د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

افغانستان کې د پاخه عمر لرونکو ستونزمن ژوند؛ اکثره یې پر سړکونو مزدوۍ ته اړ وتي

ارشیف
ارشیف

بې وزلۍ، بېکارۍ، اقتصادي ستونزو او هم د طالبانو د حکومت لخوا د متقاعدينو د معاشونو نه ورکړې په کابل او ولایتونو کې له کار ستړي، د پاخه عمر لرونکي کسان هم بیا کار ته رایستي دي.

دوی وايي، اړ شوي چې په واټونو له سهاره تر ماښامه مزدوري وکړي، څو يوه مړۍ حلاله ډوډۍ ومومي.

د دغو له ډلې يو شمېر يې چې عمرونه يې له شپيتو کالونو پورته دي، ازادي راډيو ته وويل چې د خپلو کورنيو سرپرستان دي .

د کابل اوسېدونکی ۶۱ کلن محمد نسیم چې په پښه معلول او د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ مشر دی وايي:

"زه د سرک په یوه کونج کې درېږم، درې څلور درجنه کتابچې رانیسم او بیا به یې پلورم پنځوس افغانۍ پیدا کړم، درس او تعلیم هم سم نه دی که خلکو درس ويلای کتابچې يې ډېرې اخيستې، سرمايه هم نه لرم، چې په کار يې واچوم او يو بل کار وکړم له بلې خوا پښه مې هم درد کوي او پیسې نه لرم چې درمل واخلم."

د کابل ښار یوه څنډه
د کابل ښار یوه څنډه

۶۹ کلن اتل هم چې د کابل ښار یو بل اوسېدونکی او پخوانی پوځي دی وايي، د کورنۍ اته سره غړي ور ترغاړې دي.

هغه ازادي راډیو ته وویل اوس د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند یوه سیمه کې پیاز او کچالو پلوري:

"درې کاله کېږي چې معاشونه مو نه دي اخیستي، نور نو د درنو کارونو توان او زور نه لرم، هره ورځ له بازاره پياز او کچالو اخلم یو لاسي کراچۍ لرم، کله ناکله مو ښاروالۍ له يوې خوا بلې خوا ته لېږي او کله بیا يو مناسب ځاى پيدا کړو او دروو یې."

د ننګرهار ولايت اوسېدونکى ٨٠ کلن خواجه محمد هم ورته شکايت لري او وايي چې ورځنۍ مزدوري کوي، خو د خپلې کورنۍ لګښتونه نه شي پوره کولاى:

"زه په کورنۍ کې نهه د کورنۍ غړي لرم، ۸۰ کلن یم او د مزدور په توګه کار کوم، کله کله ورځنی خرچه پيدا کوم او کله یې نه پيدا کوم د روزي پيدا کولو ته حيران يم ، ناروغي خو پریږده."

د پاخه او ډېر عمر لرونکي دا کسان وايي، په کرايي کورونو کې اوسېږي او د کورنۍ نور غړي یې هم ټول وزګاره دي.

دا په داسې حال کې ده چې د درې کلونوپه تېرېدو سره هم د طالبانو حکومت تر اوسه د متقاعدینو د تقاعد حقوق نه دي ورکړي .

ډېرې کورنۍ شکایت لري چې بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو دوى دومره ځپلي چې ان د جامو اخیستلو او نورو لوړنیو اړتیاو د پوره کولو توان هم نه لري.

طالبانو دغه شان په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې ښځې هم له کار کولو راګرځولې دي چې ډېرې یې د خپلو کورنیو مرسته کوونکې وې.

دوه ورځې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام (ډبليو اف پي) په افغانستان کې د بې وزلۍ او لوږې له زیاتوالي اندېښنه ښودلې وه او ویلي يې وو چې په افغانستان کې له هرو سلو کسانو څخه ۴۷ یې د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي وو، دا وضعیت ښیي چې د افغانستان د نږدې ۴۳ میلیونو وګړو له درېیمې برخې څخه زیات له بې وزلۍ او لوږې سره مخ دي.

هرات کې یو پوخ عمر لرونکی معلول پر خپل سایکل موبایلونه پلوري
هرات کې یو پوخ عمر لرونکی معلول پر خپل سایکل موبایلونه پلوري

د پاخه او ډېر عمر لرونکي دا کسان وايي، په کرايي کورونو کې اوسېږي او د کورنۍ نور غړي یې هم ټول وزګار دي.

XS
SM
MD
LG