د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۱

نړۍ

د اسراييل صدراعظم د حزب‌الله ډلې پر وړاندې د سخت ځوابي اقدام ژمنه کړې

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د هغې خونړۍ حملې پر وړاندې د سخت ځوابي اقدام ژمنه کړې، چې د اشغال شوي ګولان په لوړو کې یې دولس تنه اسراییلي تنکي ځوانان ووژل.

نتنیاهو پرون د جولای ۲۹مه په مجدال شمس ښار کې هغې ساحې ته چې دا توغندویي حمله په‌کې شوې وه، ولاړ او ویې ویل د اسراییل دولت به دا برید بې‌ځوابه پرې نه‌ږدي او نه‌شي یې پرېښودلای.

هغه زیاته کړه چې اسراییل به خپل غچ واخلي او دا غچ به ډېر سخت وي.

اسراییلو او متحده‌ایالاتو د دې حملې پړه د لبنان د حزب‌الله ډلې غاړې ته اچولې ده.

دا په‌داسې حال کې ده چې لوېدیځو ډيپلوماتانو د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ د شخړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره هڅې پیل کړې دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

شهبازشریف وايي تر څو چې افغان خاوره پر پاکستان د برید لپاره کارول کېږي له افغانستان سره سوله ییزې اړیکې ممکنې نه دي

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وايي، افغان واکمنانو ته یې واضح پیغام لیږلی تر هغو له کابل سره سوله ییزې اړیکې نشي لرلی څو چې افغان خاوره په پاکستان د برید لپاره کارول کېږي.

اسوشیټیډ پریس راپور ورکړ چې شریف دا څرګندونې نن د اېبټ آباد په سیمه کې په یوه پوځي مراسمو کې وکړې.

هغه زیاته کړه: «موږ به د خپل ورور او ګاونډي هیواد افغانستان سره د ښو اړیکو او ښه تفاهم لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو، خو په ورته وخت کې موږ د افغانستان لنډمهاله حکومت ته یو قوي او واضح پیغام رسولی چې که څه هم موږ له کابل سره سوله ایز ګاونډیتوب غواړو، خو دا به تر هغه وخته ممکنه نه وي تر څو چې د افغانستان خاوره د فتنه ګرو خوارجو له خوا په پاکستانیانو د برید لپاره کارول کېږي او دلته زموږ بېګناه وروڼه او خویندې وژل کېږي»

شهباز شریف وروسته له هغه دا څرګندونې وکړې چې په دې وروستیو کې په کابل کې پاکستاني لوړ پوړو پلاويو له طالب چارواکو سره ولیدل.

د طالبانو حکومت په وار وار د پاکستان دا ادعاوې رد کړي او بې اساسه یې بللي چې اورپکي په پاکستان کې د بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي او ویلي یې دي چې پاکستان باید د خپلو داخلي ستونزو پړه پر افغانستان ونه اچوي.

د ډونالډ ټرمپ او ولودومیر زیلنسکي لنډه لیدنه

په واتیکان کې د ټرمپ او زیلینسکي لنډه لیدنه
په واتیکان کې د ټرمپ او زیلینسکي لنډه لیدنه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د شنبې په ورځ، د اپرېل په ۲۶مه، د پاپ فرانسیس د جنازې په مراسمو کې لنډه لیدنه درلوده.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د ټرمپ او زیلینسکي مرستیالانو د دوی د لیدنې اعلان وکړ.

دا په سپینه ماڼۍ کې د لفظي شخړې وروسته د دوی لومړۍ مخامخ لیدنه وه. ولسمشر ټرمپ هڅه کوي چې اوکراینیان له روسیې سره د سولې تړون ته اړ کړي.

د اوکراین د ولسمشر ویاند سرهي نیکیفوروف خبریالانو ته وویل چې دواړو مشرانو د پاپ فرانسیس د جنازې له پیل څخه مخکې لنډه لیدنه وکړه. خو هغه نور جزئیات ورنه کړل.

د سپینې ماڼۍ د اړیکو مشر سټیفن چونګ هم تایید کړه چې غونډه وشوه او دا یې "ډیرې رغنده خبرې" وبللې.

هغه زیاته کړه چې د ټرمپ او زیلینسکي ترمنځ د غونډې په اړه نور جزئیات به وروسته اعلان شي.

په واتیکان کې د پاپ د جنازې مراسم

د پاپ د جنازې مراسم
د پاپ د جنازې مراسم

څه باندې دوو لکو کسانو په واتیکان کې د نړۍ د کاتولیکانو د مشر پاپ فرانسیس د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش او د نړۍ یو شمېر نورو مشرانو هم په دې مراسمو کې برخه اخیستې وه.

که څه هم د نړۍ مشرانو د سینټ پیټرز په څلورلارې کې د پاپ د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی، خو هغه به د واتیکان ښار په یوه بله برخه کې د مهاجرینو او بندیانو د یوې ډلې په حضور کې خاورو ته وسپارل شي.

پاپ فرانسیس د دوشنبې په ورځ، د اپریل په ۲۱مه، د ۸۸ کلونو په عمر ومړ.

هغه د لاتینې امریکا څخه د کاتولیک عیسویانو لومړنی مشر و.

خورخه ماریو برګولیو، چې په ارجنټاین کې زیږیدلی، په ۲۰۱۳ کال کې د پاپ مقام ته ورسېد.

د ایران او امریکا استازي نن په عمان کې غونډه لري

عباس عراقچي او سټیف ویتکوف
عباس عراقچي او سټیف ویتکوف

د ایران او د امریکا د متحد ایالتونو استازي به نن یو ځل بیا د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې وکړي.

د راپورونو له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د منځني ختیځ لپاره د ولسمشر ټرمپ استازی سټیف ویتکوف به د عمان په پلازمینه مسقط کې په غیر مستقیم ډول دا خبرې مخته یوسي.

اونۍ مخکې د شنبې په ورځ دواړو لوریو د ایتالیا په پلازمینه روم کې خبرې کړې وې او تر هغې یوه اونۍ مخکې د شنبې په ورځ دواړو لوریو په مسقط کې خبرې کړې وې.

د تیرو دوو اونیو خبرې دواړو خواوو رغنده بللې دي.

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ له ټایمز مجلې سره په مرکه کې هیله ښکاره کړه چې له ایران سره به یوې موافقې ته ورسیږي، خو دا ګواښ یې بیا تکرار کړ، که دیپلوماسي ناکامه شوه پوځي انتخاب په خپل ځای دی.

په پاکستان کې د سږکال د پولیو اتمه پيښه ثبت شوه

په پاکستان کې د پولیو واکسین
په پاکستان کې د پولیو واکسین

په پاکستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ یوه بله پيښه ثبت شوه. د پاکستان د روغتیا د ملي انستیتیوټ په وینا نن پاکستاني رسنیو خبر ورکړ چې دا مثبته پیښه په بنو کې تشخیص شوې ده.

له دې سره په خیبرپښتونخوا کې روان میلادي کال د پولیو مثبتې پیښې دریو ته ورسیدې او په ټول پاکستان کې سږکال تر دې دمه د پولیو اته مثبتې پيښې ثبت شوې دي.

په پاکستان کې روغتیایي چارواکو خبرداری ورکړي چې په راتلونکو اونیو او میاشتو کې ښایي د پولیو پیښې په دغه هیواد کې پسې زیاتې شي، ځکه چې د پولیو ویروس د هوا له تودیدو سره ډیر فعاله کیږي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه دوه هیوادونه دي چې لاهم پکې د پولیو مثبتې پیښې لیدل کیږي.

عراق له سوریې سره د غنمو مرسته کوي

د سوریې له دیر الزور د زرګونو ماشومانو له ډلې یو بیځایه شوی- د ۲۰۲۱ کال د دسمبر ۱۸مه-ارشیف
د سوریې له دیر الزور د زرګونو ماشومانو له ډلې یو بیځایه شوی- د ۲۰۲۱ کال د دسمبر ۱۸مه-ارشیف

عراق غواړي چې له سوریې سره د دوه لکه شل زره ټنه غنمو مرسته وکړي.

د سوریې د غله دانې د عمومي ریاست په وینا، د دې غنمو لومړی بار اوس دیر الزور ولایت ته رسیدلی دی.

عراق په داسې وخت کې دا مرسته کوي چې سوریې د مارچ په پنځه ویشتمه نژدې یولک ټنه غنم واخیستل. ویل کیږي چې د پروسږ میلادي کال په وروستیو کې په سوریې کې د رژیم تر بدلیدو وروسته دا لومړۍ لویه سودا وه چې له بهیره یې کوله.

د سوریې د پخواني ولسشر بشار الاسد له رژیم سره روسیې او ایران د غنمو او سون موادو په برخو کې مرسته کوله او دا مرستې وروسته تر دې بندې شوې چې وسله والو په ډسمبر کې میاشت کې دمشق ونیو او بشارالاسد مسکو ته وتښتید.

ولسمشر ټرمپ د پاپ فرانسس د تدفین د مراسمو لپاره روم ته رسیدلی

ولسمشر ټرمپ ایتالیا ته تر سفر مخکې په متحد ایالتونو کې
ولسمشر ټرمپ ایتالیا ته تر سفر مخکې په متحد ایالتونو کې

ټاکل شوې ده چې د نړۍ د کاتولیکانو د مشر د تدفین مراسم نن د ایتالیا په پلازمینه روم کې ترسره شي.

پاپ فرانسس د اته اتیا کلونو په عمر د دوشنبې په ورځ ومړ. د پاپ فرانسس د تدفین په مراسمو کې د نړۍ په سلګونو مشران د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګډون برخه اخلي.

وروسته له دې چې ټرمپ د جنوري په شلمه د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه، دا بهر ته د ده لومړی سفر دی.

د روسیې یو ډګر جنرال مسکو ته څيرمه ووژل شو

هغه موټر چې روسی جنرال موسکالیک پکې ووژل شو
هغه موټر چې روسی جنرال موسکالیک پکې ووژل شو

د روسیې تحقیقاتي کمیټې نن وویل چې د دغهَ هیواد یو جګپوړی پوځي افسر د ماسکو په لمن کې ووژل شو.

ډګر جنرال یاروسلاو موسکالیک د روسیې د وسله والو ځواکونو د عمومي درستیز د عملیاتي ریاست مرسیتال و.

دا جنرال نن په موټر کې د نیستروف پر سړک روان و چې د ریموټ کنټرول له لارې په ترسره شوې چاودنه کې ووژل شو.

د روسیې د تحقیقاتي کمیټې په وینا د ډګرجنرال یاروسلاو موسکالیک د وژلو د پيښې تحقیقات روان دی.

پروسږکال د ډسمبر په میاشت کې جنرال ایګور کیريلوف هم په ماسکو کې په یوې چاودنه کې وژل شوی و، د هغې چاودنې مسوولیت د اوکراین استخباراتو منلی و.

د موسکالیک د وژلو مسوولیت تر دې دمه چا نه دی منلی.

ولسمشر ټرمپ د ایټالیا په لور روان شو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایتالیا ته په سفر روان شوی دی.

وروسته تر دې چې د جنوري په شلمه ډونالډ ټرمپ د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر په توګه لوړه وکړه دا د ښاغلي ټرمپ لومړی بهرنی سفر دی.

ټاکل شوې ده چې ولسشمر ټرمپ سبا، شنبه په واتیکان کې د نړۍ د کاتولیکانو د مشر پاپ فرانسیس د تدفین په مراسمو کې برخه واخلي.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې پر پاکستاني سرتیرو چاودنه شوې

په کوټه کې چاودنه- د ارشیف عکس
په کوټه کې چاودنه- د ارشیف عکس

د بلوچستان په مرکز کوټه کې نن د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې څلور سرتیرې وژل شوي.

اسوشیتد پریس اژانس په کوټه کې د پولیسو د مشر نوید احمد په وینا په دې چاودنه کې د درې نورو سرتیرو د ټپي کیدو خبر هم ورکړی دی.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو د پاکستان په دغهَ ایالت کې اکثر وخت د بلوچانو بیلتون غوښتونکي ډلې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG