د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

زرداري: د ۵ چینایانو د وژلو عاملان ځپو؛ خواجه اصف: افغانستان د ترهګرو ځاله ده


پاکستان کې د چینایانو د وژلو د وروستۍ پېښې سیمه
پاکستان کې د چینایانو د وژلو د وروستۍ پېښې سیمه

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په خیبرپښتونخوا کې د پنځو چینایانو د وژلو د عاملینو د ځپلو ژمنه په داسې وخت کې وکړه چې د دغه هېواد دفاع وزیر خواجه محمد اصف وویل چې د ترهګرو ځاله افغانستان دی او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه کیږي.

یوه ورځ وروسته تر دې چې د خیرپښتونخوا په بشام سیمه کې پر چینایانو برید وشو، د پاکستان دفاع وزیر افغانستان ته ګوته ونیوله او دا خاوره یې د ترهګرو سرچینه وبلله.

خواجه محمد اصف پرون په ایکسپاڼه( پخواني ټویټر) کې ولیکل چې له افغانستان سره به پر پوله امنیتي تدابیر سخت کړي چې د افغانستان له لورې پاکستان ته د ترهګرو د ننوتو مخه ونیسي.

ده زیاته کړه چې د پاکستان او افغانستان تر منځ به د تېریدو راتېریدو په ځایونو کې ټول نړیوال اصول پلي شي.

د پاکستان دفاع وزیر، خواجه آصف
د پاکستان دفاع وزیر، خواجه آصف

خواجه اصف همداراز د طالبانو حکومت تورن کړ چې د تروریستانو له پناهځایونو خبر دی، خو د هغوی پرضد یې له مبارزې لاس اخیستی دی.

د طالبانو حکومت تر اوسه د خواجه اصف د دې ادعاو په اړه څه نه دې ویلي،خو تر دې مخکې یې ویلي وو چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پرضد برید وکړي.

پاکستان تر اوسه بیا بیا د طالبانو له حکومته غوښتې دي چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي پرضد جدي مبارزه وکړي.

پاکستان د مارچ په اتلسمه په میرلي کې د ۷ پاکستاني سرتېرو تر وژل کېدو وروسته پر خوست او پکتیکا ولایتونو بمباري وکړه. هغه وخت د طالبانو چارواکو وویل چې په دې بریدونو کې ۸ ملکیان چې ۵ یې ښځې او ۳ یې ماشومان دي، وژل شوي دي.

د پاکستان دفاع وزیر چې په کومه ورځ د افغانستان خاوره د ترهګرۍ سرچینه وبلله، په همدې ورځ د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په اسلام اباد کې د چین سفارت ته ورغی چې له هغه هېواد سره د هغوی د پنځو اتباعو د وژلو لپاره خواخوږي څرګنده کړي.

زرداري پرون د چین سفیر ته وویل چې د دې برید مسوولین به ونیول شي او عدالت ته به یې راکاږو.

پاکستان د استوګنې د قانوني اسنادو لرونکو افغان کډوالو د ایستو اعلان کړی
پاکستان د استوګنې د قانوني اسنادو لرونکو افغان کډوالو د ایستو اعلان کړی

ده زیاته کړه چې د پاکستان لپاره داسې پېښې د منلو نه دي او هېواد به یې د ترهګرو پرضد جدي مبارزې ته ادامه ورکړي.

سې شنبې د شانګلې په بشام سیمه کې پر چینایانو ځان وژونکی برید وشو چې ۵ چینایان او یو پاکستانی پکې ووژل شو.

د راپورونو له مخې، دغو چینایانو د برېښنا په یوه بند کې کار کاوه او د بند په لور د تګ پرمهال برید پرې وشو.

تر اوسه کوم چا یا کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو په پاکستان کې تر دې مخکې د اکثرو بریدونو مسوولیت تحریک طالبان پاکستان، داعش ډلې او یا بلوچ بیلتون غوښتونکو منلی دی.

د دې لپاره چې پاکستان د خپل هېواد دننه د بریدونو مسوول هغه کسان ګڼي چې له افغانستانه ورځي؛ نو اسلام اباد یو ځل بیا د افغان کډوالو د ایستلو اعلان کړی دی.

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د افغان کډوالو د ایستلو دوهم بهیر به تر اختر وروسته پيل شي، پر دې اعلان د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو بنسټونو اعتراض کړی دی او یو شمېر افغانانو اندېښنه ښکاره کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG