د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

نن په افغانستان کې د اختر لومړۍ ورځ ده؛ افغانان طبیعي پېښو، کمزوري اقتصاد او کانګو تبې اندېښمن کړي


ارشیف: په کابل کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د اختر د لمانځه یو انځور
ارشیف: په کابل کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د اختر د لمانځه یو انځور

نن په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

ډېر کم پېښ شوي چې افغانستان کې د نړۍ د نورو اسلامي هېوادونو په خلاف اختر یوه ورځ په ځنډ ونمانځل شي.

خو د طالبانو حکومت د ځینو خلکو له نارضایتي سره سره نن دوشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دې ورځې په مناسبت په خپله ایکسپاڼه په یوه پيغام کې د امنیتي تدابیرو ډاډ ورکړی دی.

هغه ویلي: "د کورنیو چارو وزارت رهبرۍ د پولیسو امنیتي ځواکونو ته ټينګار وکړ چې د امنیتي پلان له مخې باید د ټولو جوماتونو عیدګاوو او نورو هغو ځایونو چې د اختر په ورځو کې زموږ ګران هېوادوال د اختر د مراسمو په مناسبت ټوليږي تر خپلو کلکو امنیتي تدابیرو لاندې ونیسي."

قانع له خلکو غوښتي چې د اختر په ورځو کې د زړه بوږنوونکو ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره باید خلک لازم تدابیر او احتیاط په پام کې ونیسي.

اکثر خلک وايي چې دا اختر هم د نورو هغو په څېر کمرنګه تېريږي ځکه دوی د قربانۍ یا د اختر د مېوې د اخیستلو توان نه درلود.

د ننګرهار ولايت اوسېدونکى مسعود، چې اقتصادي وضعيت يې ښه نه دى، وايي چې قربانۍ لپاره د څارويو د پېرلو وس نه لري.

ارشیف: په افغانستان کې د قربانۍ یو انځور. بېوزله خلک شکایت کوي چې د څارویو بیې لوړې دي او دوی نه شي کولای چې سږ کال قرباني وکړي.
ارشیف: په افغانستان کې د قربانۍ یو انځور. بېوزله خلک شکایت کوي چې د څارویو بیې لوړې دي او دوی نه شي کولای چې سږ کال قرباني وکړي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "زه د قربانۍ توان نه لرم، د کور د کرایې او د برښنا بل د ورکولو توان هم نه لرم. يو کمزورى او ضعيفه څاروى اته يا لس زره افغانۍ دی، په خداى باور وکړئ سږ کال د کاليو او بوټونو د اخيستو توان نه لرو."

لوی اختر داسې وخت راغی چې د افغانستان خلک وروستیو څو اوونیو کې سختو سېلابونو وځپل.

په دې سره د افغانانو وضعیت چې وار دمخه له سختو اقتصادي شرایطو سره مخ وو لا پسې ترینګلی شو.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، سېلابونو لږ تر لږه ۳۵۰ کسان مړه او سلګونه نور ټپیان کړي.

څو اوونۍ مخکې بغلان کې سېلابونو خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه واړول.
څو اوونۍ مخکې بغلان کې سېلابونو خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه واړول.

په دې سربېره لس زره کورونه یا بشپړ یا څه ناڅه ویجاړ شوي دي.

همدارنګه زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه چې د افغانستان د اکثرو کلیوالو سیمو د خلکو هیلې ورته وې سېلابونو تخریب کړې او له دې سره یې بېړنیو مرستو د خلکو اړتیا دوه برابره کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG