د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

نن کيميا يوسفي د المپيک سياليو کې د افغانستان په استازيتوب سيالي کوي


په اسټرالیا کې دېره افغانه ورزشکاره کیمیا یوسفي
په اسټرالیا کې دېره افغانه ورزشکاره کیمیا یوسفي

په‌داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د پاریس د المپیک په سیالیو کې د کیمیا یوسفي ګډون په رسمیت نه پېژني، خو هغه د افغانستان په استازولۍ سیالۍ کوي.

یوسفي چې د المپیک د ځغاستې په رشته کې سیالۍ کوي، تر خپلې لوبې یې وړاندې له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، دا ځل یې ټول تمرکز په‌دې دی چې د افغانستان د ښځو استازولي وکړي.

نوموړې وويل: "د المپیک په‌دې پړاو کې مې ټول تمرکز په ځانګړې توګه د افغانستان د ښځو او نجونو په استازولۍ دی. هغه ښځې او نجونې چې له تېرو درې کلونو راهیسې له خپلو لومړنیو حقوقو بې‌برخې دي. په‌دې سیالیو کې د افغانستان د ښځو له هیلو استازولي کوم او نړۍ ته وایم چې افغانې جونې هېرې نه‌کړي. افغانې جونې په افغانستان کې ستاسې ملاتړ ته اړتیا لري."

کیمیا یوسفي د هغه شپږ کسیزې ورزشي ډلې غړې ده چې د افغانستان په استازولۍ یې د پاریس د المپیک په سیالیو کې ګډون کړی دی.

د طالبانو حکومت ویلي دي چې، د المپیک په سیالیو کې د انجونو ګډون په رسمیت نه‌پېژني.

کیمیا یوسفي د دې سیالیو د لارموندنې د پړاو په درېیم ګروپ کې د نیکاراګوا، پاپوا نیوګیني، قطر، سوریه، واناتو، بولیویا او ګینه هېوادونو د لوبغاړو پر وړاندې سیالي کوي.

د دوی سیالي به نن داګست په دویمه نېټه د کابل پر وخت تر غرمې وروسته یوه بجه د پاریس د استاد دو فرانس په لوبغالي کې پیل شي.

دا درېیم ځل دی چې کيمیا یوسفي د المپیک په سیالیو کې د افغانستان استازولي کوي.

هغې په لومړي ځل د ۲۰۱۶ ز کال د برازیل او په ۲۰۲۰ کال د توکیو د المپیک په سیالیو کې هم ګډون درلود.

کیمیا یوسفي وروسته له هغې چې په ۲۰۲۱ ز کال طالبانو د افغانستان حاکمیت ترلاسه کړ، له هېواده ووته او په اسټرالیا کې یې د مهاجرت ژوند پیل کړ.

XS
SM
MD
LG