د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

د روسیې له‌خوا د توغول شویو بې پیلوټه الوتکو ټوټې د رومانیا په قلمرو کې موندل شوي


له اوکراین سره د رومانیا ګډه سرحدي سیمه چې ویل کېږي په کې د روسیې له‌خوا د توغول شویو بې پیلوټه الوتکو ټوټې موندل شوي دي.
له اوکراین سره د رومانیا ګډه سرحدي سیمه چې ویل کېږي په کې د روسیې له‌خوا د توغول شویو بې پیلوټه الوتکو ټوټې موندل شوي دي.

د رومانیا دفاع وزارت تایید کړې چې د روسیې له‌خوا د توغول شویو بې پیلوټه الوتکو ټوټې له اوکراین سره د دې هېواد په ګډ سرحد کې موندل شوي دي.

د رومانیا دفاع وزارت وايي چې د روسیې له‌خوا د توغول شویو بې پیلوټه الوتکو یا ډرونونو ټوټې د دې هېواد په قلمرو کې موندل شوي دي.

دفاع وزارت نن په یوه بیان کې وویل چې د دې ډرونونو ځینې ټوټې له اوکراین سره پر ګډه پوله د دانیوب سیند پر غاړه د پلاورو په نوم کلي کې موندل شوې دي.

بیان زیاتوي چې د دې ډرونونو د نورو ټوټو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.

په بیان کې دا یادونه هم شوې چې ټولې هغه سیمې چې د دې ډرونونو ټوټې په‌کې راپرېوتي، د استوګنې له ساحو لیرې دي او عامه تاسیسات هم نه دي زیانمن شوي.

د رومانیا دفاع وزارت ویلي چې د اوکراین جنوبي سرحد ته نژدې د تولسيیا ولسوالۍ خلکو ته د روسيې د حملو د ګواښ په اړه د ټیلیفوني پیغامونو په وسیله خبرداری ورکړل شوی دی.

د رومانیا دا سیمه چې د دانیوب سیند په اوږدو کې پرته ده د اوکراین د اودیسې سیمې له ایزمایل ولسوالۍ څخه یوازې څوسوه متره واټن لري.

په تېرو دوو شپو کې دا دوهم ځل دی چې د اودیسې سیمې دا اړونده ولسوالي د روسیې د بې پیلوټو په حملو کې په پرله‌پسې ډول په نښه کېږي.

په رومانیا کې دوو اف ۱۸ ډوله الوتکو چې د ناټو د ماموریت د هوايي پولیسو د یوې برخې په توګه هلته دېره دي، تېره شپه د دې حملو څارنه کوله.

رومانیا چې په ناټو کې غړیتوب لري له اوکراین سره ۶۵۰ کیلومتره ګډه پوله لري.

د اوکراین د هوايي مدافعې د ځواک مشر میکولا اوليشچیوک نن وویل د روسیې پوځ نن سهار وختي د اودیسې، خرسون، میکلایوف، کییف، سومي، ژیتومیر او چیرکاسي سیمې د ډرونونه په وسیله په نښه کړې.

د اودیسې والي اولیه کیپېر وویل چې په دې حملو کې دوه کسان هغه مهال ټپیان شول چې د بې پیلوټو چرې په ایزمایل کې د ا ستوګنې پر یوه کور راپرېوتلې.

اولیش چیوک زیاته کړه چې له دې ډلې درې ډرونونه د اوکراین او رومانیا د ګډ سرحد په سیمو کې تري تم شول. هغه په دې اړه نور جزییات ورنه کړل.

د ژیتومیر سیمې والي وویل چې د روسیې د ویشتل شویو لسو ډرونونو ډېره برخه د اوکراین د هوايي مدافعې د ځواک له‌خوا وویشتل شول، خو د ویشتل شویو ډرونونو چرو لس کورونه او سیمه‌ییز تاسیسات زیانمن کړل.

همداراز د کییف د پوځي ادارې مشر سیرهي پوپکو وویل چې روسیې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله له څو خواوو حملې وکړې، خو دوی ټولې وویشتلې.

هغه زیاته کړه چې په کییف کې د دې حملې د زیانونو په اړه دوی ته راپور نه دی رسېدلی.

XS
SM
MD
LG