د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

ننګرهار کې د نارنج‌ګل دوديزه کلنۍ مشاعره او مېله؛ ایا اوسمهال مشاعرې ازادې دي؟


د طالبانو په واکمنۍ کې د نارنج ګل مشاعرې یو انځور
د طالبانو په واکمنۍ کې د نارنج ګل مشاعرې یو انځور

په ننګرهار کې د نارنج‌ګل دوديزه کلنۍ مشاعره او مېله جوړه شوه.

دا مشاعره چې تېره ورځ غرمه پيل شوې وه، د شپې تر ناوخته يې دوام وکړ.

د ننګرها ولايت لپاره د طالبانو د حکومت د اطلاعات او کلتور رياست د ځوانانو چارو امر قاري محمد اصف زهير ازادي راډيو ته وويل، مشاعرې ته د افغانستان له ګوټ ګوټ شاعران ورغوښتي شوي وو او د ده په خبره مشاعره ازاده او ولسي بڼه يې درلوده.

هغه وویل: "تر سلو پورې شاعرانو برخه په‌کې اخيستې وه، د کوزې پښتونخوا څخه بخت‌زاده دانش او منير بونيري ګډون کړی و، مشاعره عامه او ازاده وه، هيڅ ډول انحصار او بنديز په‌کې نه و، هر شاعر کولی شول د خپل خيالاتو اظهار په خلاصو تڼيو وکړي."

يادې مشاعرې ته د خیبر پښتونخوا څخه راغلي شاعر منير بنيري ګډونوالو ته خپل دا شعر وړاندې کړ.

هغه شاعران او فرهنګيان چې يادې مشاعرې ته ورغلي وو، وايي چې مشاعرې ته د دوی په ټکو زرګونه خلک راټول شوي وو او شاعرانو په‌کې د اسلامي، حماسي، ټولنيزو او نورو بېلابېلو موضوعاتو اړوند شعرونه واورول.

د ختيځ ادبي بهير مشر ضيا‌‌ءالدين همت‌مل چې ياده مشاعره کې يې ګډون کړی و، ازادي راډيو ته وويل: "ډېر شاعران راغلي وو، خپل افکار او خيالات يې ګډونوالو سره شريک کړل، د ننګرهار شاعرانو ډېر وخت مېلمنو شاعرانو ته ورکړ، ځکه له ډېرو ولايتونو شاعران راغلي وو، په ټوله کې مشاعره ازاده وه."

مولوي محمد عليم بسمل چې له لوګر ولایت يادې مشاعرې ته ورغلی و، ازادي راډيو ته يې وويل: "بېګانۍ مشاعره يوازې زه نه وايم، ټول وايي چې ډېره بېسارې وه. زه د دې مشاعرې ګټه ډېره وينم، ځکه بهترينه لاره دا ده چې دغه ډول مشاعرو ته له هاغاړه هم شاعران راوغواړو، بله ګټه يې دا ده چې مشاعره اوس وخت ډېره ښه سرګرمي ده، ملايان دې هم خير يوسي، خلکو ته يې پوره ازادي ورکړې وه مشاعره کې."

ارشیف: په ننګرهار کې د نارنج ګل مشاعرې یوانځور.
ارشیف: په ننګرهار کې د نارنج ګل مشاعرې یوانځور.

خو داسې ځينې فرهنګيان هم شته چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پر جوړېدونکو مشاعرو نيوکې لري او وايي چې ازادې نه‌دي.

د دوی له‌‌ډلې ليکوال او شاعر عطامحمد هيله‌من چې کلونه کلونه يې د نارنج‌ګل مشاعرو کې برخه اخيستې، ازادي راډيو ته وويل: "اوسمهال دا مشاعره داسې شوې ده چې يوازې د هغه يو طرف فکر او ذکر خلک په‌کې راټولېږي. په دغه مشاعره کې به په تېر کې هر چاته په پراخه سينه وخت ورکول کېده، که هغه د طالب د فکر سړی و، که د جمهوريت د فکر سړی و، ازاد به يې خپل شعرونه او نظمونه ويلی شول، خو اوس داسې نه‌ده."

ننګرهار کې د نارنج‌ګل مشاعره سږ کال په‌داسې حال کې ترسره کېږي چې په تېرو کلونو کې په دغه مشاعرو کې د ډیرو مینه‌والو خاوند شاعر عزت‌الله ځواب چې تر ډېره انتقادي، ټولنيز او اصلاحي شعرونه یې ویل، د کورنۍ د غړو په خبره يې له تېرې يوې نيمې مياشتې راهيسې د طالبانو په بند کې دی.

افغان ولسي شاعر عزت‌الله ځواب چې دا مهال د طالبانو په بند کې دی.
افغان ولسي شاعر عزت‌الله ځواب چې دا مهال د طالبانو په بند کې دی.

خو د طالبانو حکومت امنیتي مسوولانو ویلي چې نوموړی یې د فرهنګي هڅو او لیکنو له امله نه دی نیولی.

د ننګرهار د اطلاعات او کلتور رياست د مسوولانو په وينا، د نارنج ګل مشاعره په لومړي ځل په ۱۳۴۴ هـ ش کال په جلال‌اباد ښار کې د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست او د دې سيمې ادبپالو په زیار او نوښت ترسره شوه چې په هر نظام کې دغه مشاعره پرته له ځنډه جوړه شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG