د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

د مدني ټولنو او بشري حقونو افغان فعالان په دوحه کې غونډه کوي


دوحه
دوحه

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله وایي نن به په دوحه کې د افغان مدني ټولنې او بشري حقونو له فعالانو سره بحثونه وکړي.

روزمري دي کارلو په دې ناسته کې د ځینو فعالانو د نه ګډون په پرېکړه باندې خواشیني هم وښوده.

«زه د هغوی پرېکړې ته درناوی لرم. فکر کوم دا د ګډون یا نه ګډون پرېکړه ده. زه متاسفه یم چې هغوی به دلته نه وي. که څه هم زه هغوی شخصاً نه پېژنم خو زما معلومات دا دي چې موږ یو شمېر ډېر عالي خلک په لیست کې درلودل چې راشي. دا دری کسان هم پکې دي. نور کسان هم شته چې ګډون کوي. موږ به ورسرې خبرې وکړو د هغوی نظریات به واورو. خپل نظریات به هم ورسره شریک کړو چې څنګه مخته تلی شو او څنګه په ګډه کار کولی شو.»

د دوحې دریمې ناستې په اصلي غونډو کې د طالبانو د پلاوي ګډون او د مدني ټولنې او ښځو د حقونو فعالانو ته نه بلنه له ګڼو نیوکو سره مخ شوه.

حبیبه سرابي، ذبیده اکبر او نبیله مصلح هغه درې ښځینه فعالانې دي چې د دوحې په ناسته کې یې خپل ګډون رد کړی دی.

د دوحې دریمې ناستې په دوه ورځنۍ اصلي غونډه کې چې یکشنبه او دوشنبه وشوه د طالبانو پلاوي د ملګرو ملتونو له استازیو او د بیلابیلو هېوادونو له ځانګړیو استازي سره پراخ بحثونه وکړل. د راپورونو له مخې په دې ناسته کې د طالبانو یو شرط دا وو چې د افغان ښځو او مدني ټولنې استازي به په اصلي غونډو کې له دوی سره ګډون نه کوي. د بشري حقونو د څار سازمان تر دې ناستې دمخه د ملګرو ملتونو له خوا د طالبانو د شرایطو منل د خواشیني وړ بللي وو.

خو د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمري دي کارلو ډاډ ورکړ چې په تېرو دوو ورځو کې طالبانو ته په ښکاره د ښځو د حقونو په اړه وویل شول.

«زموږ باور دا وو چې واکمن مقامات او ځانګړي استازي به مستقیمو خبرو ته راولو. له بده مرغه چې واکمن چارواکي به په دې فارمټ کې د افغان مدني ټولنې په وړاندې نه کښیني. خو هغوی «طالبانو» ډېر په واضح توګه د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو او مدني ټولنې د ګډون د اړتیا په اړه واورېدل.»

دي کارلو وویل دا یوه اوږده پروسه ده او دې په ټولو بحثونو کې د طالبانو استازیو سره په سیاسي او سولې پروسو کې د ښځو معنا داره ګډون یو اساسي لارښود وباله.

طالبانو بیا چې د ښځو حقونه یوه کورنۍ مسله بللې د دوحې په ناسته کې یې تر ډېره پر حکومت او مقاماتو د شته بندیزونو د رفع کېدو او د مخدره موادو په برخه کې د خپلې مبارزې لاسته راوړنې یادې کړي دي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېدل او د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له فشارونو او غوښتنو سره سره یې د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار په برخه کې لګېدلي بندیزونه او محدودیتونه نه دي لرې کړي.

دوی همداراز د ټولشموله حکومت لپاره هم مکررې غوښتنې له پامه غورځولي دي او ادعا لري چې حکومت یې د ټولو خلکو استازیتوب کوي.

XS
SM
MD
LG