د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

امیري: نړیواله ټولنه د افغان ښځو د کړاوونو د هواري لپاره یو موټې او ژمنه ده


د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې وايي، د دوحې ناستې دا روښانه کړه چې نړیواله ټولنه د افغانانو د اقتصادي ودې، امنیت او د حقونو د درناوي په ځانګړي ډول د افغان ښځو او نجونو د کړاوونو په هواري کې د دوی د هلو ځلو په ملاتړ کې یو موټې او ژمنه ده.

رینا امیري د شنبې په سهار په خپل ایکس‌پاڼه په یو بیان کې لیکلي: "د افغانستان د مدني ټولنې استازو په یوه خوله وویل چې نړیواله ټولنه دې د افغانستان د امنیتي حالاتو په ارزونه کې د افغان ښځو ناوړه حالت او د افغانستان په بحثونو کې د ښځو او مدني ټولنې د ګډون ارزښت ته پام وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ هم په یو بیان کې چې د هغه په ایکس‌پاڼه خپور شوی و، ویلي چې په افغانستان کې د ټولیزو ګټو په اړه پیاوړې اجماع شته.

هغه ویلي، ټول هېوادونه غواړي چې ښځې او نجونې ښوونځيو، پوهنتونونو، کار او عامه ژوند ته راستنې شي.

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

خو د ښځو د حقونو افغان فعالانې د دغې غونډې په اړه نظرونه لري.

د ښځو د حقونو فعاله اوګۍ امېل ازادي راډيو ته وویل: "دوی دغه ډول ناستې او غونډې زیاتې کړي دي. له تېرو نږدې درېیو کلونو راهیسي غږ پورته کېږي او ناستې کېږي، خو پایله یې صفر وي. لا هم د د زده کړو او کار په برخه کې د ښځو حقونه تر پخو لاندې کېږي او ورځ تر بلې پر ښځو د ژوند کړۍ تنګېږي."

د ښځو د حقونو یوه بله فعاله لیدا عدالت وايي، افغان مېرمنې د عمل په هیله دي چې له امله یې د ښځو په وړاندې تبعیضي چلند پای وموموي.

عدالت وايي: د ښځو سترګې د عمل په لور دي او موږ هیله لرو چې د مېرمنو په وړاندې تبعیضي چلند، نیونې پای ته ورسېږي.

هغې وویل: "موږ هیله لرو چې د دې ناستې پایلې موثرې وي او یوازې تشې خبرې نه وي، ځکه افغان مېرمنې نورې له خبرو او ژمنو ستړې شوي دي. د ښځو سترګې د عمل په لور دي او موږ هیله لرو چې د مېرمنو په وړاندې تبعیضي چلند، نیونې پای ته ورسېږي او د دوی حقونه ورکړل شي. افغان مېرمنې د عمل په تمه دي چې بل اخره پایله ولري."

دوحه د روانې میلادي میاشتې په ۱۸ او ۱۹مه نېټه د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په اړه د کنفرانس کوربه وه چې تر ۲۸ پورې د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو په کې برخه اخیستې وه.

په دغې ناسته کې طالبانو ته هم بلنه ورکړل شوې وه، خو دوی د خپلو شرطونو د نه منل کېدو له امله په دې غونډه کې ګډون ونه کړ.

له غونډې وروسته د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د قطر ناسته غیرمنصفانه بللې، خو ویلي، که په راتلونکې کې د هېوادونو او ملګرو ملتونو له خوا د دوی غوښتنې ومنل شي، دوی به په دغه ډول غونډو کې برخه واخلي.

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر
د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر

د ملګرو ملتونو سرمنشي هم د دوحې له ناستې وروسته هیله ښودلې وه چې طالبان په دغه ډول نورو غونډو کې برخه واخلي.

انټونیو ګوټېرېش دغه شان ویلي وو چې په غونډه کې د ګډون لپاره د طالبانو شرطونه ملګرو ملتونو ته د منلو نه و.

ګوټېرېش د دوحې ناسته ګټوره بللې او ویلي یې وو چې د یو سوله‌ییز افغانستان غوښتونکي دي، داسې چې له خپل ځان او ګاونډیو سره په سوله کې وي او د یو هېواد په توګه په خپلو نړیوالو ژمنو د عمل کولو توان ولري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په دوحه کې د افغانستان په اړه له غونډې وروسته خبري غونډې ته معلومات ورکوي. February 19, 2024
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په دوحه کې د افغانستان په اړه له غونډې وروسته خبري غونډې ته معلومات ورکوي. February 19, 2024

د یادونې ده چې افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي داسې مهال د افغان نجونو او ښځو د ستونزو د هواري لپاره د نړیوالو د ژمنتیا خبره کوي چې طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلي واکمنۍ وروسته د زده کړو او کار په ګډون په افغان مېرمنو ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG