د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

د جنوا دفتر ځينې لګښتونه کم کړي؛ پر افغانستان يې اغېز څه دی؟

افغانستان، سومالیا، وینزویلا او متحده‌ایالتونه د هغو ۵۱ غړو هېوادونو په ډله کې دي چې په جنوا کې یې د ملګروملتونو د دفتر حق العضویت یا پوره یا نه‌دی سپارلی.
افغانستان، سومالیا، وینزویلا او متحده‌ایالتونه د هغو ۵۱ غړو هېوادونو په ډله کې دي چې په جنوا کې یې د ملګروملتونو د دفتر حق العضویت یا پوره یا نه‌دی سپارلی.

د ملګروملتونو د جنوا دفتر د بودیجې د کمښت په خاطر ځینې برخې بندې او لګښتونه کم کړي.

په جنوا کې د ملګروملتونو دفتر د بشري مرستو، بشري حقونو، سوداګرۍ او پراختیا پروګرامونه مخته وړي.

یاد دفتر که څه هم د افغانستان د ځانګړي راپورتر ریچارډ بېنيټ ماموریت تمدید کړی، خو معلومه نه‌ده چې د اقتصادي محدودیتونو په سبب به څومره د افغانستان ماموریت اغېزمنیږي.

ریچارد بېنيټ سږ او وړم کال د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بشري حقونو په برخه کې د طالبانو د پراخو محدودیتونو په تېره بیا د ښځو په اړه لګېدلي بندیزونه د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا له لارې تر نړیوالې ټولنې ورسول.

بېنيټ دمګړۍ د طالبانو له لوري افغانستان ته ممنوع الورود دی او وروستی وار هلته د ورتلو اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

د ملګروملتونو په جنوا څانګه کې د افغانستان سفارت او دایمي استازولي لا د ۲۰۲۳ کال د حق العضویت د نه سپارلو په اړه دلایل نه‌دي وړاندې کړي.

افغانستان نه یوازې په جنوا بلکې په نیویارک کې هم د ملګروملتونو پوروړی دی.

سږ کال له مې میاشتې راهیسې په نیویارک کې د ملګروملتونو په مقر کې د افغانستان دایمي استازولۍ په عمومي اسمبلیو کې د رای ورکولو حق له لاسه ورکړ.

عمده دلیل یې د شاوخوا نهو لکو ډالرو پور دی چې یاده استازولي یې باید ملګروملتونو ته وسپاري.

دا پیسې د څو کلونو د حق العضویت په تړاو په افغانستان باندې پاتې دي.

د ملګروملتونو د جنوا دفتر ویلي د بودیجې د کمښت په سبب یې د شاوخوا ۱۲ میلیونو ډالرو په اندازه مصارف کم کړي، خو که پوروړي هېوادونه خپل حق العضویت ادا نه‌کړي د دوی عملیاتي چارې او کارکوونکي له خطر سره مخ کېږي.

"دا د ملګروملتونو کړکېچ نه‌دی، بلکې دا د خپله غړو هېوادونو مسوولیت دی.

اسوشیتید پرېس لیکلي د ملګروملتونو دا څانګه د نړیوالې ډپلوماسۍ مرکز دی چې په نړۍ کې د بحرانونو د حل او څېړنې په اړه سلګونه غونډې او پروګرامونه مخته وړي خو سږ کال اړ دی چې لګښتونه تر ډېره کم کړي.

افغانستان، سومالیا، وینزویلا او متحده‌ایالتونه د هغو ۵۱ غړو هېوادونو په ډله کې دي چې په جنوا کې یې د ملګروملتونو د دفتر حق العضویت یا پوره یا نه‌دی سپارلی.

د امریکا پور تر ټولو زیات دی خو ژمنه یې کړې چې د خپلو یو میلیارد او سلو میلیونو ډالرو پور په تدریجي توګه ورکړي.

د ولسمشر جوبایډن ادارې ویلي چې غواړي پورونه ورکړي خو کانګرس په‌دې اړوند بودیجه نه ده پاس کړې.

د چارو شننونکي له هغې ډلې د جنوا د ستراتیژيک مشارکت د انستیتوت مشر اچیم وینمن خبرداری ورکوي چې د اقتصادي محدودیتونو په سبب د ملګروملتونو په پروګرامونو کې خنډ او ځنډ به د ټولو غړو په زیان تمام شي.

نوموړی وايي: "دا د ملګروملتونو کړکېچ نه‌دی، بلکې دا د خپله غړو هېوادونو مسوولیت دی. هغوی باید پام وکړي او سیستم په کار واچوي ځکه هر یو به تاوان وکړي که دا سیستم کار ونه کړي."

د راپورونو له‌مخې د جنوا د دفتر ځینې ودانۍ تړل شوي، د اوړي پر مهال د خونو د سړولو او په ژمي کې د تودوخې اسانتیاوې کمې شوي، تر څنګ یې د عملیاتي چارو لپاره سفرونه هم ځنډول شوي.

د اقتصادي محدودیتونو په سبب تر اوسه د سوډان پروګرام اغېزمن شوی او د نورو هېوادونو د اغېزمنېدو وېره هم شته.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG