د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۷

افغانستان

د ازبکستان صدراعظم د يو پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی

د ازبکستان صدراعظم عبدا‌لله عارف‌اوف
د ازبکستان صدراعظم عبدا‌لله عارف‌اوف

د ازبکستان صدراعظم عبدالله عارف‌اوف نن شنبه د هغه هېواد د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته ورسېد.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله ایکس‌‌پاڼه لیکلي، چې عبدالله عارف‌اوف به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د تجارتي اتصال په دوه اړخیزه غونډه کې برخه واخلي او بیا به د ازبکستان د تولیداتو او محصلاتو یو نندارتون پرانیزي.

دا له کله چې درې کاله مخکې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، د ازبکستان د صدراعظم لومړی رسمي سفر دی.

تر اوسه د ازبکستان په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو ازبکستان د ګوتو په شمېر هېوادونو له ډلې دی، چې له طالبانو سره رسمي تعامل لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په کابل کې د بس چپه کېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي دي

عکس له سوشل میډیا
عکس له سوشل میډیا

د طالب چارواکو په وینا د چهارشنبې په سهار په کابل کې یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل شوي دي.

دا پېښه د اګست په ۲۷مه سهار وختي د کابل په ارغندي سیمه کې رامنځته شوې ده. بس د افغانستان له جنوبه د کابل پر خوا روان و او د هلمند او کندهار مسافر پکې سپاره وه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د بې احتیاطۍ په نتیجه کې رامنځته شوې ده او په پېښه کې ۲۷ کسان ټپیان دي.

دا پېښه یو څو ورځې وروسته له هغه ده چې په هرات ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې په نتیجه کې یوه بس اور واخیست او ۷۹ کسان پکې ووژل شول.

مرکزي اسیا هیوادونو د افغانستان د امنیتي او بشري ننګونو په اړه خبرې وکړې

عکس ارشیف
عکس ارشیف

د افغانستان د مرکزي اسیا د ګاونډي هیوادونو استازو په یوه غونډه کې د افغانستان د امنیتي، سیاسي او بشري ننګونو په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان لپاره د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړو استازو د سې شنبې په ورځ په تاشکند کې سره ولیدل.

د معلوماتو له مخې په استانه کې تر سره شوې د مرکزي اسیا هیوادونو د مشرانو تر شپږمې مشورتي غونډې وروسته د ګډو ګټو پر مسلو د خبرو لپاره د یوه خپلواک سیمه ایز پلایټ فارم پر جوړولو ټینګار وکړ.

دوی د افغانستان له خوا رامنځته کېدونکو امنیتي ننګونو، د پولې شا او خوا تهدیدونو او په دې هیواد کې د وروستیو پرمختګونو له امله رامنځته شوي بشري بحران ته د ګډ ځواب ویلو پر اړتیا ټینګار وکړ.

په داسي حال کې چې یوه مرکزي اسیا هیواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، دوی د سرحدونو پر مدیریت، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې، سوداګرۍ او بشري ملاتړ په برخو کې د طالبانو له حکومت سره تماسونو ته دوام ورکړی دی.

جرمني هغه افغانان له پاکستانه لیږدوي چې محکمې د پناورکولو وړ بللي دي

پاکستان کې دریمو هېوادونو ته د تګ په تمه افغانان چې یوه پارک کې دیره شوي
پاکستان کې دریمو هېوادونو ته د تګ په تمه افغانان چې یوه پارک کې دیره شوي

جرمني د هغو یوشمیر افغانانو د منلو پروسه پیلوي چې دا مهال په پاکستان کې د ډيپورت له خطر سره مخامخ دي.
فرانس پریس دا خبره پرون سه شنبه ( د سنبلې ۴مه) د جرمني د یوې دولتي سرچینې په حواله کړې ده.

د جرمني دولتي سرچینې ویلي، هغه افغانان به په تدریجي ډول جرمني ته ولیږدول شي چې محکمې له قانوني پلوه د جرمني د ویزې وړ بللي دي.

دا اعلان داسې مهال کیږي چې د جرمني د بشري حقونو یوه کمشنر تازه د کورنیو چارو له وزارته وغوښتل چې پاکستان کې د جرمني په تمه میشتو افغانانو ته ژر تر ژره ویزې ورکړي.
شاوخوا دوه زره افغانان چې جرمني د پنا ژمنه ورکړې دا مهال پاکستان کې له فشارونو سره مخامخ دي او د جرمني خبري اژانس څو ورځې وړاندې راپور ورکړ چې له دې ډلې ۲۱۰ افغانستان ته ډیپورت شوي دي.

په جرمني کې د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره د کډوالو تګلارې سختې شوې او دې کار د هغو افغانانو د لېږد چارې هم ټکنۍ کړې چې جرمني د پنا ژمنه ورکړې ده.

جرمني څارنوالانو یو افغان د دوو کسانو په قتل تورن کړ

د جرمني پولیس د مګدیبورګ محکمې مخې ته، ارشیف
د جرمني پولیس د مګدیبورګ محکمې مخې ته، ارشیف

د جرمني څارنوالانو یو ۲۴ کلن افغان د دوو کسانو د قتل او ۴۴ نورو د قتل په هڅه تورن کړی دی.

د جرمني خبري اژانس ( ډي.پي.اې) لیکلي، تورن کس په تیره فبروري میاشته کې په مونیخ کې د کارګرانو د حقونو په پار راوتلي لاریون باندې موټر خیژولی.

څارنوالانو پرون سه شنبه د خپلې پریکړې په اعلامیه کې ویلي چې تورن کس د مذهبي انګیزې له مخې دا کار کړی دی او دوی دا شک هم څرګندوي چې ممکن له اسلامي دولت ډلې یا بلې ترهګریزې ډلې سره به تړاو ولري.

تورن کس چې نوم یې اخیستل شوی نه دی دا مهال په توقیف کې د محکمې پریکړې ته په تمه دی او معلومه نه ده چې څه ډول سزا به ورته واورول شي.

جرمني کې تیر کال څو داسې تاوتریخجنې پيښې وشوې چې عاملان یې افغان کډوال وو.

د اندراګاندي روغتون داکټران؛ له هرو لسو ماشومانو درې يې په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

په کابل کې د اندراګاندي روغتون داکټران وايي، " په تیرو دوو میاشتو کې د ماشومانو ترمنځ خوارځواکۍ د نورو وختونو پرتله زیاته شوې ده".

د دغه روغتون داکټرانو پرون دوشنبې د افغانستان کورنیو رسنیو سره خبرو کې ویلي،" په هرو لسو ماشومانو کې درې يې د سختې خوارځواکۍ له کبله بستریږي".

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام او یو شمیر نورو نړیوالو سازمانو په خپلو راپورونو کې ویلي وو چې په افغانستان کې څه باندې درې نیم میلیونه له پنځو کالونو کم عمره ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

د دغو نړیوالو ادارو په ټکو، څه باندې یو اعشاره دوه میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکي میندې هم د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.

د بشري مرستو رسونکي ادارې وايي، د امریکا او نورو نړیوالو د مرستو په بندیدو سره دغو خوارځواکو ماشومانو او میندو ته رسیدنه ستونزمنه شوې ده.

بازمحمد مبارز د موی ټای په سیالۍ کې خپل بحریني سیال ته ماتې ورکړې

د ازادو سیالیو لوبغاړي بازمحمدمبارز پرون دوشنبې د لومړی ځل لپاره د موی ټای په برخه کې خپل ایراني اصله بحریني سیال ته ماتې ورکړه.

دغه سیالۍ چې د ټایلنډ په پوکیت ښار کې ترسره شوه، باز محمد په کې له دریو پړاوو وروسته خپل سیال ماتی کړ.

د موی ټای په سیالۍ کې هر پړاو درې دقیقې وي.

مبارز چې له دې وړاندې د ازاد سیالیو په برخه کې افغانستان ته ویاړونه راوړي او دا يې لومړی ځل دی چې د موی ټای په برخه کې بریا ترلاسه کوي.

پاکستان او ایران یوازي په یوه ورځ نژدې اته زره افغانان ایستلي دي

عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د طالبانو د حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي: د اګست په ۲۴مه، د یکشنبې په ورځ له ایران او پاکستانه شا او خوا اته زره کډوال له دغو هیوادونو ایستل شوي دي.

د کمیسیون ارقام ښیي چې په ورته ورځ له پاکستانه ۴۵۱۵ او له ایرانه ۳۳۵۰ کډوال ایستل شوي دي.

په وروستیو ورځو کې له پاکستانه د ورځني اخراج کچه یو ځل بیا لوړه شوې ده.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ( یو، این ، ایچ، سی ، ار) د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیله تر اوسه ۲.۳ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

طالب چارواکو د پلخمري په بند کې د بریښنا د شبکې د بشپړیدو اعلان وکړ

د دوشنبې په ورځ په پلخمري ښار کې د مراسمو پر مهال د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د پلخمري په بند کې د بریښنا د شبکې د بشپړیدو اعلان وکړ.

د طالبانو د چارواکو په وینا، دا پروژه ۴۳ ملیونه افغانۍ (شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ ډالر) لګښت لري او پکې په پلخمري ښار کې د ۸ کیلومتره ویش لینونو جوړول او د لیږد لپاره د اوو نویو برجونو نصبول شامل دي.

د پلخمري نساجي بند، چې په ۱۹۵۰ لسیزه کې د پخواني شوروي اتحاد په مرسته جوړ شوی، د افغانستان د لومړنیو اوبو بریښنا له پروژو څخه دی.

دا بند د شاوخوا ۴.۵ میګاواټه بریښنا د تولید ظرفیت لري او د بغلان او شاوخوا سیمو لپاره د بریښنا یوه مهمه سرچینه پاتې ده.

د دغه بند تاسیسات د لسیزو جګړو په مهال زیانمن شوي خو اوس هم په بریښنا رسولو کې مهم رول لوبوي.

د اسلام اباد عالي محکمې د ۱۸ افغانانو د ایستلو پروسه ودروله

د اسلام اباد عالي محکمې (IHC) د دوشنبې په ورځ د ۱۸ افغانانو د اخراج د پروسې مخه ونیوله او د کورنیو چارو له وزارته، د ملي احصایې او ثبت ادارې (نادرا)، د مهاجرت عمومي رییس، د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FIA) او پولیسو یې د دوی د ځواب غوښتنه وکړه.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، قاضي القضات سرفراز ډوګر د افغان اتباعو لخوا د هغو عریضو په اړه حکم صادر کړ چې د حکومت لخوا د دوی د ثبت (PoR) کارتونو د لغوه کولو پریکړه یې ننګولې وه.

د عریضه کونکو وکیل استدلال وکړ چې فدرال حکومت د اګست په ۴، د دوی قانوني PoR کارتونه لغوه کړل او د دوی د بیرته ستنیدو امر یې وکړ.

محکمې دا حکم هم وکړ چې دغه اتلس افغانان باید تر راتلونکي پریکړې پورې ونه ایستل شي.

ټاکل شوې ده د دې قضیې بله مرحله د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر په ۱۸مه تر سره شي.

اروپایي ټولنې له افغان ماشومانو سره ۱۰ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

په کابل کې د یونسف او اروپایي ټولنې استازي د مرستو د هوکړې پر مهال، عکس د اروپایي ټولنې د کابل د دفتر له ویبپاڼې
په کابل کې د یونسف او اروپایي ټولنې استازي د مرستو د هوکړې پر مهال، عکس د اروپایي ټولنې د کابل د دفتر له ویبپاڼې

اروپایي ټولنې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره لس میلیونه یورو مرسته اعلان کړې ده.

په کابل کې د دغې ټولنې دفتر پرون یکشنبه ( د سنبلې ۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه اندازه پیسې به د یونسف له لارې د اړمنو افغان ماشومانو په ځانګړې توګه هغوی په ژوند ولګول شي چې له ایران او پاکستانه ایستل شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د اروپایي ټولنې دا مرسته په دریو کلونو کې د افغان ماشومانو پر تعلیم، روغتیا، تغذیې او د ژوند په نورو لارو چارو لګول کیږي.

اروپایي ټولنې له ۲۰۱۸ کال راهیسې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره ۳۸ میلیونه یورو مرسته کړې.

د نړیوالو له دغو مرستو سره سره په افغانستان کې بشري وضعیت نازک دی او د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې نیمایي وګړي يې بشري مرستو ته اړتیا لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG