د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

وار ان دې راکس: په افغانستان کې د چین او روسیې ترمنځ د همکارۍ لیدلوری


يو شمېر نړيوالې ورځپاڼې
يو شمېر نړيوالې ورځپاڼې
  • ټايمز اف انډيا

ټایمز اف انډيا لیکلي، هند تأیید کړې چې د افغانستان په اړه سیمه‌ييزه امنیتي غونډه د چهارشنبې په ورځ جوړېږي.

په دې مقاله کې راغلي چې روسیه، ایران او ټول مرکزي اسیايي هېوادونه په دې راروانه غونډه کې ګډون کوي. دا غونډه د ملي امنیت سلاکارانو په کچه جوړېږي.

په مقاله کې د رسمي سرچینو له قوله ویل شوي چې پاکستان او چین تر اوسه د هند رسمي بلنلیکونو ته ځواب نه‌دی ویلی.

تر دې مخکې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار موید یوسف اشاره کړې وه چې د هند په کوربه‌توب په دې غونډه کې ګډون نه‌کوي. ده همداراز ویلي و چې یو خلل اچوونکی نه‌شي کولای د سولې د برقرارۍ لامل شي.

ټايمز اف انډیا د ده پر څرګندونو د هند د رسمي سرچینو له قوله لیکلي چې په افغانستان کې د پاکستان رول زیان رسوونکی دی.

په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ایران او روسیې د دې هېواد په اړه غونډې جوړې کړې دي.

طالبانو په مسکو غونډه کې ګډون وکړ او د راپورونو پر اساس‌یې هلته د هند له استازي سره هم وکتل، خو د ایران په غونډه کې طالبانو حضور نه‌درلود.

د راپورونو له مخې، هند په تېرو ۲۰ کلونو کې چې په افغانستان کې د امریکايي او متحدو هېوادونو ځواکونو حضور درلود، شااوخوا درې میلیارده ډالره د افغانستان د بیارغونې په برخه کې مصرف کړې دي.

تر اوسه د هند په ګډون هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

  • وار ان دې راکس

په افغانستان کې د چین او روسیې ترمنځ د همکارۍ لیدلوری، د هغه مقالې عنوان دی چې په وار ان دې راکس خپرونه کې نشر شوې ده.

لیکوال په دې مقاله کې په افغانستان کې د روسیې او چین ترمنځ د همکارۍ پر وړاندې فرصتونو او موانعو ته کتلي دي.

د لیکوال په باور داسې ښکاري چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره د مسکو او پيکېنګ ترمنځ همکارۍ ته زمینه برابره شوه.

په مقاله کې وروسته لولو چې روسیه او چین په ځینو برخو کې مشترک نظر لري.

د بېلګې په توګه لیکوال ویلي چې د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورتر له ټاکل کېدو سره دواړو هېوادونو مخالفت کړی وو.

خو د لیکوال په نظر په افغانستان کې د روسیې او چین ترمنځ د همکارۍ پر سر ریښتوني موانع شته.

د بېلګې په توګه دا چې روسیه د سیمه‌یيز امنیت په برخه کې تر ډېره له هند سره اړیکې لري، د طالبانو په رسمیت پېژندلو کې له احتیاطه کار اخلي او غواړي په منځنۍ اسیا کې د اصلي امنیتي شریک په توګه خپل رول خوندي وساتي.

دا موارد د لیکوال په باور د چین له ګټو سره په ټکر کې دي ځکه د لیکوال په وینا چین غواړي د هند رول حذف کړي، په منځنۍ اسیا کې خپل امنیتي رول زیات کړي او په شنجن سیمه کې د امنیتي تهدیدونو د مخنیوي لپاره له طالبانو سره په اړیکه کې شي.

لیکوال ویلي چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو موضوع بله مسئله ده چې کولای شي د روسیې او چین ترمنځ د اختلاف لامل شي.

XS
SM
MD
LG