د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

د نړۍ یو شمېر مشرانو د روسیې ولسمشر د 'الکسي ناوالني' په وژنه تورن کړی


د لېتوانیا خلکو د الکسي ناوالني پر مړینه خواشیني څرګنده کړه.
د لېتوانیا خلکو د الکسي ناوالني پر مړینه خواشیني څرګنده کړه.

د روسیې د اپوزیسیون د مشر الکسي ناوالني مړینې د ټولې نړۍ په کچه بېساري غبرګونونه پارولي دي.

د روسیې د اپوزیسیون د بندیوان مشر الکسي ناوالني مړینې د ټولې نړۍ په کچه نور پراخ غبرګونونه هم پارولي دي. روسي چارواکو پرون اعلان وکړ چې ناوالني په زندان کې د قدم وهلو پرمهال د ناروغۍ احساس وکړ او بیسده شو.

د یو شمېر هېوادونو مشرانو ولسمشر ولادیمیرپوتین د ناوالني د مړینې مسوول بللی دی.

د لاتویا ولسمشر ایدګارز رینکیویچ پر ایکس شبکې ولیکل چې ناوالني د کریملین له خوا په ډېرې بېرحمۍ سره ووژل شو.

د امریکا ولسمشر جوبایډن وویل د ناوالني د مړینې مسوول ولسمشر ولادیمیر پوتین دی.

هغه پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، متحدایالات غواړي د ناوالني د مړینې په اړه نور معلومات ترلاسه کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا د ولسمشر مرستیالې کامیلاهریس د مونیخ په امنیتي غونډه کې د خبرو پر مهال د ناوالني مړینه د پوتین د بېرحمۍ یو بل ثبوت وباله او ویې ویل دوی چې د هغه د مړینې په اړه هره کیسه جوړه کړې وي، خو دا خبره روښانه ده چې د ناوالني د مړینې پړه د روسیې په غاړه ده.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي چې په برلین کې د جرمني له صدراعظم اولاف شولڅ سره یوځای خبرې کولې ویل، پوتین باید د ناوالني د مړینې مسوول وګڼل شي.

شولڅ وویل، د ناوالني مړینه ښيي چې په روسیه کې څه ډول رژیم واکمن دی.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي په برلین کې د جرمني له صدراعظم اولاف شولڅ سره د روغبړ پر مهال.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي په برلین کې د جرمني له صدراعظم اولاف شولڅ سره د روغبړ پر مهال.

په عین حال کې د بېلاروس د اپوزیسیون مشرې سویتلانا څیخانوسکایا پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د پوتین رژیم د السکاندر لوکاشینکا په مشرۍ د دې د خپل هېواد د مستبد حکومت په څېر په هرډول چې وي غواړي له خپلو مخالفانو څخه ځان خلاص کړي.

د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا فان دیرلین وویل، د ناوالني مړینې وښوده چې پوتین له هیچا دومره نه وېرېږي لکه له خپلو مخالفانو چې وېرېږي.

د ناټو عمومي منشي یینس سټولټنبرګ وویل چې ناوالني په محبس کې بندي و نو ځکه اوس دا ډېره مهمه خبره ده چې روسیه د هغه د مرګ په اړه ټولو پوښتنو ته ځواب ووایي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کامیرون هم د ناوالني د مړینې پړه پر پوتین واچوله او د کاناډا صدراعظم جوستین ترودو وویل چې ناوالني د ډیموکراسۍ، آزادۍ او د روسیې د خلکو لپاره یو مبارز و.

د کاناډا صدراعظم جوستین ترودو
د کاناډا صدراعظم جوستین ترودو

د بلغاریا صدراعظم، د اروپايي پارلمان مشرې او د نورو هېوادونو چارواکو هم د ناوالني مبارزه ستایلې او پوتین یې د هغه په مړینه ګرم بللی دی.

د روسیې د لیرې ختیځ د کارنیګی د مرکز شنونکې تاتیانا ستانووایا وايي، د ناوالني د مړینې علت چې هرڅه وي، وي به خو د ولسمشر پوتین لپاره به یوه لویه ننګونه وي.

مېرمن ستانووایا پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې ناوالني د روسیې د یوه اصلي ‌او تاریخي‌شخصیت په توګه ظهور وکړ او د پوتین پر ضد یې د نه تسلیمېدو دریځ ونیو.

د نوموړې په باور ناوالني له ۲۰۰۰ کال راهیسې د پوتین پر وړاندې تر ټولو اصلي بدیل ګڼل کېده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG