د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

نیوزویک: د طالبانو پلاوی مسکو ته ځي او د افغانستان په اړه خبرو کې برخه اخلي


يو شمېر نړيوالې ورځپاڼې
يو شمېر نړيوالې ورځپاڼې
  • نيوزويک

نیوزویک مجله د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په وینا لیکي، د طالبانو پلاوی راروانه اوونۍ مسکو ته ځي او د روسیې په مشرۍ د افغانستان د راتلونکې په اړه په خبرو کې برخه اخلي.

ټاکل شوې ده چې دا خبرې د چهارشنبې په ورځ وشي. د نیوزویک په باور دا خبرې به د ۲۰۱۷ کال د خبرو په چوکاټ کې وشي چې د روسیې، افغانستان، هند، ایران، پاکستان او چین استازو په‌کې ګډون کړی و.

نیوزویک لیکي، روسیه او چین په کابل کې دیپلوماتیک حضور لري او د امریکایانو له وتلو وروسته دا دوه هېوادونه هڅې کوي چې پر افغانستان خپل اغېز پراخ کړي.

  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د استازو په وینا چې نومونه‌یې نه‌دي اخیستل شوي، لیکي، واشنګټن غواړي د کال تر پای مخکې له افغانستانه د امریکایانو او یو شمېر هغو کسانو د ایستلو لپاره چې ویزې لرې الوتنې پیل کړي.

ورځپاڼه لیکي تر اوسه د دې الوتنو نېټه نه‌ده معلومه شوې. بل لور ته یو شمېر افغانان د ځمکې له لارې له افغانستانه په وتلو دي.

د کډوالو نړیوال سازمان په وروستیو کې ویلي دي چې هره اوونۍ له افغانستانه د ۲۰ زرو او ۳۰ زرو ترمنځ کسان وځي.

  • ګارډين

ګارډین ورځپاڼه لیکي، په ترکیه کې هغه افغانان چې د طالبانو له رژیمه تښتېدلي دي، ادعا کوي چې ترکي پولیسو وهلي دي، نیولي دي او بېرته‌یې له سرحده اړولي دي.

ګارډین بیا د ترکیې په ختیځ کې د وان ښار په لمنو کې د محمد الله سنګین په نوم د یوه افغان کیسه کوي.

۲۲ کلن سنګین عسکر و، دی تېره میاشت درې ځله د ایران له سرحده ترکیې ته واوښت او هر ځل چې اوښتی دی ترکي پوځیانو نیولی دی، وهلی یې دی او بېرته‌یې په زوره ایران ته استولی دی.

  • ډفېنس پوسټ

د لوېدیځ یوې بلې خپرونې ډفېنس پوسټ د افغانستان پر یوې امنیتي پېښې لیکنه خپره کړې ده. دا خپرونه د کونړ په مرکز اسعد اباد کې پرونۍ چاودنې ته اشاره کوي چې د شیګل ولسوالي امنیه قوماندان عبدالله عرفان په‌کې ووژل شو او ۱۱ تنه نور ټپیان شول.

کونړ یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په ليرې پرتو سیمو کې یې داعش فعاله دي.

ډفېنس پوسټ بیا لیکي چې له طالبانو سره د داعش دښمني نوې نه‌ده، له ۲۰۱۴ کال راهیسې چې دا ډله په افغانستان کې د خراسان څانګې په نوم فعاله شوې ده له طالبانو سره‌یې دښمني پیل کړې ده.

داعش له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د تر ټولو خونړۍ پېښې مسؤلیت هم منلی دی چې په کندز کې یې تېره اوونۍ د جمعې د لمانځه پر مهال د شیعه‌وو په جومات کې په لسګونو کسان ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل.

XS
SM
MD
LG