د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۱

د هلمند یو شمېر کوچیان له وچکالۍ او بې‌ وسۍ شکایت کوي


ارشیف: د افغانستان په جنوب کې د کوچیانو رمه
ارشیف: د افغانستان په جنوب کې د کوچیانو رمه

د هلمند یو شمېر کوچیان وايي، وچکالۍ او په هېواد کې د روانو بېلابېلو ستونزو له کبله یې ژوند ستونزمن شوی دی.

دوی وویل، دودیز ژوند او د څارویو د پالنې چاره یې د پام وړ خرابه شوې او د پخوا په څېر ژوند نه لري.

دوی واکمنو چارواکو او نړیوالو سازمانونو ته د غفلت ګوته نیسي او وايي چې دوی یې هیر کړي دي.

کوچیان دا هم وايي، د وچکالۍ له کبله په سلو کې ۸۰ سلنه کوچیانو خپل څاروي له لاسه ورکړي او اوس د پخوا په څېر کورت او غوړي نه لري.

افغان کوچیان، چې اوس له بې وسۍ سر ټکوي له کورنیو جګړو مخکې د مالدارۍ له اړخه افغانستان کې شتمن خلک بلل کېدل او د افغانستان ډېره برخه لبنیات همدغو کوچیانو تولیدول.

نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:19 0:00
XS
SM
MD
LG