د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

روسیې او اوکراین د یو بل څه باندې سل-سل تنه بندیان خوشې کړل


اوکرايني ازاد شوي سرتېري
اوکرايني ازاد شوي سرتېري

د اوکراین په ختیځ کې د سختو جګړو له دوام سره سره، مسکو او کییف د متحده عربي اماراتو په منځ‌ګړیتوب د شنبې په ورځ ۱۰۳ جنګي بندیان سره تبادله کړل.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د شنبې په ورځ (سپتمبر ۱۴مه) تایید کړه چې هېواد یې ۱۰۳ پوځیان د روسیې له زندانه راخوشې کړل.

زیلنسکي په خپله ایکس‌پاڼه په یوه بیان کې لیکلي: "زموږ خلک په کور کې دي، موږ په بریالیتوب سره ۱۰۳ نور جنګیالي د روسیې له بند څخه اوکراین ته راستانه کړل."

په دغو کسانو کې ۸۲ عسکر او ضابطان او ۲۱ افسران شامل دي.

په دغو کسانو کې ۸۲ عسکر او ضابطان او ۲۱ افسران شامل دي.

هغه د اوکرایني پوځیانو عکسونه خپاره کړل چې یو بل یې په غېږ کې نیولي او د مبایلونو له لارې له خپلو کورنیو سره غږیږي.

زیلنسکي د بندیانو د تبادلې د ټیمونو د هڅو ستاینه کړې ده.

اخوا د روسیې د دفاع وزارت هم اعلان کړی، چې د متحده عربي اماراتو په منځ‌ګړیتوب یې د یوې موافقې له‌مخې ۱۰۳ اوکرایني پوځیان د همدې شمېر روسي جنګي بندیانو د خلاصون په بدل کې تبادله کړي.

د روسیې دفاع وزارت د خوشې شویو روسانو یوه ویډیو هم خپره کړې ده.

دا ویډیو اسوشیتید پرېس اژانس خپره کړې، چې په‌کې یو خوشې شوی روسی عسکر وايي: "ما د ارامۍ ساه واخیسته، پوهېږم چې کور ته به ځم، هر څه شاته پاتې دي او نور د تشویش ځای نه‌شته"

د خوشې شويو اوکرايني بنديانو يو انځور
د خوشې شويو اوکرايني بنديانو يو انځور

د روسیې او اوکراین د عسکرو دا تبادله یوه اوونۍ وروسته له هغه وشوه چې په ورته یوه اقدام کې روسیې او اوکراین د متحده عربي اماراتو په منځ‌ګړیتوب په یوه تړون کې هر یو د ۱۱۵ جنګي بندیانو تبادله وکړه.

د روسیې د دفاع وزارت په وینا، د شنبې په ورځ خوشې شوي روسي پوځیان په کورسک سیمه کې د اوکراین د عملیاتو پر مهال نیول شوي وو.

د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ، د خبرو اترو د بهیر په نتیجه کې د کرسک په سیمه کې نیول شوي ۱۰۳ روسي پوځیان د کیف د رژیم تر کنټرول لاندې له سیمې خوشې او په بدل کې یې د اوکراین د پوځ ۱۰۳ جنګي بندیان هغوی ته وسپارل شول.

د دغه وزارت د اعلامیې له‌مخې خوشې شوي روسي سرتیري اوس د بیلاروس په خاوره کې رواني او طبي مرستې ترلاسه کوي.

اوکرایني چارواکو له‌دې مخکې ویلي وو، چې د دغه هېواد ځواکونو په کرسک کې د بریدونو پر مهال لږ تر لږه ۶۰۰ روسي سرتيري نیولي او دا لاسته‌راوړنه به د نیول شویو اوکراینیانو په بېرته راستنولو کې مرسته وکړي.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت له‌دې تړونه د یوې "بریا" په توګه هرکلی کړی او د شنبې په ورځ یې د دواړو خواوو د همکارۍ مننه وکړه.

د متحده عربي اماراتو په منځ‌ګړیتوب د تبادله شویو جنګي بندیانو شمېر تر دې دمه ۱۹۹۴ کسانو ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG