د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

د غزې په مرکزي برخه د اسراییلي ځواکونو بریدونه؛ لږترلږه نهه فلسطینیان وژل شوي


په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو وروسته د سیمې یو انځور
په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو وروسته د سیمې یو انځور

اسراییلي ځواکونو پرون چهارشنبې د غزې تړانګې د مرکزي برخې پر یو شمېر سیمو بریدونه وکړل چې د سیمه‌ییزو روغتیایي چارواکو په خبره په نتیجه کې یې لږترلږه نهه فلسطینیان وژل شوي دي.

په عین حال کې اسراییلي ټانکونو د غزې په جنوب رفح کې محدود وړاندې تګ کړی دی.

د رویترز خبري آژآنس د راپور له مخې په غزه کې د روغتیا وزارت ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو کې لږترلږه ۸۱ فلسطینیان وژل شوي او ۱۹۸ نور ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې دا وزارت د تلفاتو په اړه د شمېرو په اعلانولو کې د وسله‌والو او ولسي خلکو ترمنځ توپیر نه کوي.

په رفح کې روغتیایي چارواکو د اسراییل په یوه هوایي برید کې د دوو تنو د وژل کېدو خبر ورکړی او همدارنګه یې ویلي چې اسراییلي ټانکونو د ښار په شمالي برخه کې عملیات ترسره کړي او بېرته خپلو اصلي ځایونو ته ستانه شوي دي.

د رویټرز په وینا، دا هغه تاکتیک دی چې اسراییلي ځواکونه ورڅخه مخکې له دې چې په یوه سیمه کې دننه کې عملیات پیل کړي، کار اخلي.

د اسراییل پوځ وویل، ځواکونو یې د رفح ښار اړوند سیمو کې د استخباراتو معلوماتو پر اساس دقیقو عملیاتو ته دوام ورکړی او زیاته یې کړه چې دوی یوه تروریستي څانګه او پر اسراییلي ځواکونو د برید یو ځای له منځه وړي دي.

د اسراییل پوځ همدارنګه ویلي چې په غزې تړانګه کې یې په وروستیو هوایي بریدونو کې ۲۵ هدفونه ویشتي دي.

د راپور له مخې په داسې حال کې چې په غزه کې د جګړې له پیله نهه میاشتې تېرېږي، د سخت دریځې حماس ډلې په مشرۍ وسله‌وال تراوسه وړتیاوې لري چې پر اسراییلي ځواکونو د ټانک ضد توغندیو او د هاوان مرمیو په ذریعه بریدونه وکړي او کله هم د اسراییل لور ته توغندي ولي.

د اسراییل دفاع وزیر یواف ګالانټ ویلي چې پوځ د پام وړ لاسته راوړنې لري او فشارونو یې نتیجه ورکړې.

د اسراییل دفاع وزیر یواف ګالانټ
د اسراییل دفاع وزیر یواف ګالانټ

هغه له خپل سیال د امریکا له دفاع وزیر لویډ اسټین سره تېره شپه په ټیلفوني خبرو کې وویل چې په غزه کې د ترسره شویو عملیاتو په نتیجه کې هغه شرایط رامنځته شوي چې د یرغملو د خلاصون لپاره یوې موافقې ته اړین دي.

اسراییل وروسته له هغې د حماس ډلې چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، د له منځه وړلو ژمنه وکړه چې دې ډلې د تېر کال د اکټوبر په اومه د اسراییل پر قلمرو برید وکړ، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او له دوه نیم سوو زیات یې یرغمل کړل.

د اسراییل پوځ د تېرې سې شنبې په ورځ وویل چې په غزه کې د روانو پوځي عملیاتو په ترڅ کې یې د حماس د پوځي څانګې د مشرتابه نیمایي غړي وژلي او هم یې د دې ډلې شاوخوا ۱۴زره وسله‌وال یا وژلي یا یې نیولي دي.

د اسراییل د پوځ د اټکل له مخې دا د حماس د ځواک نیمایي برخه ده.

په عین حال کې په غزه کې روغتیایي چارواکو ویلي چې د اسراییل له‌خوا په بریدونو کې لږترلږه ۳۸ زره فلسطینیان وژل شوي دي.

اسراییل همدارنګه په غزه کې د خپلو وژل شویو سرتېرو شمېر ۳۲۶ ښودلی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG