د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

په کنټرول شویو ټاکنو کې د پوتین بری او نړیوال غبرګونونه


د روسیې ولسمشر، لادمیر پوتین
د روسیې ولسمشر، لادمیر پوتین

پوتین د "وېرې او ترهې" په منځ کې د خپلو پخوانیو بریاوو ریکارډ مات کړ.

د روسیې د ټاکنو مرکزي کمیسیون پرون اعلان وکړ چې د څه ۹۹ سلنه رایو په شمېرنې سره پوتین ۸۷ اعشاریه ۲۹ فیصده رایې ګټلې دي. په دې ترتیب دی په یوې لویې بریا سره د یوې بلې شپږ کلنې دورې په مخه د روسیې ولسمشرۍ ته رسېدلی.

د ټاکنو کمیسیون همداراز په ټاکنو کې د ګډونوالو فیصدي هم څه باندې ۷۷ سلنه بللې او په خبره یې دا د خلکو تر ټولو لوړ ګډون وو.

پوتین په ۲۰۱۸ کال کې څه باندې ۷۷ فیصده رایې ګټلې وې.

۷۱کلن ولادمیرپوتین له ۲۰۰۰ کال راهیسې د ولسمشر یا صدراعظم په توګه په روسیه واک چلوي. د دې نوې شپږکلنې دورې په پای ته رسېدو سره به هغه د جوزیف ستالین د ۳۰ کلنې واکمنۍ ریکارډ مات کړي.

د روسیې متحدینو چین او شمالي کوریا د هغه په بیا ټاکنه د مبارکۍ پیغامونه ورکړي. د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي هم پوتین ته مبارکي ورکړې او له روسیې سره یې د هند د ځانګړو اړیکو د پراختیا هیله ښوولې.

د ناټو سرمنشي: په روسیه کې ټاکنې نه ازاده وې او نه عادلانه. دا تاییدوي چې روسیه یوه مستبده ټولنه ده.
د ناټو سرمنشي: په روسیه کې ټاکنې نه ازاده وې او نه عادلانه. دا تاییدوي چې روسیه یوه مستبده ټولنه ده.

لویدیځ بیا دا ټاکنې غیر قانوني او غیر عادلانه بللې دي. د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له ازادې اروپا راډیو سره پرون د مارچ اتلسمه په یوه مرکه کې وویل:

" په روسیه کې ټاکنې نه ازاده وې او نه عادلانه. دا تاییدوي چې روسیه یوه مستبده ټولنه ده. هېڅ ډول مخالفت – هېڅ ډول حقیقي مخالفت وجود نه لري. کومو خلکو چې د روسیې او د پوتین په مخالفت پاڅېدل یا تښتې ته اړ شوي، یا بهر اوسي. بندیان شوي یا ځینې یې وژل شوي لکه څنګه چې موږ د الکسي ناوالني پېښه ولیدله."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د روسیې ټاکنې غیرډیموکراټيکه پروسه بللې ده.

په روسیه کې د مارچ له ۱۵ تر ۱۷ درې ورځې رایګیري وشوه. روسیې داسې وخت ټاکنې وکړې او کرملین د پوتین بریا ډاډمنه کړه چې لا هم پر اوکرایین د روسیې غیر موجه یرغل دوام لري.

هغه یرغل چې د پوتین په امر پیل شو او په ولسمشرۍ ټاکنو کې په اوسنۍ بریا د شنونکو په خبره پوتین لا ددې یرغل د ننګې او دفاع لپاره د ملاتړ د جلب په هڅه کې دی.

XS
SM
MD
LG