د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

په غزني کې د دوو راډیوګانو پر وړاندې د طالبانو اقداماتو اندېښنې رامنځته کړي


ارشیف: په افغانستان کې د یوې راډیو سټډیو
ارشیف: په افغانستان کې د یوې راډیو سټډیو

د افغانستان د خبريالانو مرکز په غزني کې د طالبانو د حکومت د ښاروالۍ له لوري د دوو سيمه‌یيزو خصوصي رسنيو تړل او مشروطول د اندېښنې وړ ګڼي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي، د طالبانو حکومت ښاروالۍ په غزني ولايت کې د "شمله" او "دهکده" په نوم د دوو خصوصي راډيوګانو خپرونې د "جواز محصول" د نه ورکولو له امله درولي او د دوى د فعالیت مخه يې نيولې ده.

که څه هم دغه مرکز د طالبانو د حکومت د ښاروالۍ له‌خوا له درې ساعته ځنډ وروسته په مشروط ډول د دغو راډيوګانو د خپرونو د پيل خبر ورکړ، خو ورته اقدام يې پر رسنيو د فشار ډېرېدل او د اندېښنې وړ بللي دی.

د دغه مرکز په خبرپاڼه کې راغلي، دغه دوه راډيوګانې چې د کب په ٢٠مه تړل شوې وې د مسوولانو او سيمه‌ييزو خبريالانو له اعتراضونو وروسته په دې شرط بېرته پرانېستل شوې چې د جواز د تر لاسه کولو لپار په غزني ولایت کې د طالبانو حکومت د ښاروالۍ له خوا غوښتل شوې پيسې ورکړې.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې د کمېټې مشرې سمیې ولیزاده ازادي راډیو ته وویل: "د دغو رسنیو د دروازو د تړل کېدو لامل د ښاروالۍ د ادارې له لوري د جواز اخیستلو په بدل کې د پیسو نه ورکول دي، دا په حقیقت کې د اندېښنې وړ ده. چا چې رسنۍ جوړ کړې وي او یا یې جوړوي، له څو وزارتونو لکه د اطلاعاتو او کلتور وزارت، مالیې وزارت او د سوداګرۍ او صنایعو له وزارت څخه یې جوازونه اخيستي او ماليه ورکوي."

د اغلې ولیزاده په وینا، دغه اقدام د پخواني جمهوري نظام پر مهال هم شوی و، خو د رسنیو د مسوولانو له اعتراض او د اړوندو وزارتونو له اجازې وروسته دغه پرېکړه بېرته واخيستل شوه.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې د کمېټې مشره سمیه ولیزاده
د افغانستان د خبریالانو د مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې د کمېټې مشره سمیه ولیزاده

د افغانستان د خبريالانو له مرکز څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په غزني ښاروالۍ کې د طالبانو د حکومت مسوولانو د دغو دوو سيمه‌ييزو رسنيو مشرانو او خبريالانو ته ویلي چې د کابل له خوا تر فشار لاندې دي او اړ دي چې په یاده برخه کې د ښاروالیو قانون پلى کړي.

د دغه اعلان پر بنسټ هره رسنۍ مکلفه ده چې د دغه جواز په بدل کې ښاروالۍ ته په کلني ډول شاوخوا ۷ زره افغانۍ ورکړي.

یوه خبریال چې د امنيتي مسايلو لپاره يې د نوم له ښودلو ډډه وکړه ازادي راډيو ته يې وويل، که دا کړنې دوام وکړي د رسنیو اقتصادي ننګونو ته په پام سره به د رسنیو لپاره ستونزمنه وي چې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

یو خبریال وايي: زموږ غوښتنه دا ده چې د رسنیو لپاره د رسنیو د قانون او د بیان د ازادۍ په چوکاټ کې، اجازه ورکړي چې خپل کار ته دوام ورکړي.

نوموړي زياته کړه: "دا چې له یوې خوا رسنۍ د حکومت له خوا محدودې او قيدې دي او له بلې خوا مالي ستونزې دي، فکر نه کوم چې په دې حالت کې به د رسنیو فعالیتونه دوام وکړي. زموږ غوښتنه دا ده چې د رسنیو لپاره د رسنیو د قانون او د بیان د ازادۍ په چوکاټ کې، اجازه ورکړي چې خپل کار ته دوام ورکړي."

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد او په کابل کې د دوی د حکومت د ښاروالۍ د ویاند نعمت الله بارکزي نظر هم واخلي، خو هغوی د دې راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نه کړې.

د افغان خبريالانو د مرکز د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال په غزني ولايت کې يوازې پنځه خصوصي رسنۍ فعاليت کوي.

له دې اقدام یوه اونۍ مخکې هم په غزني کې د شمله او دهکده راډیوګانو فعاليتونه د طالبانو د حکومت له خوا له همدې امله درول شوي وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG