د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

د سپين بولدک-چمن لار د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد پر مخ پرانيستل شوه


ارشيف: د سپين-بولدک سرحدي سيمه
ارشيف: د سپين-بولدک سرحدي سيمه

د سپين بولدک-چمن لار له شاوخوا پنځو مياشتو تړل کېدو وروسته د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد پر مخ پرانيستل شوه.

د چمن په سیمه کې پرلت کوونکي وايي چې د روژې د میاشتې را رسېدو له امله یې د چمن-سپین بولدک لاره د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد پر مخ پرانیستې ده.

د دغو پرلت کوونکو ویاند صدیق اڅکزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د دوی له لوري د سوداګرو د صادراتو او وارداتو په برخه کې کومه ستونزه او خنډ نه‌شته.

هغه وايي: "موږ دا پرېکړه ځکه وکړه چې روژه را روانه ده، خو زموږ پرلت روان دی، موږ د هر ډول ټرانسپورټ، کانټینرونو، وارداتو او صادراتو لپاره لارې خلاصې کړې، ټولو ته اجازه ورکړل شوه."

په چمن کې د روان پرلت یوه څنډه
په چمن کې د روان پرلت یوه څنډه

د کندهار ولايت د وچې مېوې د صادروونکو ټولنه هم تاييدوي چې د سوداګرو مالونه چې له څو مياشتو راهيسې په سپين بولدک کې بند پاتې وو، اجازه ورکول شوې ده.

د يادې ټولنې مشر حاجي عبدالاحد ازادي راډيو ته وويل: "له‌دې خوا د وچې مېوې يو شمېر موټر چې صادرات وو، بند پاتې وو دا ډېر وخت او د وارداتو په برخه کې له هغه لوري چې هر ډول توکي وو، د سوداګرو مالونه چې بند پاتې وو، اجازه ورکړل شوې او د هغوى ستونزه هواره شوه."

خو نوموړي دا ونه ويل، چې د سوداګريزو توکو د بند پاتې کېدو له امله سوداګرو ته څومره زيان اوښتى دى.

خو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي چې تر اوسه یو شمېر کانټینرونو ته اجازه نه‌ده ورکړل شوې چې افغانستان ته ننوځي.

د دې خونې اجرائیوي مشر نقیب الله صافي ازادي راډيو ته وویل: "هغه کانټینرونه چې اجازه ورکړل شوې ده، دوی له کراچۍ څخه افغانستان ته مالونه راوړل او په سپين بولدک کې ولاړ وو، دوی ته اجازه ورکړل شوه، خو هغه کانټینرونه چې یوه میاشت وړاندې د چمن سیمې ته رسېدلي اجازه نه‌ده ورکړل شوې، د پرلت د مشرتابه له‌خوا په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې اجازه به ورکړي، خو تر اوسه اجازه نه‌ده ورکړل شوې."

هغه زیاته کړه چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې له‌خوا د دغې ستونزې د حل لپاره هڅې روانې دي.

په چمن کې روان پرلت د تېر ۲۰۲۳م کال د اکټوبر له ۱۲مې نېټې راهیسې دوام لري چې زرګونه کسانو په‌کې ګډون کړی او دوی د پاکستان له حکومته غواړي چې د کرښې دواړو غاړو ته د اوسېدونکو لپاره د پاسپورټ او وېزې لرلو شرط لغوه کړي.

پرلت کوونکو د خپلو اعتراضونو په ترڅ کې د چمن-سپين بولدک دروازه هم د هر ډول ترافيکو پر مخ تړلې وه.

د سپین بولدک-چمن تر څنګ د تورخم او افغانستان او پاکستان نورې لارې هم د پاکستان د موقت حکومت له‌خوا د ویزو او پاسپورټونو د نه لرلو له امله څو ځلې د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې دي، چې د سوداګرو په خبره په پایله کې یې د دواړو خواو سوداګرو ته سلګونه زره امریکايي ډالر زیان اوښتی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG