د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

بودیجې کموالی؛ اوچا: د افغانستان بېلابېلو برخو کې به د مرستو بهیر له ګواښ سره مخ شي


ارشیف: د افغانستان سویل کې پر بېوزله د مرستو له بهیره یو انځور
ارشیف: د افغانستان سویل کې پر بېوزله د مرستو له بهیره یو انځور

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، په ٢٠٢۴م کال کې د بودیجې کمښت به د اپرېل او جون مياشتو ترمنځ د افغانستان بېلابېلو برخو کې د مرستو رسولو بهیر له ګواښ سره مخ کړي.

اوچا وايي، د روان کال د اپرېل او جون مياشتو تر منځ د بودیجې کمښت به په افغانستان کې د سرپناه، روغتیا، خوړو او تغذيې، خونديتوب او زده‌کړو په برخو کې د مرستو د درېدو لامل شي.

د اوچا د تازه راپور له مخې چې د یکشنبې په ورځ خپور شوى، راغلي چې لیرې پرتو سیمو ته د مرستو رسولو، ټرانسپورټ او سپارلو لپاره اضافي بودیجې ته هم اړتيا ده.

د اوچا په خبره، دا بودیجه به هغو سیمو ته د اړتیا وړ مرستو په رسولو کې کمک وکړي چې ډېرې اړمنې دي.

په راپور کې زياته شوې هغه برخې چې د ملاتړ د نشتوالي له امله ډېر د مرستو د درېدو له ګواښ سره مخ دي د خوړو د نه خونديتوب په ګډون، کرنه، بېړني سرپناه او د سرپناه بیا رغونه په کې شامل دي.

اوچا زياتوي چې د روغتیا برخه او بېړني روغتیایي خدمتونه د متوسط ګواښ لاندې دي، خو د زده‌کړې، د ماشومانو د ملاتړ، اوبو، ضد عفوني کولو او د کلورین ټابلیټونو برخه د اپرېل څخه تر جون میاشتو پورې د مرستې درېدو له ټیټ ګواښ سره مخ دي.

ارشیف: په میدان وردګ کې د یوه روغتون د ماشومانو څانګه. یو ډاکتر له یوې ښځې سره د خبرو پر مهال
ارشیف: په میدان وردګ کې د یوه روغتون د ماشومانو څانګه. یو ډاکتر له یوې ښځې سره د خبرو پر مهال

په راپور کې راغلي چې د ۱۷ میلیونه افغانانو د خوراکي خوندیتوب او کرنې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۵۴.۲ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده، په داسې حال کې چې اوسنۍ بودیجه یوازې د اپرېل او جون تر منځ د ۳.۱ میلیون کسانو لپاره بسنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې موده کې د تغذیې د ضرورت پوره کولو لپاره ۳۶،۳ میلیونه ډالرو مرستو ته اړتیا ښودل شوې ده.

په همدې حال کې یو شمېر اړمنو کسانو ازادي راډيو ته وویل چې د اقتصادي وضعیت او د کار د نشتوالي له امله د خوراکي توکو مرستو ته اړتیا لري.

په کابل ولايت کې يوه مېرمن چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې خپور شي، وايي چې د خپلې کورنۍ سرپرسته ده او درې کاله کېږي چې بېکاره ده.

هغه وايي: "زه له درېیو کلونو راهیسې بى کاره یم. زما وضعیت ورځ په ورځ خرابېږي. د خپلې کورنۍ لپاره روزي نه شم برابرولی. بېکاري خپل اوج ته رسېدلې ده. اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او خلک له دېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي."

په ننګرهار ولایت کې یوې بلې مېرمنې فریدې ازادي راډیو ته وویل چې تراوسه ورسره هېڅ مرسته نه ده شوې.

هغه وايي: "تر اوسه پورې له موږ سره د بنسټونو او دولت له‌خوا کومه مرسته نه ده شوې، زه لاسي توکي جوړوم او پلورم يې او په ګټه يې ژوند کوم."

دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبليوایف‌پي" په‌دې وروستیو کې ازادي راډیو ته ویلي، یاد سازمان اړ دی څو د خوراکي توکو مرستې د روانې میاشتې وروسته وځنډوي.

ارشیف: پکتیکا کې د خوړو نړیوال سازمان د خوراکي توکو بار موټرې
ارشیف: پکتیکا کې د خوړو نړیوال سازمان د خوراکي توکو بار موټرې

د یاد سازمان ویاند ضیاالدبن ساپي ازادي راډیو ته ویلي، د بودیجې د کمښت له کبله د خوړو د نړیوال سازمان پروګرام به د جون په میاشت کې یوازې نیم میلیون کسانو ته چې بیړنیو مرستو ته اړ وي، د مرستې رسولو جوګه وي.

د مرستو د کموالي او درولو دا خبرداری په داسې حال کې پورته کېږي چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر د راپور له مخې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه اړمنو کسانو له دلې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د دې ادارې په وینا دوی په ۲۰۲۴م کال کې افغانستان کې د بشري مرستو رسولو لپاره د اړتیا وړ ٣ میلیارده ډالرو بودیجې یوازې ۱۵،۸ سلنه تر لاسه کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG