د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

ګارډین ورځپاڼه: روسي الوتکه څنګه د افغانستان په بدخشان ولایت کې سقوط شوه؟


د افغانستان په نقشه کې بدخشان ولایت
د افغانستان په نقشه کې بدخشان ولایت

ګارډین ورځپاڼې په بدخشان کې د یوې روسۍ امبولانس الوتکې د لوېدو پېښې ته کتنه کړې چې د شپږو سپرو کسانو له ډلې یې ۴ تنه ژغورل شوي او ۲ نور وژل شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ وویل چې د الوتکې ژغورل شوې ۴ تنه عمله دوی کابل ته لېږدولې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، کابل کې د دوی د يپلوماتان له طالب چارواکو سره دا موضوع څېړي.

ګارډین لیکلي، الوتکه کې ۴ عمله او یوه روسۍ جوړه سپره وه.

د دغې روسۍ جوړې خاوند سوداګر یاد شوی چې د خپلې ناروغې مېرمنې د لېږد لپاره یې له تایلنده روسیې ته دغه الوتکه چارتر کړې وه.

د روسیې د څيړنو کمېټې ویلي، دوی د دغې پېښې په تړاو یوه جرمي دوسیه پرانیستې څو معلومه کړي چې د خوندیتوب له مقرراتو سرغړونه شوې او که نه.

د ګارډین په وینا، د روسیې یوې وړې کمپنۍ ( اتلاتیک ګروپ) چې دغه الوتکه یې اړوند وه، تراوسه پر پېښې تبصره نه ده کړې.

د ګارډین په مقاله کې راغلي، نړیوالې هوایي کرښې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته تر ډېره هڅه کوي چې د افغانستان پر فضا تېرې نه شي، خو په وینا یې یوشمېر الوتکې په واخان کوریدور کې څو دقیقې د افغانستان فضا ته ننوزي.

د افغانستان دغه کوریډور چې الوتکې یې فضا ته ننوزي، د تاجکستان او پاکستان ترمنځ پروت دی.

له امریکا خپرېدونکې ورځپاڼې میامي هرالډ هم په افغانستان کې د روسۍ الوتکې د لوېدو پر پیښه تبصره کړې او لیکلي یې دي، هغه روسی سوداګر له خپلې مېرمنې سره په کې وژل شوی چې یو وخت د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د ښه کار له کبله جایزه ورکړې وه.

ورځپاڼې دغه روسی سوداګر چې د خپلې ناروغې مېرمنې لپاره یې دغه الوتکه چارتر کړې وه، ۶۵ کلن اناتولي ایفسیوکوف ( Anatoly Evsyukov ) یاد کړی دی.

نوموړی د روسیې د روستوف سیمې اوسیدونکی او د یوه سوپر مارکیټ خاوند یاد شوی دی.

روسیي رسنیو د دغه سوداګر د مېرمنې نوم انا یاد کړی دی چې په تایلند کې یې روغتیایي وضعیت ښه نه او د درملنې په هدف روسیې ته لېږدول کېده.

وړاندې راغلي چې د پېښې لامل لا هم د یوه راز په توګه پټ پاتې دی.

XS
SM
MD
LG