د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

پر اوکراین د روسیې تر ټولو بې‌سارې او پراخ بریدونه؛ چارواکي: ۱۲ کسان وژل شوي


پر اودیسه د روسي ځواکونو د بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو انځور
پر اودیسه د روسي ځواکونو د بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو انځور

اوکرایني چارواکي وایي، روسي ځواکونو له تېرې شپې راهیسې د ډرون الوتکو او توغندیو دومره پراخ بریدونه کړي چې د اوکراین د جګړې له پیله یې ساری نه لیدل کېږي.

اوکرایني چارواکي وایي، د دغو پراخو بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه دولس کسان وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا، د روسیې ځواکونو د توغندیو او بې پيلوټه الوتکو په دې حملو کې پوځیان او ملکیان په نښه شوي دي.

تلفات په پلازمېنه کییف، لفیف، اودیسه او د اوکراین په یو شمېر نورو ښارونو کې خلکو ته اوښتې دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وویل چې روسیې تقریباً هر راز وسله وازمویله او که چېرته د شمېرل شویو توغندیو او ډرون الوتکو شمېرې کره شي، نو داسې ښکارې چې په تېرو ۲۲ میاشتو کې دا تر ټولو ستره هوایي حمله وه چې پر اوکراین شوې ده.

زیلینسکي زیاته کړه چې کییف، لفیف، اودیسه، دنیپرو، خارکییف او زاپروژیا د هغو ښارونو په ډله کې دي چې بمبارد پرې شوی دی.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

زیلینسکي هغه راپورونه چې نن مخکې خپاره شوي وو، تایید کړل چې د زېږون یوه څانګه، تعلیمي تاسیسات، یو شاپېنګ مال او یو شمېر شخصي کورونه د هغو ځایونو په ډله کې دي چې بمباري پرې شوې ده.

د اوکراین ولسمشر بیا وویل چې په مجموع کې روسیي ځواکونو یوسل او لس توغندي پر اوکراین ویشتلي چې اکثر یې د دوی ځواکونو په هوا کې شنډ کړي دي.

د اوکراین هوایي ځواکونو بیا وروسته دا شمېره لوړه یاده کړه او ویې ویل چې د یوسل او اته پنځوس توغندیو او ډرون الوتکو له ډلې یوسل او څوارلس دوی غورځولي دي.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د دې بریدونو جزییات په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی، خو د اوکراین مهم ښارونه چاودنو لړزولې دي.

نن سهار د هوایي بریدونو له امله د خطر زنګونه تقریباً په ټول اوکراین کې وهل شوي او پوځیانو له خلکو وغوښتل چې ځانونه پناه کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG