د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

فیزیوتراپۍ نړیواله ورځ؛ یو شمېر افغانان یې د ګټې او اغېزمنتیا په تړاو خوښي څرګندوي


ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر ناروغان د فیزیوتراپۍ کولو پر مهال
ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر ناروغان د فیزیوتراپۍ کولو پر مهال

یو شمېر هغه کسان چې بدني ستونزې يې تجربه کړي، وايي چې د فیزیوتراپۍ خدمتونو یې له بیا روغتیا سره مرسته کړې ده.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکي محمد ولي دولتزي ازادي راډیو ته وویل چې څه موده وړاندې د کرکټ لوبې پر مهال یې په ملا کې ستونزه پیدا شوه، خو له فیزیوتراپۍ سره یې حالت ښه شوی.

دولتزي وویل: "ما زیاتې ستنې وکړې او درملنه مې وکړه، دوا مې وخوړه خو نتیجه یې ورنه‌کړه، فیزیوپراپۍ ته تقریباً ۱۵ ورځې په پرله‌پسې توګه لاړم، اوس د خدای شکر دی د پخوا په څېر ښه شوی یم."

د دغه برخې ځینې متخصصین وايي چې فیزیوپراپي له طبی برخو څخه یوه هغه ده چې د بدني سلامت او روغتیا لپاره ترې استفاده کېږي او په ورته وخت کې د فیزیوپراپۍ د کولو هدف د درد کمول، د عضلو د پړسوب کمښت، د عضلاتي قوت زیاتوالی او د فزیکی زیانونومخنیوی دی.

د فیزیوتراپۍ د برخې ټرېنر یا روزونکی ډاکتر صدیق‌الله ازادي راډیو ته وویل چې دغه خدمتونه د ټولو ورزشکارانو، امیندواره مېرمنو او هغوی چې غضلې سره نیولې وي، ګټور دي.

هغه وايي: "فیزیوتراپۍ هم معلول او هم هغوی چې کوم معلولیت نه لري ورته کېږي، په دغو خدمتونو کې ډول ډول تمرینونه شته، له وسایلو څخه په استفادې د جسمي سلامت او په ورځنیو چارو کې د دردونو له کمولو سره مرسته کوي."

ارشیف: یو ناروغ د فیزیوتراپۍ پر مهال
ارشیف: یو ناروغ د فیزیوتراپۍ پر مهال

په همدې حال کې ځینې هغه کسان چې فیزیوتراپۍ ته اړ دي او په سختۍ یې لګښتونه پوره کوي، وايي چې دولت باید په روغتیايي کلینیکونو د فیزیوتراپۍ خدمتونه په وړیا توګه وړاندې کړي.

د کاپیسا ولایت اوسېدونکې رمزیې په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په افغانستان کې ستونزې ډېرې دي او باید روغتیايي خدمتونه وړیا وي، ځکه چې خلک د درد او رنځ له کبله له منځه ځي، نه شي کولای چې درملنه وکړي، که خدمتونه وړاندې شي خلک به هوسا شي، زه همدا اوس د ملا درد لرم."

د افغانستان د فیزیوتراپۍ ټولنه وايي چې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت سره د شوې هوکړې له مخې، په شخصي روغتونو کې د فیزیوتراپۍ د هرې جلسې بیه له ۲۰۰ څخه تر ۲۵۰ افغانیو پورې ده.

د دغه ټولنې د مسوولانو په وینا، وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د فیزیوتراپۍ خدمتونه ښه شوي او دا مهال له زرو څخه زیات متخصصین په دولتي او شخصي روغتونونو او ځینو موسسو کې کار کوي.

د دغه ټولنې د نشراتو او معلوماتو مسوول افتخار احمد احمدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د معلولو او په کورنیو جګړو کې د زیانمن شویو کسانو شمېر ته په کتو لا ډېرو فیزیوتراپستانو ته اړتیا شته.

احمدي وايي: "زموږ د ټولنې په هڅو د دولتي روغتونونو په ولایتي او د ولسوالیو په هغو کې د فیزیوتراپۍ برخه زیاته شوې، خو د فیزیوتراپۍ تشکیل ډېر کم دی، موږ په حوزوي روغتونو کې یوازې څلور فیزیوتراپیستان لرو چې دغه شمېر آن یوې ولسوالۍ ته بسنه نه کوي، په ځینو دولتي روغتونو کې بیخي نه‌شته."

نوموړی وايي، هر کال ځیني فیزیوتراپیستان روزل کېږي چې باید د هغوی لپاره د فعالیت زمینه برابره شي څو خلکو ته ډېر خدمتونه وړاندې شي.

خو د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې نن د سپټمبر د میاشتې اتمه نېټه د فیزیوتراپۍ نړیواله ورځ ده.

دغه ورځ په کال ۱۹۵۱م کې په دې هدف ونومول شوه چې په ټوله نړۍ کې د ټولنې د سلامتیا لپاره د فیزیوتراپیستانو د کار د اهمیت په اړه عامه پوهای وشي.

سږ کال د دغې ورځ شعار "فیزیوتراپۍ سره د ملا درد کمښت" دی.

XS
SM
MD
LG