د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

د اسراییل او حماس د جګړې سل ورځې؛ واشنګټن او لندن کې زرګونه لاریونوالو د اوربند غوښتنه وکړه


په لندن کې د روانو لاریونونو یو انځور
په لندن کې د روانو لاریونونو یو انځور

د اسراییل او د حماس د سختدریځې ډلې ترمنځ د جګړې نن یکشنبه سل ورځې پوره شوې.

د فلسطینیانو زرګونه پلوي اعتراض کوونکي پرون د لندن او واشنګټن واټونو ته راووتل او په غزه کې یې د فوري اوربند غوښتنه وکړه.

د "عمل نړیواله ورځ" په نوم دا لاریونونه د دې لپاره وشول چې په غزه کې د فوري اوربند لپاره غږ پورته کړي او له اسراییل سره د بریتانیا او امریکا له ملاتړ سره مخالفت وښیي.

په واشنګټن ډي سي کې مظاهره چیانو چې ډیری یې ځوانان وو په خپلو شعارونو کې ویل: "همدا اوس اوربند."

دا مظاهرې یوه ورځ مخکې تر دې وشوې چې د غزې د جګړې سل ورځې پوره شي.

د واشنګټن په مظاهرو کې فلسطیني الاصله امریکایانو چې ځیني یې له نورو ایالتونو څخه ورغلي وو، په احساساتي ژبه په غزې کې د خپلو خپلوانو او ملګرو د وژل کېدو او ټپي کیدو یادونې کولې.

دوی د متحده ایالاتو له ولسمشر جو بایډن څخه غوښتل چې د اسراییل سره پوځي او مالي ملاتړ بس کړي.

له واشنګټن سره هممهاله پرون په لندن کې د اووم ځل لپاره د فلسطینیانو په ننګه لاریون وشو.

په لندن کې چارواکي وایي چې د دې مظاهرو د امنیت لپاره شاوخوا ۱۷ سوه پولیس واټونو ته راایستل شوي وو.

له بلې خوا د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ټینګار وکړ چې د سختدریځې حماس ډلې پر ضد د جګړې تر بشپړ بري پورې به جګړه دوام وکړي او هیڅوک به د دوی مخه ونه نیسي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

هغه، چې تېره شپه، په تلوېزیون کې وینا کوله، همداراز وویل، د امریکا له بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن سره یې په وروستۍ کتنه کې هغه ته په زغرده وویل چې دا جګړه یوازې د اسراییل نه ده، دا جګړه د دوی هم ده، دا جنګ د ایران په مشرۍ د شرارت د محور پر ضد ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د عربي هیوادونو له مشرانو سره له کتنو وروسته د چهارشنبې په ورځ تل ابیب ته لاړ او له نتانیاهو سره یې وکتل.

ځینو اسراییلي رسنیو د نتنیاهو او بلینکن کتنه تاوجنه بللې او بلېنکن په خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې اسراییل باید سخت انتخابونه وکړي.

رویټرز خبري اژانس د انټوني بلېنکن څرګندونې د دوو خپلواکو هېوادونو د جوړېدو له حللارې سره تړلي بللې وې.

د حماس ډلې، چې امریکا او اروپايي اتحادبه يې تروریستي ډله بولي، د تېر کال اکټوبر میاشتې په اوومه په اسراییل په برید کې نژدې ۱۲۰۰ تنه ووژل.

د دې برید په ځواب کې اسراییل پر غزې عملیات پیل کړل چې لا روان دي.

په غزې د اسراییل په ځوابي بریدونو کې د دې تړانګې د عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې چې کنټرول یې د حماس په لاس کې دی، تر دې دمه ۲۳ زره ۸۴۳ تنه وژل شوي چې لویه برخه یې د ماشومانو او ښځو ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG