د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

د فارسي - دري ادبیاتو استاد، لیکوال او څېړونکی محمد ناصر رهیاب ومړ


پوهاند محمدناصر رهیاب، د فارسي - دري ادبیاتو استاد، لیکوال او څېړونکی
پوهاند محمدناصر رهیاب، د فارسي - دري ادبیاتو استاد، لیکوال او څېړونکی

د فارسي – دري ژبو او ادبیاتو استاد، لیکوال او څېړونکی پوهاند محمد ناصر رهياب د یک‌شنبې په ورځ د سلواغې په ۸مه سهار ۴ بجې وفات شو.

د هغه د مړینې لامل د زړه حمله بلل شوې ده.

محمد ناصر رهياب په ۱۳۶۸ کال کې د کابل د علومو اکاډمۍ څخه د هرات پوهنتون د استاد په توګه دغه ولایت ته تللی او دېرش کاله یې د هرات پوهنتون د ادبیاتو د استاد په توګه دنده ترسره کړې ده.

پوهاند رهياب پنځه کاله د هرات پوهنتون علمي مرستيال هم و.

محمد ناصر رهياب له ۱۳۷۶ کال څخه تر مرګه پورې د هرات ادبي ټولنې د مشرتابه پلاوي غړی هم و.

ده له هرات پوهنتون څخه تر تقاعد وروسته کابو پنځه کاله د غالب پوهنتون چې د هرات یو له خصوصي پوهنتونونو څخه دی، د رئیس په توګه دنده ترسره کړې ده.

نوموړی په علومو اکاډمۍ کې سرمحقق او د خراسان مجلې مسوول مدیر هم پاتې شوی دی.

يو شمېر اديبانو او فرهنګيانو په خپلو ټولنيزو پاڼو کې د محمد ناصر رهياب پر مړينه خواشيني څرګنده کړې ده.

د هرات ادبي ټولنې پر خپله فېسبوک پاڼه کې د دې ټولنې د رئیس او مشرتابه په حواله د نوموړي مړینه د افغانستان د علمي، ادبي او کلتوري ټولنې لپاره یوه ضایعه بللې ده.

د هرات ادبي ټولنې مشر محمد داوود منير ازادي راډيو ته وويل، د محمد ناصر رهياب ګڼو څېړنو په ملي او نړيواله كچه لومړى مقام ګټلى دى.

هغه زیاته کړه:

"زه دا په ښکاره وایم چې د فارسي ژبې او ادبیاتو په برخه کې په افغانستان کې بل هیڅ څېړونکی د استاد رهياب ځای نه‌شي نیولی او نه څوک د هغه ځای ډکولی شي."

د هرات پوهنتون یوه څنډه، پوهاند رهیاب څو کاله د دغه پوهنتون علمي مرستیال هم پاتې شوی و
د هرات پوهنتون یوه څنډه، پوهاند رهیاب څو کاله د دغه پوهنتون علمي مرستیال هم پاتې شوی و

د هرات ادبي ټولنې د رهبرۍ غړی سعید حقيقي هم محمد ناصر رهياب د فارسي ادبیاتو په برخه کې یو له کم‌سارو شخصیتونو ګڼي.

هغه ازادي راډيو ته وويل:

"د فارسي ادبیاتو په برخه کې استاد یو له کم‌سارو شخصیتونو څخه ګڼل کېدای شي چې د فارسي ادبیاتو په برخه کې یې پراخه مطالعه او پراخه پوهه درلوده. هغه په فارسي عروضو کې ډېره ژوره پوهه درلوده او د ژب‌پوهنې او عروضو تدریس یې کاوه، په پوهنتون کې یې د ادبیاتو بېلابېل ډولونه تدریسول او د دې تر څنګ استاد یو ډېر زیارکښ او په کار پوه لیکوال و."

په هرات کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور رياست هم د لوېديځې حوزې خبريالانو ګروپ کې په يوه ليکلي پيغام کې د خواشينۍ د څرګندولو ترڅنګ محمد ناصر رهياب د هرات يو نيک شخصيت بللی دی.

د هرات ولايت د ادبي ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، سپيده دام داستان نويسي در افغانستان، سبک او سبک شناسي، ګره به باد مزن، شعر هنر زباني زيبا، نقد ادبي او لسګونه نورې څېړنيزې مقالې د استاد محمد ناصر رهياب د ادبي اثارو برخه ده چې ځينې يې اوس په پوهنتونونو کې تدريس کېږي.

ویل کېږي محمد ناصر رهياب په‌دې وروستیو کې د بېدل او مولانا په اړه پر یوې څېړنې کار کاوه چې ټاکل شوې وه د کتاب په بڼه خپور شي، خو داسې ښکاري چې د هغه له مړينې سره دا څېړنه نيمګړې پاتې شوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG