د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

د طالبانو حکومت: د متقاعدانو معاشونه به زر وکړو


په کابل کې د متقاعدانو د حقونو د ورکړې ریاست - تصویر له ارشیفه
په کابل کې د متقاعدانو د حقونو د ورکړې ریاست - تصویر له ارشیفه

په افغانستان کې یو شمیر متقاعدان وايي، د ژمي په رارسېدو سره له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د ژوند د لګښتونو او اړتیاوو د پوره کولو وس نه لري.

یو شمېر دوی له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: تر دوو کلونو زیات وخت کېږي چې د تقاعد حقونه یې نه دي ترلاسه کړي او له ګڼو شکایتونو سره -سره بیا هم د دوی ستونزو ته رسېدنه نه ده شوې.

د کابل ښار اوسیدونکی، شېرزاد چې ۵ کاله مخکې یې تقاعد اخیستی وايي کلونه یې افغانستان ته خدمت کړی او مالیه یې ورکړې، خو اوس چې تقاعد شوی، قانوني حق یې نه ورکول کېږي.

شېرزاد زیاتوي:

" پنځه کاله مې د تقاعد کیږي، يوازي په لومړي کال کې مې پیسې ترلاسه کړې، وروسته له هغه یې مونږ ته هیڅ معاش نه دی راکړی، سره له دې چې دا زمونږ حق دی، هره میاشت به زمونږ له معاشونو څخه يې پيسې کمولې او د دولت په حساب کې به ډیریدې خو مونږ نشو کولای خپل حقوق تر لاسه کړو."

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره په افغانستان کې د فقر او بېوزلۍ کچه نوره هم لوړه شوې
د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره په افغانستان کې د فقر او بېوزلۍ کچه نوره هم لوړه شوې

یو بل متقاعد، محمد زمان ازادي راډيو ته وویل چې له تقاعد وروسته د دوی لپاره مناسب کاري چاپیریال نشته او اړ دی چې د خپلې کورنۍ ورځنۍ اړتیاوې د مرستو او پورونو له لارې پوره کړي.

محمد زمان وایي:

" درېیم کال دی چې خپله تقاعدي مې نه ده ترلاسه کړې. ډېرو ستونزو سره مخ یم. که هغه ماشومان مې چې له افغانستانه بهر دي مرسته ونه کړي، نه پوهېږم چې څه به وکړو. ما له دولت څخه هیڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې."

یو بل متقاعد، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، هم له ورته وضعیت څخه شکایت کوي او وایي:

" هيڅ کار نه شم کولای، زمونږ د ژوند وضعیت خورا خراب دی. شپه او ورځ یواځې په یوه ګیلاس جوشو اوبو تېروو."

ذبیح الله مجاهد:د متقاعدانو د تقاعدیو د ورکړې قانوني ستونزې هوارې شوې او ډېر ژر به د دوى حقوق ورکړل شي.
ذبیح الله مجاهد:د متقاعدانو د تقاعدیو د ورکړې قانوني ستونزې هوارې شوې او ډېر ژر به د دوى حقوق ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې وروستیو کې د بي بي سي د ایکس پاڼې( پخواني ټویټر) په یوه سپیس کې ادعا کړې چې د متقاعدانو د تقاعدیو د ورکړې قانوني ستونزې هوارې شوي او ډېر ژر به د دوى حقونه ورکړل شي.

هغه وويل چې د متقاعدانو د حقوقو د ورکړې قانون تعديل شوى او ډېر ژر به د عدليې وزارت له خوا نافذ شي.

له دې وړاندې هم یو شمېر متقاعدانو له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دوی ته د حقونو له نه ورکولو او د خپلو له اقتصادي ستونزو څخه شکایت کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالو سازمانونو د شمېرو له مخې، د بې کارۍ له زیاتېدو سره په افغانستان کې اقتصادي وضعیت خورا خراب شوی او په دغه هېواد کې له ۲۹ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان د متقاعدینو د ټولنې مشر افندي سنګر څه موده وړاندې ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو حکومت د متقاعدانو د معاشونو د ورکړې په اړه د دوی غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

نوموړي په افغانستان کې د متقاعدانو شمېر ۱۷۰ زره ښودلی و.

په افغانستان کې د تقاعد قانوني عمر ۶۵ کلني ده.

له تقاعد وروسته، هر پخوانی کارکوونکی د تقاعدۍ په نوم په ټاکلې اندازه په میاشتنۍ ډول د پیسو مستحق ګرځي، خو کال په کال دوی ته ورکول کېږي.

له مړینې وروسته، هماغه پیسې د متقاعد کس مېرمن او که تقاعد شوی کس ښځه وي، خاوند ته یې ورکول کیږي خو د دواړو د مړینې په صورت کې اولادونه یوازې تر اتلس کلنۍ پورې د دوی د تقاعدۍ د اخیستلو مستحق ګڼل کېږي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG