د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

د فوټسال په نړيوال جام کې د افغانستان لومړۍ لوبه ګټل تاريخي بری بلل شوی


د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله.

افغانستان د فوټسال په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه له افریقايي اتلې لوبډلې انګولا څخه ۶ پر څلور وګټله.

د افغانستان له لوري رضا حسین پور، اکبر کاظمي، مهدي نوروزي، حسین محمدي، امید قنبري او فرزاد محمودي ګولونه ووهل.

انګولا په لومړۍ نیمايي کې یوازې دوه ګولونه وهلي وو، خو په دویمه نیمايي کې یې په وروستیو څو دقیقو کې دوه نور ګولونه هم ووهل چې په هغه کې هم یو ګول پخپله د افغان ګول ساتونکي په تېروتنه وشو.

د افغانستان او انګولا د لوبې غوره لوبغاړی اکبر کاظمي شو

افغانستان په‌دې بریا سره دری امتیازونه خپل کړل او د جدول دویم ټیم شو، ځکه په بله لوبه کې ارجنتاین اوه پر یو اوکراین له‌مخې لرې کړ.

د افغانستان او انګولا د لوبې غوره لوبغاړی اکبر کاظمي شو، چې وتوانېد دوه واره د افغانستان په ګټه ګول ووهي.

د افغانستان د لوبې لپاره په ازبکستان کې مېشت افغان کډوال هم ورغلي وو چې شمېر یې شاوخوا دوه زره تنه ښوول شوی او د افغان ټيم مینه‌والو تر پایه خپل لوبغاړي تشویق کړل.

د افغانستان له لوري رضا حسین پور، اکبر کاظمي، مهدي نوروزي، حسین محمدي، امید قنبري او فرزاد محمودي ګولونه ووهل.
د افغانستان له لوري رضا حسین پور، اکبر کاظمي، مهدي نوروزي، حسین محمدي، امید قنبري او فرزاد محمودي ګولونه ووهل.

د افغانستان بله لوبه همدا چهارشنبه د ارجنتاین په وړاندې ترسره کېږي چې هغه به هم د تاشکند په هومو سالون کې وشي.

د فوټسال د ملي ټیم سر روزونکي مجید مرتضايي د انګولا په وړاندې د بریا او د راتلونکې لوبې په اړه وویل: "زما توقع تر دې لوړه وه خو د نړیوال جام فشار یو اندازه په لوبغاړو باندې حاکم وو، موږ ګول واهه او انګولا هم بېرته ګول ترسره کاوه، خو بیا هم موږ وتوانېدو چې لوبه ښه کنټرول کړو او بلاخره یې وګټو، د راتلونکې لوبې په اړه باید ووایم چې د ارجنتاین او افغانستان لوبه به د دغه نړیوال جام یوه تر ټولو ښه لوبه وي ځکه افغان لوبغاړي چې زه پوهېږم د ښو ټیمونو په وړاندې ښه لوبه کوي."

د فوټسال په نړیوال جام کې د افغانستان په اولنۍ بریا باندې ګڼو افغانانو او د فوتسال مینه‌والو خوښي ښوولې.

له دې ډلې ځینو مهمو ورزشي څېرو له هغې ډلې د کرکټ پيژندل شوي ستوري راشد خان دا د افغانستان تاریخي بریا بللې او د فوټسال ملي ټيم ته یې د لا زیاتو بریاوو هیله کړې ده.

فیفا د فوټبال نړیوال فدراسیون هم لیکلي، چې افغانستان په نړیوال جام کې بریا ته ورسېد.

د فوټسال په نړیوال جام کې چې دا وار د ازبکستان په کوربه‌توب پیل شوی، د نړۍ د فوټسال ۲۴ غوره لوبډلې ګډون لري.

په‌دې کې د افغانستان په څېر ټیم هم شته چې، لومړی وار نړیوال جام کې لوبیږي خو د برازیل په څېر څو دوره‌يي اتله لوبډله هم حضور لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG