د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

د سلیمان لایق د تدفین مراسمو لپاره ځانګړی کمېسیون جوړېږي


سلیمان لایق
سلیمان لایق

د نامتو افغان ادیب او سیاستوال سلیمان لایق د تدفین د مراسمو لپاره ځانګړی حکومتي کمېسیون جوړېږي.

د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزارت وايي، فقید لایق تېر کال په کابل کې په یو ځانمرګي برید کې ټپي شوی وو او د همدې ټپونو له امله‌یې تېره ورځ د جرمني په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

اکاډمېسین سلیمان لایق د ۹۰ کلونو په عمر د جرمني د ماینز ښار په یوه روغتون کې ومړ.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "لایق صیب د افغانستان ټول ملت پورې اړه لري، نوموړی کال وړاندې د کابل په شش درک سیمه کې یوه چاودنه کې سخت ټپي شو، هغه مهال د ولسمشر د یو ځانګړي فرمان په اساس جرمني ته د درملنې لپاره واستول شو، خو ټپونه‌یې ژور او بالاخره د همدې ټپونو له کبله ومړ. افغان حکومت د ارواښاد لایق د جنازې لپاره ټول تدابیر نیولي او په دې برخه کې به یو ځانکړی کمېسیون هم جوړ شي."

د افغانستان اطلاعاتو او فرهنګ وزارت صابر مومند
د افغانستان اطلاعاتو او فرهنګ وزارت صابر مومند

د ښاغلي مومند په خبره، د سلیمان لایق کورنۍ تر اوسه نه‌ده تأیید کړې چې د نوموړي جنازه به افغانستان ته راوړل کېږي کنه.

له دې وړاندې د سلیمان لایق زوی غرزی لایق پر خپله فېس‌بوک پاڼه د خپل پلار مړینه تأیید کړې، خو افغانستان ته‌یې د جنازې د انتقال څه نه‌و ویلي.

دا چې د سلیمان لایق مړی به کله له جرمني افغانستان ته لېږدول کېږي، ازادي راډیو یې د کورنۍ له غړو په دې اړه د معلوماتو په ترلاسه کولو بریالۍ نه‌شوه.

اکاډمېسین سلیمان لایق د ۲۰۱۹ کال په سپټمبر کې کابل کې له ټپي کېدو راوروسته په جرمني کې تر درملنې لاندې و.

اشرف غني د سلیمان لایق په مړینه خواشیني ښودلې

ولسمشر محمد اشرف غني په دې مناسبت د خواشینۍ په پیغام کې لایق هغه شاعر، کیسه لیکوال، ناول لیکونکی او ادبي محقق بللی چې د افغانستان د فرهنګ د بډاینې لپاره‌یې مهم کارونه کړي او په تېرو شپږو لسیزو کې یې د یوه ټولنیز فعال او سیاستوال په توګه په افغاني ټولنه کې اغېزمنه ونډه لرلې.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي استاد، بریالي باجوړي ازادي راډیو ته وویل، سلیمان لایق په پښتو او دري ژبو د شعر سربېره د نثر یاد لیکوال هم و او په دې برخه کې ګڼ شمېر چاپ شوي اثار پرېښودل.

هغه زیاته کړه: "د ده شعرونه د خلکو په ذهنونو کې بېخي یاداشت و، د ده نثرونه، د ده کیسې، لایق صیب له سیاست نه ډېر ده باندې ادب حاوي شو ځکه چې کله د لایق نوم وي، نو لایق یعنې شاعر، لایق یعنې لیکونکي، لایق یعنې ناول لیکونکی."

د کابل پوهنتون استاد پوهاند لعل پاچا ازمون له ازادي راډيو سره په خبرو کې د ارواښاد سلیمان لایق د ادبي پنځونو او نورو هڅو په اړه داسې وايي: "د لایق صیب علمي او هنري پوهه زموږ لپاره د یو لارښود حیثیت لري. که پروني قدمونه لایق صیب نه‌وی اخیستي، نو نن به موږ د ځوانو شاعرانو لپاره څه نه‌درلودی. هغه قومونو او ملتونه چې داسې سټې له لاسه ورکړي او بیا شا ته څه ونه‌لري هغه قومونه خوارېږي."

سلیمان لایق
سلیمان لایق

د ښاغلي ازمون په خبره، د افغانستان په فرهنګي او ادبي برخه کې د لایق په شان سټه بیا نه‌تکرارېږي که تکرار هم شي شاید پېړۍ پېړۍ وخت ونیسي.

سلیمان لایق چې اصلي نوم‌‌یې غلام مجدد و، د ۱۳۰۹ کال د تلې په ۲۱مه نېټه د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې په ایمنې‌خېلو کلي کې وزېږېد.

سلیمان لایق پر فرهنګي کارونو سربېره سیاسي فعالیتونه هم درلودل، نوموړي د خلق د ډیموکراتیک ګوند د پرچم څانګې له مشرانو څخه و او د قبایلو او سرحدونو د چارو د وزارت سربېره‌یې په یو شمېر لوړو دولتي پوسټونو کار کړی دی.

د کابل پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي استاد بریالي باجوړی وايي د سلیمان لایق فرهنګي او ادبي هڅې د ده پر سیاسي هڅو غالبې دي او خلک نوموړی ډېر د یو یاد شاعر او لیکوال په توګه پېژني.

XS
SM
MD
LG