د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۸

بدخشان کې د روسۍ الوتکې نسکورېدل؛ طالبان: څلور کسان ژغورل شوي او دوه مړه دي


ارشیف: د بدخشان کې د یوې غرنۍ سیمې انځور
ارشیف: د بدخشان کې د یوې غرنۍ سیمې انځور

په بدخشان ولایت کې د یوې روسۍ الوتکې تر نسکورېدو وروسته د طالبانو حکومت وايي چې څلور سپرلۍ یې ژوندي موندلي او دوه تنه یې مړه شوي دي.

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت تېر ماښام د جنورۍ ۲۱مه اعلان وکړ هغه روسي الوتکه یې موندلې چې په بدخشان ولایت کې غورځېدلې وه.

د دغه وزارت د بیان له مخې دا پېښه د بدخشان په کوف اب کې له مرکز فیض اباد شاوخوا ۲۰۰ کیلومتره لرې شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د الوتکې د پیلوټ په ګډون څلور تنه ژغورل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

په بدخشان کې د طالبانو د ولایت د مقام د دفتر رییس خان محمد حاجي اسد هم په یوه پيغام کې په دې اړه جزییات ورکړي.

هغه وویل: "طیاره په کوف‌اب ولسوالۍ کې لوېدلې ده. شپږ کسان په‌کې وو. دوه تنه یې مړه دي او څلور يې ژوندي دي. اوس ساحه د طالب ځواکونو په کنټرول کې ده. طالب مجاهدین دې هلته نور نه ګرځي."

د روسیې د هوايي چلند ادارې چارواکو خبر ورکړی چې په دغه چارټر الوتکه کې دوه مسافر او څلور عمله سپاره وو.

دا الوتکه د تایلنډ له پټایا څخه مسکو ته تلله او ټاکل شوې وه چې روسیې ته له رسېدو مخکې په هند او ازبکستان کې ودرېږي.

الوتکې تر پېښې او له راداره تر ورکېدو مخکې په هند کې تېل اچولي وو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا تاس خبري اژانس ته ویلي چې په کابل کې د دغه هېواد سفارت د پېښې په اړه له طالب چارواکو سره له نږدې تماس لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا

هغې زياته کړه چې د افغانستان د اوسنيو واکمنانو له خوا د مسافرو د لټون او ژغورنې د عملياتو له پيل څخه هرکلی کوي.

د روسیې د هوايي چلند د ادارې د چارواکو د اعلان له مخې دغه خصوصي الوتکه په ۱۹۷۸ کال کې په فرانسه کې جوړه شوې وه او اوس د ناروغانو د لېږدولو لپاره د امبولانس الوتکې په توګه کارېده.

د روسیې 'آر آی اې' خبري اژانس د تایلنډ د اوتاپاو په هوايي ډګر کې د یوې سرچینې په حواله ویلي چې په الوتکه کې یوه روسۍ جوړه مسافر وه او د ښځې روغتیايي وضعیت نازک و، نو خاوند یې پرېکړه وکړه چې د هوايي امبولانس له لارې یې مسکو ته ولېږدوي.

همدارنګه ویل شوي چې د دې ښځې خاوند یو سوداګر دی او د خپلې مېرمنې د لېږدولو لپاره یې د ټولې الوتنې لګښت ورکړی و.

د 'شاټ' په نوم یوې بلې روسي رسنۍ ویلي چې د الوتکې عمله او مسافر ټول د روسیې اتباع وو.

د دغې رسنۍ د معلوماتو له مخې، د الوتکې له رادار څخه ۲۵ دقیقې تر ورکېدو مخکې پیلوټ خبرداری ورکړ چې د الوتکې تېل په ختمېدو دي او دوی هڅه کوي چې د تاجکستان په یوه هوايي ډګر کې کېني.

د دې خبرې په دوام کې پیلوټ ویلي چې لومړی یوه انجن کار ودراوه او بیا دویم انجن بند شو چې له امله یې پېښه رامنځته شوه.

د الوتکې د لوېدو په باب تخنیکي جزییات او څرګندونې لا خپلواکو سرچینو نه دي تایید کړي.

XS
SM
MD
LG