د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

د افغانستان تاریخ پوه، فرهنګي او ټولنیز فعال 'غلام محمد محمدي' ومړ


د پوهنتون استاد، تاریخ لیکونکی او فرهنګي فعال غلام محمد محمدي
د پوهنتون استاد، تاریخ لیکونکی او فرهنګي فعال غلام محمد محمدي

د افغانستان تاریخ پوه، د پوهنتون استاد، فرهنګي او ټولنیز فعال غلام محمد محمدي د شنبې په ورځ د ۶۹ کلونو په عمر په کابل کې ومړ.

د ښاغلي محمدي وراره صابر ګلزار کنکویي د یوه لنډ غږیز پیغام له لارې ازادي راډیو ته د نوموړي د مړینې خبر تایید کړ.

د یاد لیکوال یو نېږدې خپل عبداللطیف اصالت، ازادي راډيو ته وویل: "په اويايمه لسیزه کې د یو راکټ د لګېدو له امله استاد زخمي شو، څو ځلې یې جراحي عملیاتونه وکړل او د عمر په وروستیو کې د سرطان په ناروغۍ اخته شوی و او ورسره لاس او ګرېوان و، خو بیا یې هم له مبارزې لاس وانخیست، قلم يې په لاس و تل به يې لیکل او د افغانستان د تاريخ په اړه یې څیړنه کوله."

غلام محمد محمدي د پنجشېر ولايت د عنابې ولسوالۍ د ابدرې په کنکوى کلي کې زېږېدلى او د خپلوانو په وينا يې د يکشنبې په ورځ د کابل ښار د خيرخانې سیمې په ٣١٥مې سيمه کې خاورو ته وسپارل شو.

د غلام محمد محمدي خپلوان وايي، له نوموړي نږدې ۳۰ اثار ورنه پاتې دي، چې ۱۵ یې چاپ شوي او ۱۵ نور یې لا نه دي چاپ شوي.

په افغانستان کې د تزاري روسیې سیاست، د ډیورنډ کرښې تاریخي څېړنه، ولې پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي؟ د نوروزهنداره (نوروز څه شی دی او ولې نمانځل کېږي) او د پارسي ژبې شان او پراخوالی، د غلام محمد محمدي د چاپ شویو اثارو له جملې څخه دي.

غلام محمد محمدي په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د استادي د دندې تر څنګ، د 'ارمان مردم' اونیزې مسوول مدير و او ځینو نورو بنسټونو ورځپاڼو او مجلو سره یې هم همکاري درلوده.

د دغه تاريخ ليکونکي وراره، صابر ګلزار کنکويي دا هم وویل چې د استاد محمدي ځينې نور اثار به هم ډېر ژر خپاره شي.

XS
SM
MD
LG