د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

دوحې غونډه؛ ځينې نجونې: ملګري ملتونه دې پر زده‌کړو د بندیزونو د لرې کولو لپاره په طالبانو فشار راوړي


ارشیف: په کابل کې له زده کړو یوه بې برخې کړای شوې نجلۍ د طالبانو د بندیزونو له کبله اوښکې تویوي.
ارشیف: په کابل کې له زده کړو یوه بې برخې کړای شوې نجلۍ د طالبانو د بندیزونو له کبله اوښکې تویوي.

له زده‌کړو بې برخې یو شمېر نجونې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دوحې په راروانه غونډې کې دې د دوی پر بنسټيزو حقونو بحث ته لومړیتوب ورکړي او پر زده‌کړو د بندیزونو لرې کولو لپاره پر طالبانو فشار راوړي.

له زده‌کړو بې برخه یوه نجلۍ، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وايي، نړیواله ټولنه باید د دوحې راتلونکې غونډې څخه د یوه فرصت په توګه کار واخلي او د نجونو د زده‌کړو په ګډون د هغوی د بنسټيزو حقونو موضوع ته لومړیتوب ورکړي.

هغه وايي: "د دوحې له غونډې څخه زموږ ستره هیله دا ده چې حق حقدار ته وسپارل شي او د نجونو د ښوونځيو او تحصیل په برخه کې جدي تصمیم ونیول شي."

نوموړې له ملګرو ملتونو غواړي چې پر طالبانو فشار راوړي څو هغوی د هر ډول زده‌کړو دروازې د نجونو پر مخ پرانېزي.

دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې د دوحې غونډې ته یوه ورځ پاتې او د افغانستان په لسو ولایتونو کې د نجونو له حضور پرته د کانکور د ازموینې درېیم پړاو هم پیل شوی دی.

د تخار ولایت یوه اوسېدونکې او د دولسم ټولګي فارغه، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي هم د دوحې له غونډې ورته هیله لري.

نوموړې وايي، له کلونو راهیسې یې کانکور ازموینې ته تیاری نیولی و، خو دا چې ورنه بې برخې کړل شوه، ډېره خواشینې ده.

د تخار اوسېدونکې او د دولسم ټولګي فارغه وايي: له بده مرغه په تخار کې د کانکور ازموینه واخیستل شوه، خو ما ګډون ونه شو کولای، زه ډېره خواشینې او ناهیلې یم.

هغه وايي: "کله چې ښوونځي وتړل شول ما هره ورځ هڅه کوله او چمتووالی نیوه چې یوه ورځ خو به د کانکور ازموینه واخیستل شي، خو له بده مرغه په تخار کې د کانکور ازموینه واخیستل شوه، خو ما ګډون ونه شو کولای، زه ډېره خواشینې او ناهیلې یم."

هممهاله یو شمیر هغه نارینه زده‌کوونکو چې د کانکور ازموینې په درېیم پړاو کې یې ګډون کړی و هم په دې ازموینه کې د ښځينه زده‌کوونکو د نه ګډون په اړه خواشیني څرګنده کړه.

په جوزجان ولایت کې د دې ازموینې یو ګډونوال فواد، ازادي راډيو ته وویل: "د دولسم ټولګي ښځينه زده‌کوونکو نه شتون زموږ لپاره د خواشینۍ ځای دی، دې د هلکانو په روحیه هم منفي اغېزه کړې، ځکه زموږ خویندې زموږ تر څنګ نه شته او په کور ناستې دي."

د کانکور ازموینې درېیم پړاو د پنجشنبې په ورځ د جون په ۲۷مه د افغانستان په تخار، کندز، جوزجان، سرپل، فاریاب، ارزګان، بغلان، دایکندي، بلخ او بدخشان ولایتونو کې د زرګونو نارینه زده‌کوونکو په ګډون پیل شو.

ارشیف: د افغانستان په خوست کې د کانکور ازموینې له بهیره یو انځور
ارشیف: د افغانستان په خوست کې د کانکور ازموینې له بهیره یو انځور

د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د ازموینو ملي ادارې ویلي چې په پام کې لري سږ کال لږ تر لږه ۷۵زره نارینه نوماندان په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې جذب کړي.

دا ازموینه په داسې حال کې یوځل بیا د ښځينه زده‌کوونکو له حضور پرته پیلېږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې، نجونې په څو ځلي د دې ازموینې د کامیابانو د لېست په سر کې وې.

طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه او وروسته یې بیا په پوهنتونو کې هم ورته د تلو اجازه ورنه کړه.

که څه هم د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو د بندیز پرېکړه له ګڼ شمېر کورني او بهرني غبرګونونو سره مخ شوې او د دې بندیزونو د لرې کولو غوښتنې هم شوي، خو طالبانو تر اوسه خپلې دا پرېکړې بېرته نه دي اخیستي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG