د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

راشدخان: د اتلولۍ جام هم ګټلی شو


د افغانستان او اسټرالیا د ترسره شوې لوبې یو انځور
د افغانستان او اسټرالیا د ترسره شوې لوبې یو انځور

په نړیوال شل اوره جام کې اسټرالیا ته له ماتې وروسته د افغانستان د کرکټ د ملي لوبدلې کپتان راشد باورمن شوی چې افغانستان د اتلولۍ جام هم ګټلی شي.

راشدخان له سیالۍ وروسته په خپلو خبرو کې وویل چې باید په ځان باندې باور او اعتماد ولري چې پایلوبه هم ګټلای شي.

ده له خپلو لوبغاړو وغوښتل چې په ذهنونو کې دا واچوي چې نړیوال جام ته د ګټلو لپاره راغلي دي.

راشدخان زیاته کړه: "دا لوی بری دی، له د ځایه پایلوبه هم ګټلای شو او هغه به ډېره خوشحالي وي... هر ټیم چې ګورې له موږ څخه یې وېره وشي. پایلوبه دومره لېرې نه ده."

راشد خان په خپلو خبرو کې افغان لوبغاړي وستایل چې د اسټرالیا په شان د لوبډلې په وړاندې یې خپل مسوولیت په ښه توګه ادا کړ.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان په کرکټ‌ کې اسټرالیا ته ماته ورکوي.

راشد خان له افغان لوبغاړو څخه وغوښتل چې ټول تمرکز له بنګله‌دېش سره په لوبې باندې وکړي.

که افغانستان بنګله‌دېش ته ماتې ورکړي او اسټرالیا یې په هند وبایلي، افغانستان د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته وځي.

دا به د افغانستان د کرکټ په لنډ تاریخ کې لومړی وار وي چې نیمه پایلوبې ته وځي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او بنګله‌دېش لوبډلې د سې شنبې په ورځ مخامخ شي، خو تر دې یوه ورځ وړاندې به استرالیا له هند سره مسابقه وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG