د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

اشلیکي د ترکمنانو سيمه‌ييز خواړه چې افغانستان کې هم پخيږي؛ تاسو کله خوړلي؟


د اشليکي په نوم د خوړو يو عکس.
د اشليکي په نوم د خوړو يو عکس.

اشلیکي هغه خواړه چې د ترکمنانو له کلتور او تاریخ سره ژوره اړیکه لري.

یو شمېر افغان ترکمنان وايي، له کلونو راهیسې یې اشلیکي پخوي په ځانګړي ډول خپلو ډېرو قدرمنو مېلمنو ته.

د جوزجان ولایت اوسېدونکې منیژه د اشلیکي تاريخچه هغه وخت سره تړي چې په ټکو یې ترکمنانو د خېمو په شان له سپینو ټوټو جوړو کورونو کې ژوند کاوه.

نوموړې ادعا کوي چې اشلیکي له نن څخه ډېر مخکې د یوې ترکمنې ښځې نوښت دی.

منیژې ازادي راډیو ته وويل: "له سپينو ټوکرو څخه یې کور جوړاوه او هلته به یې ژوند کاوه، هغه به يې هم کوټه او هم پخلنځی و. په مینځ کې یې یوه کنده جوړوله، ځان ته به يې نغری جوړ کړ بیا د اشلیکي اور به يې هلته جوړاوه، ځکه چې هغه وخت خلکو دیګونه او کاسې نه لرلې. اوس هر چېرې رسم، رواج او کلتورونه بدل شوي، هغه وخت يې ډېر ډبل جوړول او یوه خوا به يې سورۍ کړ او شوروا به يې ترې واخیسته."

منيژه وايي، چې اشلیکي له نن څخه ډېر مخکې د یوې ترکمنې ښځې نوښت دی.
منيژه وايي، چې اشلیکي له نن څخه ډېر مخکې د یوې ترکمنې ښځې نوښت دی.

اشلیکي په اصطلاح د غوښې یو ډول کیک دی چې د اوړو زوالې د لویو دایرو په څېر هواریږي او بیا په هغې کې هغه کوفته شوې غوښه اېښودل کېږي، کوم چې پرته له کوم لوښي د شګو او سکروټو تر مینځ پخیږي، خو ویل کېږي چې اوس دا خواړه په داش یا عصري تبخي هم چمتو کېږي.

عزیزه سادات هم وایي، چې اشلیکي یوه هوسانه ده چې ډېری وخت یې په مېلمستیاو یا ځانګړو مراسمو کې پخوي.

"کابو دولس کاله کېږي چې په‌دې ښار کې موږ اشلیکي پخوو او خلک مو ورسره آشنا کړي."
محمد بابر د اشليکي خرڅونکی

هغې د دې خواړو د پخولو د طریقې په اړه وویل: "کله چې زوالې تیارې شوې، پیاز، ترکاري، رومي، مرچ او مصالې ټول سره ګډوو، بیا اوړه هواروو او مينځ يې ډکوو، تبۍ ښه سره کوو، سکروټي ډېرې په کاریږي ځکه چې په همغه سکروټو پخیږي، بیا یې په سر هم اوړه ږدو چې ايرې يې مینځته دننه نه‌شي."

اشلیکي نه یوازې په افغانستان کې د ترکمنانو د دسترخوان ښایست دی، بلکې هغوی دا خواړه له نورو سره هم تقسیم کړي.

د مزار شریف ښار اوسېدونکی محمد بابر په یاد ښار کې د اشلیکي پخولو رستورانت لري.

بابر وویل: "کابو دولس کاله کېږي چې په‌دې ښار کې موږ اشلیکي پخوو او خلک مو ورسره آشنا کړي."

د اشليکي په نوم د خوړو يو عکس.
د اشليکي په نوم د خوړو يو عکس.

ویل کېږي چې اشلیکي په افغانستان کې یو له لسو مشهورو مروجو خوړو څخه دي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د ډېرو قومونو په لرلو بېلابېل او خوندور خواړه لري، ځینې دا خواړه یې نړیوال شهرت لري.

پیرکي یو له هغو خوړو څخه دي، چې په ٢٠٢٣ کال کې د "ټیسټ اطلس" وېب‌پاڼې په درجه بندۍ کې د نړۍ د ١٠٠ خوندورو دودیزو خوړو په مینځ کې یې ٣٠ ام ځای خپل کړ.

د دې وېب‌پاڼې په افغانستان برخه کې د پیرکیو سربېره نور مشهور افغاني خواړه لکه قابلي پلو، منتو، جلبۍ، د تورو بانجان بوراني، ګوش فیل، د کدو بوراني، اشک، ماش ابه، چوپان کباب، آش او نور افغاني خواړه هم معرفي شوي وو.

XS
SM
MD
LG