د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

قاهره کې د اسراییل او حماس ډلې د اوربند په اړه د خبرو نوی پړاو پیلیږي


د مصر او اسراییلو بیرغونه
د مصر او اسراییلو بیرغونه

ټاکل شوې د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند په اړه د خبرو نوی پړاو نن (د مارچ ۴مه) په قاهره کې پیل شي.

مذاکره کوونکي هڅه کوي چې په غزه کې اوربند وشي، خو اختلافات لا هم پر ځای پاتې دي.

د امریکا، قطر او حماس ډلې پلاوي د خبرو د نوي پړاو د پیل لپاره قاهرې ته رسېدلي دي.

اسراییلو ویلي چې دوی په دې خبرو کې د ګډون کوم پلان نه لري.

مرکچیان د شپږ اونيز اوربند پر رامنځ ته کولو او د اسراییلو له زندانونو د فلسطیني بندیانو او له حماسه د اسراییلي یرغملو د خلاصون په اړه تمرکز لري.

حماس چې د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې له خوا یو تروریستي سازمان ګڼل کیږي، له غزې تړانګې څخه د اسرائیلي ځواکونو د بشپړ وتلو غوښتنه کړې ده.

اسراییل ژمنه کړې چې د حماس تر بشپړ له منځه وړلو پورې به جګړې ته دوام ورکړي.

د اسراييلو بله غوښتنه له حماس څخه د ۱۳۰ يرغمل شويو خلاصون دی، خو ګومان کېږي چې د يرغمل شويو کسانو له ډلې ۳۰ تنه مړه شوي وو.

اوس د اسراييلو او حماس ترمنځ جګړه شپږمې مياشتې ته داخلېږي، خو شدت يې نه دی کم شوی.

په غزه کې د اسراییلو له بریدونو وروسته ویجاړۍ
په غزه کې د اسراییلو له بریدونو وروسته ویجاړۍ

په غزه کې بشري وضعیت هم خورا بد ښودل شوی او د ملګرو ملتونو چارواکو او مرستندویه ادارو په دغه ښار کې د یوه بشري ناورین خبرداری ورکړی دی.

د یکشنبې په ورځ (مارچ ۳) د اروپايي ټولنې یو پلاوی مصر ته لاړ او له غزې سره یې د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

د اروپايي پارلمان د بشري حقونو د کمېټې مشر اودو بلمن چې د دغه پلاوي مشري کوي، په غزه کې د اوربند پر ټینګښت او د مرستو پر رسولو ټینګار وکړ.

نوموړي وویل:

"زموږ په اند، اوربند یوازینۍ لار ده چې تر ټولو بیړني کارونه ترسره کړو او د زرګونو خلکو د وژل کیدو مخه ونیسو. د بې ګناه خلکو د وژلو مخه ونیسو او هغو ته چې د بشري مرستو اړمن دي مرستې ورسوو."

د ملګرو ملتونو په وینا، د غزې د ښار شمالي برخې دا مهال د سختې قحطۍ له خطر سره مخ دي.

اسراییلو ویلي چې د غزې شمالي سیمو ته د مرستو د کاروانونو د ننوتو اجازه نه ورکوي او له همدې کبله له خوراکي توکو ډکې لسګونه لارۍ دغې سیمې ته د تلو انتظار باسي.

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت وايي، د پنځه میاشتنۍ جګړې په پایله کې تر اوسه د قربانیانو شمېر له ۳۰ زرو واوښت.

په تېرو څو ورځو کې د دغه وزارت له خوا په هرو ۲۴ ساعتونو کې د قربانیانو شمېر تر سلو ډېر ښودل شوی چې د غزې د اوسېدونکو د وضعیت په اړه یې پراخې اندېښنې راپارولې دي.

XS
SM
MD
LG