د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

د خبریالانو یو مرکز: طالبانو په خوست کې د 'نن' راډيو خپرونې بندې کړي


د نن راډیو نښان یا لوګو
د نن راډیو نښان یا لوګو

د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي چې په خوست کې طالبانو د حکومت سيمه ييزو چارواکو په دغه ولايت کې د 'نن' په نوم د يوې خصوصي راډيو خپرونې د يوې حقوقي ستونزې له امله بندې کړې دي.

دغه مرکز د سه شنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې ویلي چې د طالبانو د حکومت امنیتي ځواکونه د دغې راډیو ودانۍ ته ننوتي او د دغې راډیو تجهیزات يې د راډيو له ودانۍ بهر کړي او یو شمېر کارکونکي يې نيولي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یوې نامعلومې سرچینې په حواله ویلي چې د دې راډیو څلور کارکوونکي هم څو ساعته توقیف شوي او بیا خوشې شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې سفير محمد ځدران د 'نن' راډیو د امتیاز خاوند ورور، چې یوه اوونۍ وړاندې نیول شوی و، لا هم د طالبانو په توقيف کې دى.

د افغانستان د خبريالاتو د مرکز د حقوقي کمېټې مشرې سمیعې ولیزاده ازادي راډيو ته وویل چې د افرادو تر منځ د حقوقي موضوع له امله د طالبانو له خوا د راډیو د نشرانو بندول د رسنیزو قوانینو خلاف عمل دی.

ولیزاده: که چېرې د رسنۍ، خبریالان، د رسنیو فعالین کومه تېروتنه کوي د ټولیزو رسنیو د قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسی د حق درلودو له مخې ورسره چلند وشي.

هغې زیاته کړه: "د رسنيو د قوانيونو له مخې هېڅ حکمي یا حقیقي شخص نه شي کولی د رسنیو په نشراتو کې لاسوهنه وکړي. د افغانستان د خبریالانو مرکز، له واکمنې ډلې څخه غواړي، که چېرې د رسنۍ، خبریالان، د رسنیو فعالین کومه تېروتنه کوي د ټولیزو رسنیو د قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسی د حق درلودو له مخې ورسره چلند وشي."

په همدې حال کې 'نن' راډیو د چهارشنبې په سهار په خپله فېسبوک پاڼه کې ادعا کړې چې د سه شنبې په سهار د دې راډیو مشر په خوست کې د طالبانو حکومت د امنیې قومندانۍ له خوا په مرګ ګواښل شوی دی.

د دې راډيو مسوولانو ادعا کړې چې د دې راډيو د ودانۍ تخليه شپږ مياشتې مخکې د طالبانو د حکومت د غوښتنې له مخې شوې وه.

د 'نن' راډيو په اعلاميې کې راغلي چې د دې راډيو مسوول چمتو دی چې د قانون له مخې ستونزې حل کړي، خو د اعلامیې په ټکو پر رسنيو بريد، د کارکوونکو ګواښل او د دې راډيو تخنيکي وسايلو ته زيان رسول د بيان ازادۍ ضد عمل دی.

په همدې حال کې په کابل کې د طالبانو د حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپله ایکس پاڼه کې د خوست د امنیه قومندانۍ له قوله لیکلي چې په خوست کې د 'نن' راډیو د تړل کېدو لامل د دې راډیو د ودانۍ مالک او مسوول مدیر ترمنځ حقوقي ستونزه ده.

نوموړي وويل چې په خوست کې د دوى د حکومت ابتدايه محکمې د راډيو د ودانۍ د خالي کولو پرېکړه کړې او د خوست امنيه قوماندانۍ ته يې د ودانۍ د خالي کولو امر وکړ.

ځدراڼ زياته کړې چې د طالبانو د حکومت سيمه ييز چارواکي د نن راډيو له خپرونو سره هېڅ کار نه لري او دا راډيو په ازاده توګه خپل فعاليت کولی شي.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ
په کابل کې د طالبانو د حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی شاوخوا یوه میاشت وړاندې ازادي راډيو ته وویل چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنۍ په دوو کلونو کې په سلو کې ۵۰ رسنۍ تړل شوي او په سلو کې ۷۰ د رسنیو کارکوونکو او خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د بیان ازادۍ او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د رسنیو فعالیتونو ته ژمن دی، خو ډېری د رسنیو د فعالیتونو د تړلو اصلي لامل د طالبانو د حکومت محدودیتونه او مالي ستونزې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز تر دې وړاندې ویلي وو چې یوازې په ۲۰۲۳ کال کې یې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۶۸ پېښې ثبت کړي دي.

XS
SM
MD
LG