحه وړاندې کړي او په وینا یې د شریکانو د هوډ له کبله ښايي د روسیې مخه ونیول شي او اوکراین پیاوړی شي.
پر حزبالله د اسراییلو د بریدونو دوام؛ هارتز: اسراییل به ایران ته مناسب ځواب ورکړي
په داسې حال کې چې نړیوال فکر کوي چې اسراییل به پر ایران برید وکړي، د اسراییل حملې پر لبنان روانې دي.
یوه اسراییلي چارواکي چې د نوم له اخیستو ډډه کړې، فرانس پرېس اژانس ته پرون وویل چې د اسراییل پوځ تیارسی شوی چې د اسراییل پر خاوره او خلکو د ایران غیرقانوني برید ته ځواب ورکړي.
خو دغه پوځي چارواکي په دې اړه نور توضیحات ورنه کړل چې اسراییل به کله او څرنګه حمله کوي.
د اسراییل هارتز، انګلیسي ژبې ورځپاڼې هم د پوځي چارواکو په وینا چې نومونه یې نه دې اخیستي راپور ورکړی چې اسراییل به ایران ته مناسب ځواب ورکړي.
ایران تېره اونۍ په لسګونو توغندي د اسراییل په لور وویشتل چې اکثر یې شنډ شول.
بوسنیا-هرزګوینا کې سېلابونه؛ د ۴۰ تري تم شویو کسانو د موندلو هڅې روانې دي
د ژغورنې ډلو په بوسنیا-هرزګوینا کې د سېلابونو له امله د ۴۰ کسانو د موندلو لپاره تر پرون ناوخته پورې هڅې کولې.
په بوسنیا-هرزګوینا کې یو شمېر کلیو ته مواصلاتي لارې قطع شوې دي.
د بوسنیا صدراعظم نرمین نیکسیچ پرون خبرې غونډې ته وویل چې د دونجا جابلانیکا سیمه سېلابونو ډېره اغېزمنه کړې ده.
د جمعې سهار سخت بارانونه پیل شول چې له امله یې سېلابونه وبهېدل او د بوسنیا-هرزګوینا په مرکزي او جنوبي سیمو کې د ځمکو د ښویېدو سبب شول.
تر اوسه په هرزګوینا کې د ۱۴ کسانو او په بوسنیا کې د درې کسانو د مړینې خبرونه خپاره شوي او د بېړنیو چارو د ادارو په وینا لږ تر لږه ۴۰ کسان تري تم دي.
د ښځو کرکټ نړیوال جام؛ هند له پاکستان او د وېسټ اینډیز له سکاټلنډ سره سیالۍ لري
د ښځو د کرکټ په نړیوال جام کې نن د هند ملي لوبډله له پاکستان او د وېسټ اینډیز ټیم له سکاټلنډ سره سیالي کوي.
په دې نړیوال جام کې پرون استرالیا د شپږ ویکټو په توپیر سریلانکا ته ماته ورکړه او انګلستان د بنګلهدېش لوبډلې ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د ښځو د کرکټ په نړیوال جام کې لسو لوبډلو برخه اخیستې چې د اکټوبر په څلورمه په متحده عربي اماراتو کې پيل شو.
پایلوبه به یې د همدې میاشتې په ۲۰مه د اماراتو په دوبۍ ښار کې ترسره شي.
چين له لبنان څخه د خپلو څه باندې ۲۰۰ وګړو د خوندي ايستل کېدو خبر ورکړی
د چین د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه ویلي، له لبنان څخه څه باندې ۲۰۰ چینایي وګړي په خوندي توګه ایستل شوي دي.
دغه وزارت پهدې باب د رویټرز خبري اژانس د پوښتنې په ځواب کې په یوه بیان کې وویل: "دغه خلک چې په دوو ډلو کې ایستل شوي، پهکې درې د هانګ کانګ اوسېدونکي او یو د تایوان هېوادوال شامل دي."
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي: "په لبنان کې د چین سفارت ثابت پاتې دی او له چینایي وګړو سره په امنیتي تدابیرو کې مرستې ته دوام ورکوي."
دا اقدام وروسته له هغه کېږي چې تېره سهشنبه د ایران لهخوا پر اسرايیل د توغندیو له برید او په لبنان کې د اسرايیل له حملو وروسته په منځني ختیځ کې شخړې زیاتې شوې دي.
تېره چهارشنبه هم د چین رسمي خبري اژانس سینهوا راپور ورکړی و، چې د حکومت لهخوا له ۲۰۰ څخه ډېر چینایي اتباع په خوندي ډول له لبنان څخه ایستل شوي دي.
بلخوا د ټایوان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې اټکل کېږي، په لبنان کې د ټایوان درې وګړي بېرته دغه ټاپو ته ستانه شي او دوو نورو یې د کورنیو دلایلو له امله په لبنان کې پاتې کېدل غوره کړي دي.
حماس په لبنان کې د خپل يو قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی
د فلسطینيانو افراطي ډلې حماس، چې د امریکا متحدهایالتونو او اروپايي ټولنې لهخوا ترهګره ډله ګڼل شوې، ویلي نن د لبنان په شمال کې د کډوالو په یوه کمپ کې د اسرايیل په برید کې د دوی یو قوماندان وژل شوی دی.
دا لومړی ځل دی چې په غزې تړانګه کې د جګړې له پیله دا سیمه په نښه کېږي.
حماس ویلي، د دوی "قوماندان" سعید عطاالله علي، د هغه مېرمن او دوې لوڼې د طرابلس شمالي ښار ته څېرمه په بدوي کمپ کې د هغه پر کور د حماس په ټکو د «صهیونیستانو» په بمبارۍ کې وژل شوي دي.
له کله چې تېر کال په غزه کې د حماس او اسرايیل ترمنځ جګړه پیل شوې، اسرايیل په وار- وار په لبنان کې د حماس چارواکي په نښه کړي دي.
حماس ډلې له هغه وخت راهیسې په لبنان کې د خپلو لږ تر لږه ۱۸ وسلهوالو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
شمالي وزيرستان کې د يوې نښتې پر مهال يو لوړ رتبه افسر او پنځه پاکستاني پوځيان وژل شوي
د پاکستان د خیرپښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان کې له افراطي وسلهوالو سره په وسلهواله شخړه کې د یوه لوړ رتبه افسر په ګډون ۶ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ نن شنبه په یوه اعلامیه کې دا خبره کړې ده.
د پوځ د اعلامیې لهمخې ډګرمن محمد علي شوکت چې له افراطي وسلهوالو په جګړه کې یې د پوځیانو مشري کوله تېره شپه د شمالي وزیرستان په سپین وام سیمه کې له پنځو نورو سرتېرو سره وژل شوی دی.
د پاکستان پوځ وايي، په جګړه کې ۶ افراطي وسلهوال هم وژل شوي او تر پېښې وروسته هلته د پلټنې عملیات پیل شوي دي.
که څه هم د پوځ په اعلامیه کې د ژوبلو سرتېرو په اړه څه نهدي ویل شوي، خو د شمالي وزیرستان انتظامیې او استخباراتي سرچینو د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې، پهدې پېښه کې ۲۴ سرتېري ژوبل شوي هم دي.
ايلن ماسک نن شنبه د ډونالډ ټرمپ په يوه انتخابي غونډه کې ګډون کوي
د سپیس X او تیسلا اجرایوي ريیس ایلن ماسک به نن شنبې د پنسلوانیا په بټلر ښار کې د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د جمهوریپالو د کاندید پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه انتخاباتي غونډه کې ګډون وکړي.
دا غونډه په هغه ځای کې جوړیږي چې ټرمپ د روان کال په جولای میاشت کې له یوه وژونکي برید څخه روغ ووت.
ماسک پرون جمعه په خپله ایکس شبکه کې لیکلي: "زه به د ملاتړ لپاره هلته یم."
د ټرمپ کمپاین تایید کړه چې، ښاغلی ماسک به د ځانګړو مېلمنو په منځ کې وي.
دا به د ټرمپ د وژلو لپاره له ناکامې هڅې وروسته چې ماسک سمدستي ورڅخه خپل ملاتړاعلان کړ، لومړی ځل وي چې نوموړی په ښکاره په عام محضرکې د ټرمپ د ملاتړ لپاره د کمپاین په یوه غونډه کې را څرګندیږي.
ماسک په وروستیو میاشتو کې د ټرمپ لپاره خپل ملاتړ ډېر کړی او په شخصي توګه یې په سیاست کې ډېره پانګونه کړې.
هغه د جمهوریپالو د کاندید په ملاتړ د سیاسي عمل په نوم یوه عالي کمېټه جوړه کړې، چې د رایو د ترلاسه کولو پر هڅو ډېرې پیسې لګوي.
د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین دا غونډه دقیقاً په هغه ځای کې جوړیږي چې یوه ټوپکوال په ډزو د ټرمپ ښی غوږ ټپي کړ، د هغه یو ملاتړی یې وواژه او څو نور یې ټپيان کړل.
جوبايډن: اسراييل دې د ايران د تېلو پر تاسيساتو له بريد ډډه وکړي
د امریکا د متحدهایالتونو ولسمشر جوبایډن وایي، تر اوسه پهدې اړه پرېکړه نهده شوې چې اسراییل ایران ته څه ډول ځواب ورکړي، خو هغه سپارښتنه کوي چې اسراییل دې د ایران د تېلو پر تاسیساتو برید نهکوي.
بایډن دغه څرګندونې پرون جمعه په سپینه ماڼۍ کې د خبري غونډو په تالار کې چې هغه ډېر نه راڅرګندیږي، خبریالانو ته یوه ورځ وروسته له هغې وکړې چې ویلي یې وو، پر دغسې بریدونو خبرې روانې دي.
بایډن وویل، که دی د اسراییل پر ځای وای نو به یې د ایران د تېلو له تاسیساتو پرته په نورو بدیلو هدفونو فکر کړای وای.
بایډن زیاته کړه چې اسراییل پر دې هېواد د ایران د تېرې سهشنبې د ورځې د توغندوییز پراخ برید په وړاندې د غچ اخیستونکي اقدام په اړه کومې نتیجې ته نهدی رسېدلی، چې د دې هېواد په وړاندې څه ډول او څرنګه اقدام ترسره کړي.
بایډن همدارنګه وویل، د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو باید د هر راتلونکي اقدام په اړه په پرېکړه کې د امریکا ملاتړ په پام کې ونیسي او زیاته یې کړه، ده هڅه کړې چې په منځني ختیځ کې د یوې بشپړې جګړې د مخینوي لپاره نړیوال ملاتړ راجلب کړي.
د امریکا د ولسمشر تر دې څرګندونو مخکې پرون د ایران لوی مشر ایاتالله علي خامنهیي په تهران کې د جمعې په خطبه کې پر اسراییل د ایران برید قانوني او مشروع وباله او ویې ویل چې که اړتیا وي تهران به بیا هم دغه کار ترسره کړي.
د ښځو شل اوریز نړیوال جام؛ سویلي افریقا او نیوزیلنډ خپل سیالان مات کړل
د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ښځو ترمنځ د شل اوریز نړیوال جام نهم پړاو سیالیو په دویمه ورځ لومړۍ لوبه سویلي افریقا له وېسټ اینډیز او دویمه لوبه نیوزیلنډ له هندوستان وګټله.
د جمعې په ورځ د اکټوبر په ۴مه نېټه د عربي متحده اماراتو په دوبۍ ښار کې سویلي افریقا او وېسټ اینډیز سیالي وکړه چې، د لسو وېکټو په توپیر سویلي افریقا وګټله.
ویسټ اینډیز د ۱۲۰ منډو هدف ټاکلی و چې سویلي افریقا په اتلسم اور کې د خپلو پیلیزو توپ وهونکو پر مټ پوره کړ.
په دویمې لوبې کې بیا هندوستان د نیوزیلنډ د ۱۶۰ منډو په ځواب کې یوازې ۱۰۲ منډې وکړې او د ۵۸ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.
ټاکل شوې چې نن شنبه د اکټوبر په ۵مه نېټه اسټرالیا له سریلانکا او انګلستان له بنګلهدېش سره لوبې وکړي.