کندهار کې د پنبې د پروسیس فابریکې زیاتې شوي، خو د برېښنا نشتون لا هم د دغه صنعت پر وړاندې ستر خنډ دی.
د کندهار د کانونو او صنایعو خونې مسوولین وايي په دغه ولایت کې د پنبې فابریکې او پروسیس زیات شوی، خو لا هم د بریښنا د کمښت ستونزې د فابریکه لرونکو کارونه ټکني کړي دي.
د کانونو او صنایعو خونې د معلوماتو په اساس، په روان کال کې کندهار کې ۶۰۰ زره پنبه پروسیس شوې ده.
په دې اړه نور جزییات د لاندې لېنک له کېکاږلو سره، زموږ د همکار په راپور کې اورېدلی شئ: