د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

په سره سمندرګي کې د حوثي یاغیانو د بریدونو دوام؛ " ایران د جګړې او ناکرارۍ د ملاتړ مسوول دی"


په سره سمندرګي کې یو شمېر کښتۍ
په سره سمندرګي کې یو شمېر کښتۍ

په منځني ختیځ کې د امریکا د سمندري ځواکونو لوړپوړی قومندان امیرالبحر براډ کوپر وايي پر کښتیو د ایران بریدونه له فارس خلیج او هرمز تنګي څخه اوس ټول منځني ختيځ ته خپاره شوي.

هغه د دوشنبې په ورځ، اسوشیټیډ پریس ته وویل چې ایران په غزه کې د وروستۍ جګړې په جریان کې د یمن د حوثي ملیشو په مټ په کښتیو باندې په بریدونو کې "ډیر مستقیم" ښکیل دی.

هغه بیا د دې پوښتنې له ځوابولو ډډه وکړه چې ایا ایران په سور سمندرګي او د عدن په خلیج کې د حوثیانو د انفرادي بریدونو لارښوونه کړې که څنګه؟

ایران او حوثي ډلې تر اوسه په بحرین کې د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ د قوماندان څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د امریکا د سمندری ځواکونو د پنځمې بېړۍ قومندان د ایران اسلامی جمهوریت د نیابتي ځواکونو د ګواښونو په پراخولو او له سور سمندرګي څخه د هند د سمندر بلې غاړې پورې د وسلو په وېش تورن کړ.

حوثي یاغیان چې ایران یې ملاتړ کوي
حوثي یاغیان چې ایران یې ملاتړ کوي

هغه بیا خبرداری هم ورکړ او ویې ویل:

"متحده ایالات ایران پر کښتیو د وروستیو بې پیلوټه الوتکو د بریدونو مسؤل بولي."

حوثي یاغیان یوه شیعه ملېشه ډله ده چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د یمن پلازمېنه صنعا په واک کې لري او له ۲۰۱۵ کال راهیسې د سعودي په مشرۍ له ایتلاف سره چې د یمن د جلاوطن حکومت ملاتړ کوي، په جګړه بوخته ده.

دغې ډلې له دوو میاشتو راهیسې د حماس د سخت دریځې ډلې په ملاتړ چې له اسرائیلو سره په جګړه بوخته ده، په مصر کې د سویز کانال په اوږدو کې پر کښتیو لږ تر لږه ۳۴ بریدونه کړي دي.

حماس ډله د امریکا متحدو ایالاتو او اروپايي ټولنې د تروریستي سازمانونو په لېست کې شامله ده.

د یمن حوثي یاغیان په دې وروستیو کې د امریکا د تروریستي سازمانونو په لست کې شامل شوي دي.

متحدو ایالاتو د برېټانیا په همکارۍ په وروستیو ورځو کې د حوثي یاغیانو پر پوځي اډو اوه هوايي بریدونه کړي دي.

په دغو بریدونو کې د یمني سرچینو په خبره تراوسه له «۷۵» ډېر کسان وژل شوی دی.

له دغو بریدونو او په سیمه کې د امریکا او د هغې د متحدینو له خوا د سمندري ګزمو له زیاتېدو وروسته داسې ښکاري چې د حوثي یاغیانو له خوا پر کښتیو بریدونه کم شوي، خو لا هم ډیری کښتۍ دې ته اړ دي چې اصلي لاره چپه کړي او د سویلي افریقا له لارې خپل سفر وغځوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG