د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

یو شمېر متقاعدين د طالبانو له حکومته د تېرو درېیو کلونو حقوق غواړي


ارشیف: یو شمېر افغان متقاعدین
ارشیف: یو شمېر افغان متقاعدین

د افغانستان د متقاعدينو ټولنه او یو شمېر متقاعدين د طالبانو حکومت غواړي چې د دوی د تېرو درېیو کلونو حقوق ورکړي.

وروسته له هغې چې د طالبانو حکومت د ۱۴۰۳ مالي کال بودیجه تصويب کړه، یو شمېر افغان متقاعدین د تقاعد د حقوق د نه ترلاسه کولو او دا چې په تصويب شوې بودیجه کې د دوى حقوق په پام کې نه دي نيول شوي شکايت لري، دوى د له طالبانو له حکومته غواړي چې د تېرو درېيو کلونو حقوق يې ورکړي.

د ۱۴۰۳ مالي کال بودیجه تازه د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده له‌خوا په تصویب شوې ده.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده ته منسوب انځور
د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده ته منسوب انځور

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت په یوې اعلاميه کې چې د دوشنبې په ورځ یې په خپل ایکس‌پاڼه خپره کړې، ویلي چې دا بودیجه له کورنیو عوایدو او د خلکو د اړتیاوو او لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره چمتو شوې، خو اندازه او د بودیجې په اړه نور جزيیات نه دي اعلان شوي.

که څه هم د طالبانو حکومت د تقاعد سیستم له منځه وړی، خو افغان متقاعدین وايي چې دا د تقداعد حقوق د متقاعدینو مسلم حق دی او په تېرو کلونو کې دا د دوی له معاشونو ګرځول شوي دي.

د افغانستان د متقاعدينو د ټولنې مشر افندي سنګر د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "په درېیو کلونو کې دوی تل وايي چې ستاسو حقوق مونږ درکوو، دا ستاسو حق دی او موږ به یې درته توزيع کړو، خو له بده مرغه چې تراوسه د متقاعدینو درې کلن معاشونه نه دي ورکړل شوي، دا خو په فرمان کې نه دي شامل په تېرو حکومتونو کې د تقاعد په نوم پیسې وضع شوي او په مرکزي بانک کې ساتل کېږي."

د اتل په نوم یو پخواني پوځي ازادي راډيو ته وویل، دا چې د طالبانو حکومت يې درې کلن حقوق نه دي ورکړي له رواني ستونزو سره مخ دى.

اتل وايي: روانې ستونزې راته پیداشوي چې په لاره ځو له ځان سره د لیونیو په څېر خبرې کوو، چرت وهو چې د کورنۍ لپاره د يوې حلالې ډوډۍ د پيدا کولو لار ومومو.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "په دې درېیو کلونو کې چې معاشونه يې نه دي راکړي. موږ له ډېرو ستونزو سره مخ يوو. روانې ستونزې راته پیداشوي چې په لاره ځو له ځان سره د لیونیو په څېر خبرې کوو، چرت وهو چې د کورنۍ لپاره د يوې حلالې ډوډۍ د پيدا کولو لار ومومو."

يو بل متقاعد نجيب‌الله وايي چې نور ستړی شوی او اوس د ناروغى په بستر پروت دى.

هغه وویل: "زه دا اوس د کمپلې لاندې ناروغ پروت يم، څومره حوصله وکړم، تر کومه چې مړ شم؟ ماشومان به مې له بېوزلۍ او ستونزو مړه شي؟ بيا يې چاته ورکوي؟ ستونزې دي، مونږ دا اوس کرايي کور کې هم نه پرېږدي."

خو د طالبانو د حکومت د ماليې وزارت وياند ولي حقمل د دغه راپور تر خپرېدو پورې د دغو متقاعدينو د ستونزو او غوښتنو په اړه د ازادي راډيو پوښتنو ته ځواب ور نه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د تقاعد پروسې د لغوه کولو اعلان کړى دی.

د طالبانو د مشر په فرمان کې، چې د روان کال د اپریل په لومړیو کې په رسنیو کې خپور شو، د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت ته امر شوی و چې د روان ١۴٠٣ مالي کال د وري مياشتې له پیله د پوځي او ملکي کارکوونکو له معاشونو د تقاعد د پيسو ګرځول ودروي.

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان مالیې وزارت
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان مالیې وزارت

دې پرېکړې د متقاعدينو پراخ غبرګونونه راوپارول، خو د طالبانو حکومت د تقاعد د سيستم د لغوه کولو لامل روښانه نه کړ.

دا يوازې متقاعدين نه دي چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې د طالبانو د حکومت له‌خوا د دوی د حقوقو د نه ورکړې په اړه اندېښن دي، بلکې څو اوونۍ وړاندې یو شمېر معلولانو او د شهیدانو کورنیو هم له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې له څو مياشتو راهيسې د دوی حقوق نه دي ورکړل شوي چې له امله یې له ستونزو سره مخ او سخت اندېښمن دي.

دوی دا هم ویلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دوی کلني حقوق له ۶۰ زرو څخه ۳۸ زره افغانیو ته راټیټ شوي دي.

د افغانستان د متقاعدينو د ټولنې د معلوماتو له مخې، د طالبانو حکومت د ۱۴۰۱ کال د راپور پر بنسټ، دا مهال په افغانستان کې ۱۷۰ زره ملکي او نظامي متقاعدين موجود دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG