د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي، د سرمنشي له مرستیالې سره یې له کتلو ډډه کړې


په پاکستان کې د یو شمېر افغان ښځو او فعالانو مظاهره
په پاکستان کې د یو شمېر افغان ښځو او فعالانو مظاهره

یو شمېر افغان ښځینه فعالانې ادعا کوي چې د دوحې درېیمې غونډې له اصلي بحثونو او طالبانو سره د خبرو اترو له میزه د افغان ښځو د بې برخې کولو په غبرګون کې یې، د جولای په دوهمه په یوې جلا ناسته کې د ملګروملتونو د غونډې بلنه رد کړې ده.

د تېر جمهوري نظام د سولې د مرکچي پلاوي غړې حبیبې سرابې د یکشنبې په ورځ (د جون په ۳۰مه) په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې د دې بلنې د ردولو خبره کړې ده.

نوموړې یې لاملونه په يه اصلي بحثونو کې د ښځو نه حضور، په افغانستان کې روان بشري وضعیت، د ملګروملتونو د ۷۲۲۱ نمبر پرېکړه لیک، چې په خبره یې د افغان ښځو د هراړخیز، مساوي او معنا لرونکی ګډون په اړه دی، د دې پرېکړه لیک نه پلي کېدل او د دوحې په درېیمه ناسته کې د مدني ټولنو د استازو څنډې ته کول یاد کړي دي.

د تېر جمهوري نظام د ښځو چارو وزارت پخوانۍ مرستیاله نبیله مصلح بله افغانه ښځه ده چې ادعا کوي، دا بلنه یې رد کړې ده.

مېرمن مصلح د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي، ښځې باید د غونډۍ د اصلي بحثونو په مېز کې برخه ولري، نه په حاشیه کې، او په خبره یې له همدې امله، په حاشیوي غونډه کې ګډون به یوازې د یوې غونډې په کچه وي چې ګډون به په کې ونه کړي.

تر دې وړاندې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو یوې فعالې زبیدې اکبر هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه، چې د یوناما دا بلنه یې رد کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي و چې اغلې ډیکارلو به د افغان ښځو له فعالانو او استازو سره د جولای په دوهمه نېټه جلا ناسته وکړي.

طالبانو ته یوې نژدې سرچینې په دوحه کې د ازادي راډیو خبریال تهوویل چې ټاکل شوې د راتلونکې سې شنبې په ورځ د مدني ټولنې یو شپږ کسیزه پلاوی هم دوحې ته سفر وکړي او د ملګروملتونو له استازو سره وګوري.

د ملګروملتونو دې دریځ چې افغان ښځې به د دوحې د درېیمې ناستې په اصلي بحثونو کې حضور ونه لري، په کور دننه او بهر د ښځو، نجونو او د بشري حقونو د ګڼو سازمانونو غبرګونونه راپارولي دي.

د ښځو د حقونو فعاله او په تېر جمهوري حکومت کې په ناروې کې د افغانستان سفیره شکریه بارکزۍ چې د دوحې دویمې ناستې ته بلل شوې وه، د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغان ښځو د نه حضور په اړه ازادي راډیو ته وویل:

“ښځو او د مدني ټولنې استازو ته د ملګرو ملتونو ټیټ نظر، دا ښیي چې دا ناسته سربېره پر دې چې د ملګرو ملتونو له خوا جوړه شوې، خو دوی خپله د خپلو کړنلارو او ارزښتونو خلاف عمل کوي.”

د تېر جمهوري نظام د بشري حقونو خپلواک کمیسون پخوانۍ مشره او اوس د رواداري په نوم د بشري حقونو د یو بنسټ مشره شهرزاد اکبر بیا وایي:

“ د دې ناستې د اجنډا په جوړولو کې طالبانو اساسي رول درلود او دا چې په دې غونډه کې باید څوک اوسي څوک نه، دا خپله یوه لویه ستونزه او طالبانو ته قدرت او مشروعیت ورکول دي.”

په ورته وخت کې په یو شمېر اروپايي هیوادونو کې نن د دوحې د درېیمې غونډې له اصلي بحثونو د افغان ښځو د بې برخې کولو په غبرګون اعتراضونه هم شوي دي.

د دې اعتراضونو یوه تنظیموونکي زاهد مصطفي ازادي راډیو ته وویل:

“د دې اعتراضونو نه زموږ هدف دا دی چې ملګروملتونو د افغانستان د خلکو په استازولۍ طالبان دې ناستې ته رابللي دي، دا اعتراضات د دوحې ناسته تحریموي.”

ورته اعتراضونه په افغانستان او یو شمېر ولایتونو کې پرون هم شوي وو.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د ۳۰ هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون له طالبانو سره ناسته به د جولای تر لومړۍ نېټې دوام ولري چې ویل شوي، د مالي او بانکي ستنونزو او له مخدرو موادو سره پر مبارزې به په کې بحثونه وشي.

XS
SM
MD
LG