د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

محبوبه سراج ولې د نوبل جایزې ګټلو ته لېواله نه وه؟


د ښځو د حقونو افغانه فعاله - محبوبه سراج
د ښځو د حقونو افغانه فعاله - محبوبه سراج

فوربس مجلې د ښځو د حقونو د یوې افغان فعالې محبوبې سراج په اړه باندې یوه مقاله خپره کړې.

په دې مقاله کې د طالبانو په اړه د محبوبې سراج د دریځ په خاطر په هغې د ځینو نیوکو یادونه شوې ده.

په دې مقاله کې راغلي کله چې محبوبه سراج په فنلنډ کې د جنسیت د برابرۍ په برخه کې یوه نړیواله جایزه وګټله، هغه پوهېدله چې د هغې دا بریا به په افغانستان کې ځینې ناندرۍ ورته راپورته کړي.

محبوبې سراج ژمنه کړې چې د فنلنډ له خوا دا نغدي جایزه چې درې لکه یورو کېږي د ښځو د امن خونې لپاره کاروي.

د فوربس په مقاله کې راغلي محبوبه سراج له هغو کم شمېر افغان ښځینه فعالانو ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې پاتې شوه او لا د هغو ښځو لاسنیوی کوي چې له کورني تاوتریخوالي سره مخامخې دي.

محبوبه سراج تېر کال د سولې د نوبل جایزې له دوو وروستیو کاندیدانو وه، خو په پای کې د هغې سیاله ایرانۍ زنداني فعاله نرګس محمدي جایزه وګټله.

د راپورونو په اساس یو شمېر ښځو د محبوبې سراج پر ضد د نوبل کمېټې ته شکایتونه کړي وو چې ګواکې د طالبانو د دریځونو پلوي کوي او هغوی ته لابیانې کوي نو باید دا جایزه ورنه کړل شي.

د فوربس په مقاله کې راغلي محبوبې سراج ویلي چې له هغو لانجو وروسته یې نور نه غوښتل د نوبل نوم هم واخلي، ځکه د دې په خبره دا د دې خپل خلک او وطنوال وو چې دې ترې ډېر زیان ولید.

یو شمېر هندي ورځپاڼو د افغانستان او هندوستان د کرکټ د ملي ټیم په را روانو درېیو شل اورویزو سیالیو مقالې لیکلي دي.

هندو ورځپاڼې لیکلي چې د هندوستان ملي ټیم ته له ډېر وخت وروسته دوه مهم توپ وهونکي لوبډلمشر روهیت شرما او ویرات کوهلي راوستل شوي او د افغانستان په وړاندې به لوبیږي.

هندو لیکلي دا دوه لوبغاړو د ۲۰۲۲ کال تر نړیوال جام وروسته د لومړي ځل لپاره د شل اوریزو لوبو په لیسټ کې یوځای شوي.

تمه ده د افغانستان او هندوستان درې شل اووریزې لوبې د جنوري په یوولسمه، څوارلسمه او اولسمه وشي.

افغان کرکټ بورډ د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ یو ټیم هندوستان ته استولی.

په دې ټیم کې راشدخان هم شته خو په غالب ګومان چې د څه وخت مخکې ملا عملیاتو په خاطر ونه لوبیږي.

پر دې سربېره با تجربه لوبغاړي محمد نبي، مجیب الرحمن، نوین الحق، رحمن الله ګربز، عظمت الله عمرزی او ځینې نور ځوان لوبغاړي هم ټیم ته راوستل شوي.

افغانستان او هندوستان دواړه دا سیریز مهم ګڼي، ځکه دوی د ۲۰۲۴ کال تر نړیوال شل اووریز جام مخکې سره دا لوبې کوي.

XS
SM
MD
LG