د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

منځنۍ اسیا د اتلولۍ لوبو کې د افغان فوټبال لوبډلې اتلولي؛ افغانان یې ویاړ او لویه لاسته راوړنه بولي


د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنو لوبډلې د اسیا مرکز اتلولي له ګټلو وروسته خپله بریا په خوښیو نمانځي.
د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنو لوبډلې د اسیا مرکز اتلولي له ګټلو وروسته خپله بریا په خوښیو نمانځي.

د منځنۍ اسیا د اتلولۍ په لوبو کې د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلونو کم عمره لوبډلې اتلولي د افغانانو له هرکلي سره مخ شوې ده.

د غور ولایت اوسېدونکی حمیدالله چې د منځنۍ آسیا د فوټبال تر ۱۷ کلونو کم عمره په جام کې د افغانستان په اتلولۍ خوښ دی، وايي چې دا یوه لویه لاسته راوړنه ده.

هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي چې په دې لوبو کې د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلونو کم عمره لوبډلې اتلولۍ د ورزش د نورو ملي لوبډلو د بریا په اړه هیله‌من کړی دی.

نوموړی زیاتوي: "په لومړي ځل د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ټیم بریا په اسیایي لوبو کې د خوښۍ شېبه وه او خلکو په شونډو یې خندا خوره کړه، دا زموږ ټولو لپاره لویه بریا ده او هیله لرم چې زموږ ټول ملي ټیمونه د افغانستان لپاره ویاړونه وګټي."

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی سید اکبر هم د دغې بریا په اړه خوښ دی.

هغه وویل: "زموږ د ۱۷ کلنو ټیم په اسیايي لوبو کې ډېرې لوبې ګټلي دي، ډېر زحمت یې ویستلی و او خولې یې توې کړي دي او دا د دې هڅو نتیجه وه چې د افغانستان لپاره یې لویه لاسته راوړنه لره،. موږ له اسلامي امارت څخه هم غواړو چې د سپورټ په بېلابېلو برخو کې ځوانانو ته فرصتونه برابر کړي."

د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلونو کم عمره لوبډلې د سنبلې د میاشتې په درېیمه نېټه د منځنۍ اسیا د ۱۷ کلونو د کم عمره فوټبال لوبو په پای لوبه کې له ازبکستان سره مخامخ شو چې د عظیم‌الدین حاجي‌زاده له‌خوا د ګول په وهلو سره یې لوبه وګټله او د دې سیالیو اتلولۍ یې په خپل نوم کړه.

د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنو لوبډلې له دې مخکې هم سیالۍ ګټلې دي.
د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنو لوبډلې له دې مخکې هم سیالۍ ګټلې دي.

په دې لوبو کې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان ټیم اتلولي ګټي.

د منځنۍ اسیا د ۱۷ کلونو د کم عمره فوټبال لوبې د اګست د میاشتې په ۱۷مه نېټه د شپږو ټیمونو افغانستان، ایران، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او قرغزستان په ګډون د تاجکستان په کوربه‌توب پیل شوې وې چې پرون د اګسټ د میاشتې په ۲۴مه د افغانستان په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو لوبو کې ازبکستان دوهم او د تاجکستان ټیم ایران ته په ماتې ورکولو سره درېیم ځای خپل کړ.

په ورته وخت کې ټاکل شوې چې د افغانستان د فوټسال ملي ټیم له یوې میاشتې په کمه موده کې د فوټسال د ۲۰۲۴م نړیوال جام په لوبو کې برخه واخلي.

د فوټسال ملي لوبډلې د ثور په میاشت کې د اسیا د فوټسال د ملتونو په جام کې د بحرین، عراق او قرغزستان په ماتولو سره د فوټسال نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.

ټاکل شوې د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د فوټسال په نړیوال جام کې چې د سپټیمبر د میاشتې په ۱۴مه نېټه په ازبکستان پیلېږي د ارجنټاین په ګډون سره له یو شمېر لوبډلو سره لوبې وکړي.

یو شمېر افغانان په دغو لوبو کې د فوټسال د ملي ټیم له ګډون څخه د ملاتړ سربېره هیله‌مندي ښي چې لوبډله یې ښه وځلېږي.

احمد وايي: زموږ هیله بیا هم دا ده چې په دغو لوبو کې ټیم ښه وځلېږي او له دې لوبو د افغانستان خلکو ته ښې لاسته راونې ولري.

د کابل ښار یوه اوسېدونکي احمد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "زموږ د فوټسال ټیم ډېر پیاوړی شوی او په دې وروستیو کې ښه ځلېدلی او نړیوال جام ته یې لار پیدا کړې ده، زموږ هیله بیا هم دا ده چې په دغو لوبو کې ټیم ښه وځلېږي او له دې لوبو د افغانستان خلکو ته ښې لاسته راونې ولري."

د کندهار ولایت اوسېدونکی بخت محمد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "زه ویاړم چې زموږ ورزشکاران په سپورټي میدانونو کې ښه لوبېږي، دا چې زموږ د فوټسال لوبډلې نړیوالو لوبو ته لار پیدا کړې د ویاړ ځای دی او هیله لرم چې د ځپلو سیالانو په ماتولو سره ډک لاس راوګرځي."

یو شمېر افغانان وايي، د فوټبال، فوټسال، کرکټ او نورو سپورټي برخو کې د افغان لوبغاړو بریاوو خوښ کړي دي.

دوی د طالبانو حکومت، له نړیوالو فدراسیونو او نورو ورزشي بنسټونو غواړي چې دغه افغان لوبغاړو په نړیوالو میدانونو کې یوازې پرې‌نه‌نږدي او ملاتړ یې وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG