د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یوځل بیا منځني ختیځ ته خپل سفر پیل کړ


د امریکا د بهرنیوچارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر انټوني بلېنکن پرون یوځل بیا منځني ختیځ ته خپل سفر پیل کړ.

بلېنکن منځني ختیځ ته د خپل سفر په پیل کې پرون د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره چې د دې هېواد اصلي واکمن بلل کېږي وکتل.

یوه امریکايي چارواکي منځني ختیځ ته د بلینکین سفر په لاره کې د خپل نوم نه ښودلو په شرط خبریالانو ته وویل، واشنګټن هڅه کوي د اسراییل او سعودي عربستان تر منځ د اړیکو د عادي کېدو په برخه کې منځګړتوب وکړي.

د دواړو هېوادونو د اړیکو د عادي کېدو لپاره مذاکرات د منځني ختیځ د روان کړکېچ له پیلېدو وروسته وځنډېدل.

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیوچارو وزیر به د خپل سفر په دوام مصر، قطر، اسراییلو او لویدیځې غاړې ته هم سفر وکړي او د هغو مذاکراتو د پرمختګ لپاره به هڅه وکړي چې د مصري او قطري چارواکو په منځګړتوب له فلسطینۍ حماس ډلې سره د اسراییلي برمته وو د خوشې کولو په هدف روان دي.

متحدایالات او اروپايي ټولنه حماس د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني.

له ۱۳۰ زیات اسراییلي وګړي لاهم په غزه کې له دې ډلې سره برمته دي او د اسراییلو له خوا بشري مرستو ته د اجازې ورکولو په بدل کې د هغوی خوشې کول د امریکا په ملاتړ د دې مذاکراتو د اجنډا له مهمو موضوعاتو څخه دي.

سره له دې چې چارواکو په دې خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی، خو ورسره یې دا خبرداری هم ورکړی چې د دواړو لوریو ترمنځ لاهم پر ځینو مسایلو اختلاف پرځای پاتې دي.

بل خوا فلسطینیانو چې د اسراییلو د درنو بمباریو له کبله په سخت وضعیت کې دي، ویلي چې دوی هیله من دي بلېنکن به بالاخره په سیمه کې اوربند راولي، هغه هم په داسې حال کې چې د غزې د تړانګې په څنډه کې د کډوالو پر وروستي کمپ د اسراییلو د نویو عملیاتو وېره شته.

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې چې حماس ډلې پر اسراییلو حمله وکړه دا سیمې ته د بلېنکن پنځم سفر دی، هغه هم په داسې حال کې چې د یاد شوي امریکايي چارواکي په وینا روان وضعیت په تېرو څو لسیزو کې تر ټولو خطرناک حالت ته رسېدلی، ځکه د اسراییلو او حماس جګړه سیمې ته غځېدلې او ایران پلوې وسله والې ډلې په عراق او سوریه کې پر دېره امریکايي ځواکونو حملې کوي او د یمن حوثي وسله وال په سره سمندرګي کې پر تېرېدونکو کشتیو بریدونه کوي.

بل خوا امریکايي ځواکونو په سوریه، عراق او یمن کې پر ایران پلوو وسله والو چې تېره اوونۍ یې په اردن کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې امریکايي سرتېري ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل، ځوابي حملې کړې دي.

بلېنکن به د دې سفر پرمهال د دې پیغام د رسولو هڅه هم وکړي چې امریکا نه له ایران سره جګړه غواړي او نه سیمې ته د دې کړکېچ د غځېدو پلوي کوي که څه هم په کانګرس کې د جمهوریپال د مخالف ګوند ځینې وکیلان په ایران کې دننه د امریکا د برید سپارښتنه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG