د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

ایران کې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور د یوه افغان کډوال اعدامېدل؛ کورنۍ یې بې‌ګناه بولي


ارشیف
ارشیف

په ایران کې د ګلاب شاه په نوم د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور د اعدام شوي افغان کډوال د کورنۍ غړي ادعا کوي چې هغه بې‌ګناه و او دوی د محکمې په هېڅ پړاو کې په جریان کې نه دي پرېښودل شوي.

اکبر، چې تازه یې وراره په ایران کې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور اعدام شوی د خپل وراره د بې ګناهۍ او بې‌وسۍ کیسه کوي.

هغه له ازادي راډیو په خبرو کې ادعا وکړه چې ګلاب شاه په خورا بې‌رحمۍ په دې پلمه چې ګواګې د نشه‌يي توکو په قاچاق کې یې لاس درلود اعدام شوی دی.

د اکبر په خبره تېره اوونۍ ایراني چارواکو دوی ته له خپل وراره سره د کتو په اړه خبر ورکړ، خو چې دوی کله د بوشهر زندان ته ورغلل هغوی یې مړی وروسپاره.

هغه زیاتوي: "دې هلک هېڅ ګناه نه لرله هلته یې مزدوري کوله، د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور پنځه کاله زنداني و، د بوشهر په زندان کې و، پرون ناوخته یې جنازه موږ خاورته وسپارله، مړی مو په ایران کې دفن کړ."

د اکبر د معلوماتو له مخې ګلاب شاه د رحمان زوی د فراه ولایت د قلعه زمان د کلي اوسېدونکی و چې پنځه اولادونه او یوه مېرمن ترې پاتې شوه.

وړاندې یو شمېر ایراني رسنیو د ګلاب شاه د اعدام په اړه راپورونه خپاره کړي وو.

په ایراني رسنیو کې د ګلاب شاه د اعدام لامل د نشه‌يي توکو قاچاق بلل شوی و.

که څه هم په دې اړه کره شمېرې نه‌شته چې تر دې دمه څومره افغانان په ایران کې اعدام شوي، خو د افغانستان دحقوق پوهانو ټولنه بیا وايي چې د روان میلادي کال له پیله تراوسه په ایران کې ۲۹۰ تنه اعدام شوي دي.

ایران

په ایران کې د یوه زندان انځور
په ایران کې د یوه زندان انځور

د ځینو کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې اوسمهال په ایران کې شاوخوا ۷زره افغانان بندیان دي، خو معلومه نه ده چې څومره کسان له دې ډله په اعدام محکوم شوي.

د دې رسنیو په راپورونو کې راغلي چې ایران کې سږ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۱۴ افغانان اعدام شوي چې ډېری یې د نشه‌يي توکو پر اړوند جرمونو محکوم وو.

د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنه ادعا کوي چې د ایران حکومت په ظالمانه ډول یو شمېرافغانان په دغه هېواد کې له دې پرته چې د جرمنونو په اړه یې پوره وضاحت وړاندې کړي، اعداموي.

د دغه انجمن مشر میرعبدالواحد سادات په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په ایران کې د افغانانو اعدام په قطعي توګه غیرعادلانه، ظالمانه د بشري حقونو د اصولو خلاف عملي کېږي، له بده مرغه په ایران کې د اعدام قوانین ظالمانه او غیرانساني دي."

په ایران کې د افغانانو پر وړاندې د ستونزو په دوام دلته مېشت یو شمېر کډوال هم ادعا کوي چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې ستونزې څو برابره زیاتې شوې دي.

په ایران کې مېشت افغان کډوال امېد رحیمي وايي: ستونزې مو څو برابره زیاتې شوي دي، ورځ تربلې په موږ حلقه راتنګوي له ډول ډول مشکلاتو سره مو مخ کوي.

په ایران کې مېشت کډوال امېد رحیمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ هیله لرله چې په ایران کې د نوي حکومت په راتګ به زموږ ستونزې کمې شي، خو له بده مرغه کیسه سرچپه شوه، ستونزې مو څو برابره زیاتې شوي دي، ورځ تربلې په موږ حلقه راتنګوي له ډول ډول مشکلاتو سره مو مخ کوي."

د طالبانو حکومت مخکې له ایراني چارواکو غوښتي چې افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي.

په ایران کې له افغانانو سره د نامناسب چلند په اړه مخکې هم ګڼ راپورونه خپاره شوي، خو په ایران کې مېشت افغان کډوال له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کوي چې دلته له افغانانو سره نامناسب چلند ته په کتو ښکاري چې د ایران حکومت دا ډول راپورونه جدي نه نیسي او د دوی پر وړاندې یې په پالیسۍ کې یې مثبت بدلون نه دی راغلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG