د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

پاپ فرانسس: د جګړو غوښتونکي دې خپلو وجدانونو ته غوږ ونیسي


د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسس
د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسس

د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسس په غزه، اسراییل، اوکراین او سوډان کې د جګړې له کبله پر بشري مرګ ژوبلې خواشیني څرګنده کړې ده.

د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسس د ۲۰۲۳ کال په وروستۍ وینا کې د جګړې له کبله پر بشري مرګ‌ژوبلې خفګان څرګند کړ او د وژل شویو ارواحو ته یې دوعا وکړه.

پاپ فرانسس د یکشنبې په ورځ په واتیکان کې د خپلې وینا پر مهال د اسرایلو او غزې، د روسیې او اوکراین او دغه راز سوډان او برما د جګړو یادونه وکړه.

نوموړي له هغو کسانو چې همدې جګړو کې ښکېل دي غوښتنه وکړه چې خپلو وجدانونو ته غوږ کېږدي او تاوتریخوالی بس کړي.

هغه زیاته کړه: "د کال په پای کې باید جرئت وکړو او له ځانه وپوښتو چې د وسله‌والو شخړو له کبله د څومره انسانانو ژوند متاثره شوی؟ څومره کسان وژل شوي؟ جګړو څومره ویجاړۍ، رنځ او بې وزلې رامنځته کړې؟ زه هیله لرم هغه کسان چې دغو جګړو ته لېوالتیا لري د خپلو وجدانونو غږ ته غوږ ونیسي."

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور. December 29, 2023
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور. December 29, 2023

پاپ فرانسس تر دې وړاندې په ورته نورو ویناوو کې د نړۍ په کچه د جګړو د پای ته رسولو او په ځانګړې توګه د اسراییل او حماس ترمنځ د بشري اوربند غوښتنه کړې ده.

نوموړی خپله غوښتنه داسې مهال بیا تکراروي چې اسراییلو پر غزې تړانګه عملیات سخت کړي او صدر اعظم یې بنیامین نتنیاهو ویلي چې دغه جګړه به څو نورې میاشتې هم دوام وکړي.

اسراییل ټینګار کوي چې له حماس سره چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګره ډله بولي اوربند د حماس د بریا په معنا وي.

نړیوالو اژانسونو له هغې ډلې اسوشېټېډپرېس پرون یکشنبه هم د غزې په جنوبي سیمه خان یونس کې د اسراییلو د بریدونو د دوام خبر ورکړی دی.

اسراییلي پوځیانو په وروستیو عملیاتو کې د جنګي الوتکو پر مټ د کډوالو کمپونه په نښه کړي او ځمکني ځواکونه یې هم د خان یونس دننه پرمخ تللي دي.

حماس سخت دریځې ډلې د تېرې اکټوبر میاشتې په ۷مه نېټه پر اسراییلو په برید سره شاوخوا ۱۲ سوه کسان ووژل او ۲۴۰ نور یې برمته کړل.

د همدې بریدونو په ځواب کې اسراییل پر غزې درنې بمبارۍ او ځمکنۍ جګړې پیل کړي چې د غزې د عامې روغتیا وزارت په وینا ۲۱۶۷۲ فلسطینیان په کې وژل شوي او لسګونه زره نور ټپيان شوي دي.

په غزه کې د ویجاړو شویو ودانیو انخور. Dec. 29, 2023
په غزه کې د ویجاړو شویو ودانیو انخور. Dec. 29, 2023

د غزې د عامې روغتیا وزارت چې د حماس تر کنټرول لاندې دی، یوازېنۍ اداره ده چې غزه کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې شمېرې خپروي او خپلواکې ادارې په اړه څه نه وایي.

دغه وزارت بې له دې چې د ملکیانو او وسله والو توپیر وکړي د یکشنبې په ورځ ویلي چې یوازې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶۵ فلسطینیان وژل شوي دي.

بلخوا د جرمني خبري اژانس خبر ورکړی چې په کلابنده شوې غزه کې ځايي اوسېدونکي له سخت کړکېچ سره مخامخ دي، ځکه له اوږدې مودې راهیسې په تېښته کې دي او د ځانونو د پناه کولو ځای هم نه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG