نړۍ
د اسراييل صدراعظم نن له ولسمشر جوبايډن سره ګوري

ټاکل شوې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو نن پنجشنبه له اوږده انتظار وروسته د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره وګوري.
اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي، سپینه ماڼۍ کې پلان شوي دغه ملاقات کې ښايي د امریکا مرستیاله ولسمشره او ټاکنو ته د دیموکرات ګوند نومانده کامالا هریس هم ګډون ولري.
له کله چې ۲۰۲۰ کال کې پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سپینې ماڼۍ وتلی، دا لومړی ځل دی چې د اسراییل صدراعظم دغې ماڼۍ ته ورځي.
دا لیده کاته داسې مهال ترسره کېږي چې پر همدې درې واړو سیاستوالو فشارونه زیات شوي چې د غزې نهه میاشتنۍ جګړه چې ترڅ کې يې څه باندې ۳۹ زره کسان وژل شوي، پای ته ورسوي.
نتنیاهو پرون د کانګرس ګډې غونډې ته داسې مهال وینا وکړه چې د کانګرس دننه یوشمېر کسانو او بهر زرګونه کسانو په غزه کې د اسراییل له روانې جګړې سره مخالفت څرګند کړ.
اسراییل د تېر کال په اکتوبر کې وروسته تر هغه پر غزې بریدونه پيل کړل چې حماس وسلهوالې ډلې چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، پر اسراییلو غلچکي برید سره ۱۲۰۰ شاوخوا کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ایران د اتومي خبرو پنځم پړاو په روم کې پیلیږي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ایران او متحدوایالتونو ترمنځ د اتومي خبرو پنځم پړاو به سبا جمعه (د غبرګولي دوهمه / د مې ۲۳مه) د ایټالیا په پلازمېنه روم کې پیل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، د چهارشنبې په ورځ وویل چې د خبرو د نوي پړاو وړاندیز د عمان له لوري شوی دی.
واشنګټن تر اوسه پورې له ایران سره د نویو اټومي خبرو د نېټې او ځای په اړه څه نه دي ویلي.
د ایران او امریکا ترمنځ د اتومي خبرو څلورمه دوره د ثور په ۲۱مه د عمان په پلازمېنه مسقط کې شوې وه.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د سېشنبې په ورځ هیله وښوده چې له ایران سره به اتومي هوکړې ته ورسیږي، ځکه د ده په وینا له دې پرته بل انتخاب به «خورا بد وي.»
روبیو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ایران په اتومي پروګرام باید د یورانیمو غني کول شامل نه وي.
د اوکراین د پخواني ولسمشر سلاکار په هسپانیا کې ووژل شو

د اوکراین د پخواني ولسمشر یانوکوویچ سلاکار د هسپانیا په مادرید کې په ډزو ووژل شو.
۵۲ کلن اندرې پورتنوف د یوه روسپال سیاستوال په توګه پېژندل کېده او په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین د مخملې انقلاب د ګډونوالو د قانوني تعقیب لپاره یې د یوې قانوني مسودې په چمتو کولو کې برخه لرله.
د هسپانیا چارواکو د چهارشنبې په ورځ، (د غبرګولي په ۳۱مه) اعلان وکړ چې د اوکراین د پخواني ولسمشر ویکتور یانوکوویچ سلاکار، د مادرید د امریکایي ښوونځي مخته د وسلهوالو په برید کې په ډزو وژل شوی دی.
سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې پر هغه وروسته له دې ډزې وشوې چې یې خپل ماشومان یې ښوونځي ته ورسول.
پولیس وایي بریدکوونکي، چې پلي وو، یوه ځنګل ته وتښتېدل.
تر اوسه هیچا یا هیڅ ډلې د دې ترور مسوولیت منلی نه دی.
هندۍ لیکوالې د سږ کال د ادبیاتو بوکر جایزه وګټله

هندۍ لیکوالې بانو مشتاق د سې شنبې په ماښام (د می په ۲۰مه) د ۲۰۲۵ کال د ادبیاتو بوکر نړیواله جایزه وګټله چې د "زړه څراغ" په نوم د ۱۲ لنډو کیسو ټولګه ده.
دا کیسې د سویلي هند په مسلمانو ټولنو کې د ښځو ورځني ژوند انځوروي.
دا کتاب په کنډه ژبه لیکل شوی او دیپا بهاستهي انګلیسي ته ژباړلی دی.
د بوکر جایزې رسمي ویب پاڼې له مخې، په دې کتاب کې د مشتاق د تجربو پر بنسټ چې د یوې فعالې، خبریالې او حقوق پوهې په توګه یې مبارزه کړې ده، کیسې لیکل شوې دي.
کلنۍ ادبي بوکر جایزه د نړۍ له هره ځای ژوندي لیکوالانو ته ورکول کیږي چې په انګلیسي ژبه یې کتابونه خپاره شوي وي او په انګلستان یا ایرلینډ کې خپاره شوي وي.
د خوړو نړیوال پروګرام: غزې ته د مرستو رسولو لپاره بیړنۍ اجازې ته اړتیا لرو

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، د غزې خلکو ته تر اوسه پورې هیڅ مرسته نه ده رسیدلې.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ډبلیو ایف پي وايي، په غزه کې د خوړو ویشلو لپاره بیړنۍ اجازې او غیر محدود لاسرسي ته اړتیا لري.
WFP زیاته کړې چې خلک وږي دي او دا وضعیت یې "وحشتناکه" بللی دی.
دې ادارې زیاته کړې چې پر بشري مرستو تر ۸۰ ورځو بشپړ بندیز سره، په فلسطین کې کورنۍ په زوره د لوږې لور ته ورپوري وهل شوې دي.
د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییل د احتمالي برید خبر د تېلو نړیوالې بیې لوړې کړې

وروسته له هغه چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییل د احتمالي برید خبر خپور شو، د چهارشنبې په ورځ د تېلو نړیوالې بیې لوړې شوې.
امریکايي رسنیو د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ چې اسراییل د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید لپاره چمتووالی نیسي.
د ګڼو رسنیو د راپورونو له مخې، دې خبر د تېلو رسولو او د سیمه ییزو شخړو د شدت په اړه اندیښنې راپورته کړې، چې د چهارشنبې په ورځ یې د نړیوالو تېلو بیې ناببره لوړې کړې،
د رویټرز د راپور له مخې د نیویارک د خامو تېلو بیه تر ۳ فیصده زیاته لوړه شوه.
ایران د تېلو صادرونکو هېوادونو سازمان (OPEC) کې د تېلو درېیم لوی تولیدونکی دی، او د راپورونو له مخې، د اسراییلو برید کولی شي له ایرانه د تېلو د انتقال مخه ونیسي.
د رویټرز راپور زیاتوي چې ایران ممکن د هرمز تنګي د بندولو له لارې غچ اخیستونکي اقدامات هم وکړي، چې ویل کیږي د ډیرو هیوادونو د تیلو صادرات به اغیزمن کړي.
ایران د پترولیم او ګازو په برخه کې له افغانستان سره صادراتو زیاتولو ته چمتو دی

د ایران د تیلو وزیر د طالبانو د کانونو او پترولیم له وزیر سره د لیدو پر مهال ویلي چې د حکومت پالیسي یې دا ده چې له ګاونډي هیوادونو سره اقتصادي اړیکې ژورې کړي، په ځانګړې توګه د تیلو او ګازو په برخه کې.
د ایران د تیلو وزارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلې ده. په اعلامیه کې راغلي چې د دې وزارت وزیر محسن پاکنجاد د سې شنبې په ورځ له هدایت الله بدري سره د لیدو پر مهال د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې د متقابلو ګټو پر بنسټ ولاړې دي او افغانستان ته د پترولو محصولاتو پر صادراتو، د کاري ځواک پر روزنه، د ګازو پر صادراتو او د افغانستان د طبیعي ګازو د صنعت پر پراختیا يې ټینګار وکړ.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د یوې اعلامیې له مخې، د طالبانو د کانونو وزیر هدایت الله بدري د دوشنبې په ورځ ایران ته سفر وکړ چې د کانونو سرچینو په اړه په یوه نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړي.
بدري، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر بندیزونو لاندې دی، د کانونو متخصصینو او څیړونکو په دوهم نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره د یوه پلاوي مشري کوي، چې روانه اونۍ په ایران کې ترسره کیږي.
د امریکا دفاع وزیر له افغانستانه د امریکايي پوځ وتلو ته د بیاکتنې امر کړی دی

د امریکا دفاع وزیر پیټ هیګسیت Pete Hegseth له افغانستانه د امریکايي پوځ وتلو ته د بیاکتنې امر کړی دی.
په یوه اعلامیه کې چې د سې شنبې په ورځ خپره شوه، هیګسیت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د بایډن ادارې پرېکړه "ویجاړونکې او شرمونکې" بللې ده.
ده دا پرېکړه د کابل نړیوال هوایی ډګر د ابی ګیټ په ځانمرګي برید کې د ۱۳ امریکایي سرتیرو او ۱۷۰ ملکي وګړو د مړینې لامل وبلله.
هیګسیت زیاته کړې چې د عامه چارو لپاره د دفاع وزیر مرستیال او لوړ پوړي سلاکار شان پارنیل ته يې لارښوونه کړې چې له افغانستانه د امریکايي پوځ د وتلو په اړه د وزارت لپاره د بیاکتنې ځانګړی ټیم رامنځته کړي.
ولې د چایو نړیواله ورځ نمانځل کیږي؟

د مې ۲۱مه په نړۍ کې د چایو د ورځې په توګه نمانځل کیږي. دا ورځ ملګرو ملتونو د چایو د نړیوالې ورځې په توګه نومولې ده چې د دې څښاک اهمیت او ارزښت پر نړیواله کچه نه یوازې له اقتصادي پلوه بلکې له کلتوري پلوه هم په ګوته کړي.
چای په ډیری ټولنو کې مانا لرونکی رول لوبوي. په افغانستان کې هم چای یو مهم څښاک دی.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې چای تر اوبو وروسته په نړۍ کې تر ټولو زیات مصرفېدونکی څښاک دی. داسې انګیرل کیږي چې د چای سرچینه د هند په شمال ختیځ، شمالي میانمار او سویل لویدیځ چین کې ده خو دقیق ځای نه دی معلوم چې دې بوټي لومړی ځل چیري وده کړې وه.
د ملګرو ملتونو پر پاڼه د چایو په اړه زیاته شوې چې داسې شواهد شته چې چای په چین کې ۵۰۰۰ کاله مخکې هم څښل کېدې.
امریکايي رسنۍ: اسراییل د ایران پر اټومي تاسیساتو د احتمالي برید چمتووالی نیسي

سي این این د څو امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې نوي معلومات ښيي، اسراییل د ایران پر اټومي تاسیساتو د احتمالي برید لپاره چمتووالی نیسي. خو لا هم روښانه نه ده چې وروستۍ پریکړه شوې ده که نه.
په دې راپور کې چې د سې شنبې په ماښام خپور شو، زیاته شوې چې امریکا داسې معلومات ترلاسه کړي چې ښیې تل ابیب د پوځي چمتووالي اقدامات تعقیبوي، حتی پداسې حال کې چې د ټرمپ اداره له تهران سره د ډیپلوماتیک تړون په لټه کې ده.
امریکايي او اسراییلي چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي.
په بلوچستان کې په چاودنه کې پنځه کسان وژل شوي

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ښوونځي بس ته څېرمه په چاودنه کې د درو کوچنیانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي او پنځه دېرش نور ټپیان دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یوه بیان کې ویلي چې چاودنه نن د خضدار په سیمه کې رخشان هوټل ته نژدې وشوه.
تر اوسه پورې هيڅ کس یا ډلې د دې پیښې مسؤلیت نه دی منلی؛ خو په تیرو وختونو کې، بلوڅ بیلتون غوښتونکو ډلو په بلوچستان کې د وسله والو بریدونو او بمي چاودنو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.