د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

سوړ موسم کې د ننګرهار د مالټو تود بازار؛ هم مالټي هم تفرېح


په ننګرهار کې د مالټو د بڼ یوه څنډه
په ننګرهار کې د مالټو د بڼ یوه څنډه

د ننګرهار د مالټو بڼونه او حاصلات، چې کروندګرو ته د ګټې وټې ترڅنګ د خلکو د تفرېح لپاره پر يوې ښې پلمې بدل شوي.

د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر ځوانان چې د ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ د مالټو بڼونو ته ورغلي دي، وايي چې د مالټو د خوړولو په پلمه تفرېح هم کوي.

عمران سالارزی له کونړ او نبي‌الله فضلي له کاپيسا چې له خپلو ملګرو سره د ننګرهار د مالټو بڼونو ته تللي دي.

سالارزی وايي: "د بټي کوټ مالټو مېلې ته له ملګرو سره راغلي يوو، دا د تفرېح لپاره ښه ځای دی، وطني مالټې چې دي ډېرې خوندوري دي، مېله خوندوره ده."

فضلي وویل: "تللی وم ننګرهار ته د مېلې لپاره، د بټي کوټ ولسوالۍ مالټو ته لاړو، ډېرې خوندورې مالټې وې، هلته له بېلابېلو سيمو خلک راغلي وو، د مالټو مېلې لپاره."

د ننګرهار اوسېدونکی نور خطاب افغانيار وايي، د مالټو په موسم کې له بېلابېلو ولايتونو دغلته ځوانان، لوبغاړي، دولتي کارکوونکي او کورنۍ د مېلې او تفرېح لپاره ورځي.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "د هېواد له بېلابېلو سيمو سېلانيان د سېل او مالټو د خوراک او بڼونو د ليدو لپاره دلته په چکر راځي، کورنۍ راځي، دولتي خلک، ځوانان او لوبغاړي دلته راځي."

په ننګرهار کې له یوه بڼه راټولې شوې مالټې
په ننګرهار کې له یوه بڼه راټولې شوې مالټې

خو د مالټو يو شمېر بڼوال وايي، سږ کال د تودوخې درجې د لوړېدو او د اوبو د کمښت له امله که څه هم دوی ته کوم زيان نه‌دی اوښتی، خو د مالټو د حاصلاتو کچه په هغه اندازه نه‌ده چې دوی ورته تمه درلوده.

د دغو بڼوالو له ډلې يو هم هجرت‌الله دی چې وايي، په ۱۲۰ جريبه ځمکه يې ۳۰زره بوټې د مالټو بڼ جوړ دی او اوس‌مهال ترې حاصل راټولوي.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "حاصلات خو د تېر کال په پرتله سږ کال لږ کمزوري وو، خو بيا هم ښه وو، تاواني نه وو، د وزن په حساب له ۱۳زره څخه تر ۱۴زره منه پورې حاصل مو درلود."

هغه وايي، سږ کال په بڼ کې يو من مالټې تر ۳۵۰ افغانيو پورې، خو په بازار کې يې تر ۴۰۰ افغانيو پورې پلوري.

خو د طالبانو د حکومت د ننګرهار د کانال رياست وياند همايون غريبمل بیا ازادي راډيو ته وويل، چې سږ کال د تېر کال په پرتله د مالټو حاصلات ډېر شوي دي.

هغه وویل: 'تېرو دوو کلونو کې شاوخوا ۱۸زره ۲۰۰ جريبه ځمکه باندې موږ د مالټو بڼونه جوړ کړي دي، تېر کال د مالټو حاصلات شاوخوا ۲زره مټريک ټنه وو او سږ کال به د مالټو حاصلات تر ۳زره مټريک ټنو هم لوړه شي."

ننګرهار د افغانستان په ختيځ کې د ستروسو د کورنۍ تر ټولو ډېر توليدونکی ولايت دی چې د کانال رياست د مسوولانو په خبره، هر کال په‌کې د ستروسو کورنۍ د بڼونو کرنه ډېرېږي چې د يادې کورنۍ له ډلې مالټې ښه حاصل ورکوي او پر کور دننه ښه بازار هم لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG