د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

د معترضانو لخوا د کابل هرات تړل شوې لاره بیرته پرانیستل شوه


له ارشیفه د کابل - هرات لارې یو تصویر
له ارشیفه د کابل - هرات لارې یو تصویر

سیمه‌ییزو سرچینو ویلي چې د هرات – کابل لویه لار نن (سه‌شنبه) د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

دغه لویه لاره د دوشنبې په ورځ د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د یو شمېر کروندګرو او د ځمکو لرونکو له لوري د طالبانو له‌خوا د درېیو ځايي اوسېدونکو د ټپي کېدو په اعتراض کې وتړل شوه.

لاريون کوونکو په‌دې لويه لاره کې ټايرونو ته اور اچولى و او په يوه ويډيو کې يې چې خپره شوې وه، په فراه کې يې د طالبانو د والي او د بالابلوک د ولسوال د ګوښه کېدو غوښتنه کوله.

د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د «کنسک» کلي یوه قومي مشر حاجي خدايداد ازادي راډيو ته وویل، د هرات-کابل لویه لار چې د ده په خبره د یو شمېر ځوانانو له‌خوا تړل شوې وه، بېرته پرانیستل شوې ده:

"یو سوء تفاهم رامنځته شوی و، نو موږ د دې کلي سپین ږیري ولاړو، لار مو خلاصه کړه."

حاجي خدايداد وايي، دغه لويه لاره د يو ساعت لپاره د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه.

د فراه ولایت مرکز
د فراه ولایت مرکز

ومو غوښتل، په‌دې اړه نور جزيات له لاريون کوونکو وپوښتو، خو بريالي نه‌شولو.

په فراه ولایت کې د میرویس نیکه د ترانسپورتي شرکت مسوولینو هم ازادي راډيو ته په یوه استولي پیغام کې د هرات-کابل د لویې لارې پرانیستل تایید کړل.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس له لوري په خپور شوي خبر کې چې د فراه ولايت لپاره د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور د رئيس جمال سباوون له‌خوا ازادي راډيو ته رالېږل شوی دی، د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د درېيو تنو ټپي کېدل تاييد کړي او او ويلي يې دي چې د علماوو شورا، قومي مشرانو او د طالبانو د حکومت امنیتي چارواکو په منځ‌ګړيتوب ياده ستونزه هواره شوه.

دغه خبری آژانس د بالابلوک ولسوالی لپاره د طالبانو د ولسوال سعد له قوله ويلي چې د ځمکې پر سر د خپل‌منځي شخړې له امله ۳ تنه په مرمیو زخمي شوي، خو په‌دې اړه چې دا ډزې د طالبانو يا د نورو خلکو له‌خوا شوي، جزيات نه‌دي ورکول شوي.

د بالابلوک ولسوالۍ د اوسېدونکو او په‌دې ولسوالۍ کې د طالبانو د سيمه‌ييزو چارواکو ترمنځ شخړه وروسته له هغه رامنځته شوې چې د دې ولسوالۍ د کنسک کلي د يوه اوسېدونکي په وينا، د طالبانو له لوري يو پلاوى ورغلی، څو ددغه کلي ته د ځمکې سروې وکړي، دولتي او شخصي ځمکې تفکيک کړي.

XS
SM
MD
LG