د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۲

د لوګر کوچیان د ښوونځيو او روغتیايي مرکزونو غوښتنه لري


په لوګر کې د کوچي قومونو یو شمېر مشران او سپین‌ږیري وايي چې دوی د پاکو اوبو، ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو په ګډون له ډېریو اسانتیاوو بې‌برخې دي او له کړاوه ډک ژوندون تېروي.

دوی د خپلو اولادونو د راتلونکي ژوند په اړه هم اندېښنه څرګندوي او زیاتوي، هغوی بې‌هنره او بې‌تعلیمه لویېږي او ممکن د اولادونو راتلونکې يې تر دوی هم ډ‌ېرې ستونزې او مشکلات ولري.

دوی یادې څرګندونې د سې شنبې په ورځ د لوګر د ځايي چارواکو سره د خپلو ستونزو شریکولو په یوه غونډه کې وکړې.

دوه تنه کوچیانو حاجي بادین او کتاب ګل ازادي راډیو ته خپلې ستونزې داسې وړاندې کړې:

"د کوچیانو، نارینه، ماشومان او جینکۍ دا ټول بې‌سواده دي، نو که حکومت زموږ سره رښتیا کمک کوي موږ ته باید د وړکو او نجونو مکتبونه راکړي، تر څو زموږ کوچیان هم د تعلیم له لارې یو شی زده کړي."

"اول خو مالداري تباه شوې، دوهم د ژوند مشکلات زیات شول بې‌سواده پاتې یو، ځمکې نه‌لرو دا يې بله، ټول کوچي بې‌سواده پاتې دې که یو نیم مکتب ورته جوړ شي، کلینیک راته جوړ شي چې خدای مو لږ بینا کړي."

د کوچیانو مشران وايي، لوګر کې خو څه نا څه دوی ته توجه شوې، مګر په نورو ولایتو کې کوچیانو ته هېڅ ډول پاملرنه، نه‌کېږي.

د کوچیانو یو مشر محمد سالم نعیم وايي:

"په ټول افغانستان کې یوازېني کسان چې څوک‌يې غم نه‌خوري هغه کوچیان دي، رابه شم دې ته چې په لوګر کې کوچیان یو شل فیصده مکتب او کلینیک ته لاسرسی لري، خو په نورو ولایتونو کې هېڅ امکانات هم نه‌لري."

د لوګر د ولایتي شورا یو تن غړی عدالت عبدالرحیمزی هم د کوچیانو ستونزې تائیدوي او د افغان حکومت نه غواړي چې د نورو قومونو په شان په یاد ولایت کې د کوچیانو د ټولنیز او اقتصادي ژوندانه د ښه‌والي لپاره کار وکړي.

بل لور ته د لوګر والي حلیم فدايي د کوچیانو ستونزې او د دوی د مشرانو غوښتنې پر ځای بولي او زیاتوي چې د کوچیانو لپاره یو کمېسیون مؤظف شوی او یاد کمېسیون به د راتلونکې اوونۍ وروسته منظمې ناستې پیل کړي.

د لوګر والي زیاتوي، کمېسیون ته دنده سپارل شوې چې د کوچیانو ستونزې معلومې او هغوی ته د امکاناتو د برابرولو لازمې لارې چارې ولټوي.

د لوګر والي حلیم فدايي.
د لوګر والي حلیم فدايي.

ښاغلي فدايي وویل:

"موږ په لوګر ولایت کې د کوچیانو د بېلابېلو قومونو له مشرانو سره غونډه دایره کړه، د دوی په ډېریو ستونزو کې یوه د ځمکو مسئله وه، معارف او صحت برخو کې يې ستونزې وې او د ځمکو په اړه د پخوانیو فرمانونو اجراء وو، موږ به له نوې اوونۍ هغه کمېسیون چې د کوچیانو د ستونزو په باب جوړ شوی فعالوو او د دوی ستونزو ته به پر وخت رسیده‌ګي کوو."

د لوګر یو مدني فعال عبدالرحمن تسل چې د کوچیانو د حقوقو د خوندي کولو په یو شمېر فعالیتونو بوخت دی وايي چې په دې وروستیو کې کوچیانو ته د ژوندانه ځینې اسانتیاوې برابرې شوي، خو دا اسانتیاوې ډېرې کمې دي او افغان حکومت دې، کوچیانو ته خپله توجه ډېره کړي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG